خوړو نړۍوال پروګرام:نږدې ۶مېلیون مېرمنو او ماشومانو ته مو ځانګړي تغذیه شوي خواړه برابر کړي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې له لسیزو شخړو، د کلونو وچکالۍ، د خوراکي توکو لوړې بیې او پاکو اوبو ته نه لاسرسي په افغانستان کې خوارځواکي زیاته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې له لسیزو شخړو، د کلونو وچکالۍ، د خوراکي توکو لوړې بیې او پاکو اوبو ته نه لاسرسي په افغانستان کې خوارځواکي زیاته کړې ده.
دغه پروګرام په اېکس پاڼه د اوچا له تمویل کوونکو او فرانسې څخه مننه کړې، چې له خوړو نړۍوال پروګرام سره یې نږدې شپږ مېلیون مېرمنو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د ځانګړو تغذیه شويو خوړو د ترلاسه کولو په برخه کې همکاري کړې ده.
تر دې وړاندې اوچا راپور ورکړی و، چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر وګړي شاوخوا ۲۳.۷ مېلیونه خلک به په ۲۰۲۴کال کې یو ډول بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا په پام کې لري، چې په ۲۰۲۴ کال کې د هغو کسانو له ډلې ۱۷.۳ مېلیونه نجونو، هلکانو، مېرمنو او نارینهوو ته چې تر ټولو ډېر زیان منونکي او معلولیت لرونکي دي مرسته وکړي.

دغه ځوان چې محمد شفایی نومېده، پرون ناوخته یې په خپل کور کې ځان زیندۍ کړی دی. نوموړی د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکی و، ۲۸ کاله عمر یې لاره او د دوو کالو راهیسې د پلازمېنې اسلام اباد په بهارکهو سیمه کې د خپلې کورنۍ سره یې ژوند کاوه.
د نوموړي دوستانو او د کورنۍ غړو یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه کډوال شاوخوا دوه کاله دغلته په دې تمه پاتې و چې ګوندې د کډوالۍ دوسیه به یې بشپړه شي او د هوسا ژوند تېرولو لپاره به لوېدیځو هېوادونو کې پناه واخلي؛ خو د دوه کالو په تېرېدو سره یې برخلیک جوت نه شو او څو ورځې وړاندې د یو برېښنالیک له لارې ورته خبر ورکړل شوی و، چې د نوموړی کېس نه دی منل شوی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، له نوموړي دوه کوچني ماشومان او مېرمن پاتې شوي او په پام کې ده چې نن د هغه مړی افغانستان ته ولېږدول شي.
دا په پاکستان د ځان وژنې لومړنۍ پېښه نه ده او ښايي وروستۍ هم نه وي، تر ده وړاندې درې تنه نورو افغانانو هم د مهاجرتي دوسیو د ځنډېدو او اقتصادي ستونزو له کبله ځانونه وژلي وو او یوې افغانې پیغلې څو میاشتې وړاندې له پنځم پوړ څخه ځان غورځولی و.

په کابل کې یوشمېر هټۍوال وایي، د طالبانو لهخوا ورته څه موده مخکې ځمکې ورکړل شوې چې دوی پرې ځانته هټۍ او رسټوارنټونه جوړ کړل؛ خو اوس دوی ته د دغو ځمکو د بېرته اخیستو او د هټیو د نړولو سپارښتنه شوې ده.
له دغې ډلې ۱۵۰ تنه سره یوځای شوي او عریضه یې کړې.
دوی کې یو تن یې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته وایي، پر دغو ځمکو یې زرګونه ډالر لګولي او رسټورانتونه، د خوراکي او نورو اړینو توکو پلورنځي یې پرې جوړ کړي دي.
د هغه په وینا:« اوس مو عریضه کړې؛ خو دا راته څرګنده نه ده چې دغه عریضه به ځای ونیسي کنه؟»
هغه زیاتوي:« په دې کار سره نه یوازې د هټۍ او رسټورانتونو خاوندان زیان ویني؛ بلکې په دغه رسټورانتونو کې په کار بوخت کارکوونکي هم وزګارېږي او نن سبا د دندې لټون تر ټولو ننګوونکی کار دی.»
په دغه ډله کې هغه کسان هم شته، چې د کابل په بېلابېلو بازارونو کې غرفې لري.
دغه غرفه لرونکي کسان وایي، چې طالبانو په خپله دغه غرفې په دوی شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانۍ پلورلي او اوس غواړي چې دغه غرفې بېرته ټولې کړي.
یو غرفه لرونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي:« په ۱۵۰۰۰ د یوې غرفې پېرل د غریب کاره کسانو لپاره خورا ستونزمنه خبره ده. اوسمهال په هغو سیمو کې چې دغه غرفې ټولې شوې خاوندان یې په کور ناست دي. حکومت باید داسې یو څه وکړي، چې د خلکو اقتصاد ښه شي؛ نه دا چې ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرې کړي.»
د دوی په وینا، تر دې دمه ډېری دغه غرفې د شهزاده سرای مخامخ او پل باغ عمومي يه سیمه کې ټولې شوې دي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسول شوي ګڼو کابل مېشتو پخوانۍ رسمي دندې له لاسه ورکړي او د وړو دکانونو په جوړولو کوچنیو کاروبارونو ته یې مخه کړې، چې د خپلو کورنیو ورځینی لګښت پوره کړي؛ خو طالبان د مالیو او ټکسونو په پلمو هغوی ځوروي او داسې چلند ورسره کوي، چې هغوی له دغه کاره زړه توري کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له شنبې تر دوشنبې پورې د ( سلواغې له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې) د هریرود، هلمند، شمال، کابل او امو په سېندونو کې د درنې واورې او د سېلابونو سره د سختو ورښتونو خبر هم ورکړی.
د دغه وزارت په وینا، د واورې ویلې کېدو او د سختو وروښتونو له امله په کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او تخار سېندونو کې د سېلابونو د راوتو اټکل شوی.
دغه وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره دې د دغو سېندونو شاوخوا اوسېدونکي له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د نارسميتوب په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونې «خودخواهانه او خیالي» بللي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې د دغو خبرو پر ځای د پاکستان امنیتي اندېښنو ته رسیدګي وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه)په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د قانونيتوب او سپېڅلوالي په اړه هر ډول خودخواهانه او خیالي ادعا، نشي کولای چې جغرافیایي، تاریخي او د نړیوالو حقونو واقعیتونه بدل کړي."
تر دې مخکې ښاغلي ستانکزي له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۵ کلیزې لمانځعونډې ته ویلي، چې افغانستان په ټول عمر ډیورنډ په رسمیت نه دی پيژندلي او نه به یې وپيژنی.
ستانکزي وویل نیمه ټوټه افغانستان جلا دی او له ډیورنډ کرښې اخوا پروت دی.
عباس ستانکزي وویل، چې ډیورنډ کرښه انګرېزانو د افغانانو پر زړه تېره کړې ده او پر دغه کرښه اوښتو لپاره د پاکستان له خوا د د پاسپورټ او ویزې اصول پلي کول ورته د منلو نه دي او نه عملي کیدلی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال د دغو څرګندونو په غبرګون کې دغې ډلې ته سپارښتنه کړې چې د «داسې نامناسبه څرګندونو پرځای چې د خلکو پام بل لور ته اړوي» د پاکستان اصلي امنیتي اندېښنو ته دې پام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پولې دواړو غاړو ته د خلکو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ لپاره د نړۍوالو معیارونو پراساس اسانتیاوې برابروي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله لانجه کومه نوې خبره نه ده. په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان ټولو حکومتونو دغه پوله په رسمیت نه ده پیژندلې. د کرزي د حکومت پر مهال، ټولو دولتي ادارو ته ویل شوي و، چې دغه پوله "د ډیورند د فرضي کرښې" په نوم یاده کړي. خو پاکستان وايي، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي پوله ده او په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوې.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې وسله والو یې د جمعې په ماښام په کابل کې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپبان کړي دي.
دغې جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې لیکي، چې د جمعې په ماښام یې د کابل ښار د دهن باغ څلورلارې ته څېرمه د طالبانو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۲ طالب جنګیالي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو لا د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
دغه جبهه زیاتوي، د دې پوستې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو پلمو د کابل ښار د اوومې ناحيې د اوسېدونکو کورونه تالاشي کړي او خلک يې په پخوانيو امنيتي ځواکونو کې د غړيتوب په پلمه ځورولي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې تر دې مخکې هم پر طالبانو بریدونه کې دغې ډلې ته مرګ ژوبله اړولې ده.
