نړۍوال بانک د یوې نوې تګلارې له مخې له افغانستان سره ۳۰۰ مېلیون ډالره مرسته کوي

د نړۍوال بانک اجرایوي پلاوي «د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه نوې تګلاره تصویب کړې ده». د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې د نړۍوال بانک د نوې تګلارې له مخې د افغانستان سره به «د طالبانو له لاسرسي پرته» ۳۰۰ مېلیون ډالره مرسته ځانګړې کړي.