• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین او روسیې جګړه؛ روسیې له اوکراین څخه د اودیوکا ښار نیولي دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۰

روسیې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د اوکرایني ځواکونو له وتلو وروسته یې د دغه هېواد د اودیوکا ښار تر بشپړ کنټرول لاندې راوستی؛ خو لا هم ځینې اوکراینې سرتېري له یوې خورا سختې جګړې وروسته د شوروي وخت د کوک په یوه لویه فابریکه کې بند پاتې دي.

د اودیوکا ښار سقوط د ۲۰۲۳ کال په می میاشتې د بخموت ښار له نیولو راهیسې د اوکراین سره په دوه کلنه جګړه د روسیې لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د ۱۰۰۰ کیلومتره لومړۍ کرښې په دې برخه کې ۸.۶ کیلومتره پرمختګ کړی او دا چې روسي سرتېري په اودیوکا ښار کې تر یوې ویجاړونکې جګړې وروسته مخ په وړاندې روان دي.

د دغه جګړې په پایله د اودیوکا ښار نږدې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او خلک ترې وتلي دي.

اوکراین ویلي، چې له څو میاشتو سختو جګړو وروسته یې خپل پوځیان د بشپړې کلابندۍ څخه د ژغورنې په موخه له دغه ښاره ویستلي دي.

پوتین بیا د اودیوکا سقوط یوه مهمه بریا بللې او د روسیې سرتېرو ته یې مبارکي ویلې.

د اوکراین د پوځ مشر د شنبې په ورځ اعلان کړی و، چې ځواکونه یې د دغه هېواد له ختیځ ښار اودیوکا څخه وتلي دي.
اوکرایني پوځ داسې مهال له دغه ښاره وتلي، چې کیف د وسلو او مهماتو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: د غورځنګ لپاره نوی منشور جوړوو چې هر پښتون پکې ځان وویني

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې خپل غورځنګ کې د بدلون راوستو او د چارو د لا سمون او پرمختګ لپاره پر نوي منشور کار کوي. منظور پښتین له مشال راډیو سره په خبرو کې وايي؛ داسې منشور جوړوي چې د پښتني ټولنې اړتیاوې ځواب کړي او د نورو قومونو د منشور کاپي نه وي.

هغه له مشال راډیو سره په تازه مرکه کې وايي، چې پښتون قام له پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې تمې لري او دوی پوهېږي، چې د دوی اوسنی منشور دومره نه دی، چې د "پښتانه وطن" د هر کلي ځوانان، مشران، خویندې، میندې پکې ځانونه وویني.

نوموړی وايي؛ د همدې لپاره یو روښان منشور او د پښتون قام له فطرت سره سم منشور جوړول غواړي، چې د کوم هېواد یا بل تنظیم کاپي به نه وي؛ خو دا هرڅه به د غورځنګ په مرکز کې پاس کېږي.

دی وايي، چې پر دې منشور یې کار پیل کړی دی او ان د غورځنګیانو د دندو نومونه یې هم پښتو غوره کړي دي.

نوموړی، چې لس ورځې وړاندې له زندانه خوشې شوی وايي؛ پر دې منشور او غورځنګ یې د زندان یوازیتوب ژوند کې غور کړی دی.

نوموړی پولیسو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۴مه له چمن پرلت په تربت کې بلوڅ پرلت ته پر لار کې ونیو او تور یې پرې ولګاوه چې له نوموړي سره بدرګه کسانو پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.

منظور پښتین دا تور ردوي او وايي، چې خبره سرچپه ده، پولیسو د نوموړي پر ګاډي ډزې کړې او زیانمن کړی دی.

ښاغلی پښتین په اټک جېل کې له نږدې دوه میاشتې زندان تېرولو لس ورځې مخکې خوشی شو او له هغه راهیسې د پاکستان مختلفو سیمو کې د غورځنګ پر غړو ګرځي او نویو چارو ته یې منظموي.

د نقیب مسید وژنه او غورځنګ جوړېدل

منظور پښتین پر ۲۰۱۴ کال د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پر یوه کور د پاکستاني پوځ د بمبار او د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

نوموړي تر دې وروسته په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د ځايي پښتنو د ځورولو په اعتراض کې مسید ژغورنې غورځنګ جوړ کړ.

د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په کراچۍ کې د نقیب مسید تر وژل کېدو وروسته نوموړي خپل اعتراض تر اسلام اباد ورساوه، چې د پاکستان له مختلفو سیمو پر پښتنو سربېره نورو قامونو هم پکې ګډون وکړ.

منظور پښتین د اسلام اباد ۱۱ ورځني پرلت پر مهال د مسید ژغورنې غورځنګ پر پښتون ژغورنې غورځنګ بدل کړ او له هغه راهیسې په پاکستان کې د پښتنو پر حقونو سربېره د بلوڅانو او نورو لږکیو لپاره هم غږ پورته کوي.

پيپلز ګوند او مسلم ليگ نواز ډله د ګډ حکومت جوړولو لپاره «وروستي پړاو ته رسيدلي دي»

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د پاکستانو رسنیو د راپورونو له مخې، د مسلم ليګ ن یا نواز او پيپلز ګوندونو تر منځ د حکومت جوړولو په اړه مثبت پرمختګ شوی. جیو نیوز نن د ځینې سرچینو په حواله لیکلي، پيپلز او مسلم ليګ نواز ګوندونه په پاکستان کې د اقتصادي او سياسي کړکېچ د له منځه وړلو په موخه «هوکړې ته رسیدلي دي.»

د دغو راپورونو پراساس، د پاکستان ولسمشرۍ او د ملي اسمبلۍ ریاست به پیپلز ګوند ته ورکول کېږي او د مشرانو جرګې د رییس او صوبو د اعلی وزیرانو په اړه به وروسته پرېکړه وشي.
جیو نیوز همداراز د سرچینو په حواله زیاته کړې، چې په بلوچستان کې به پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) ګډ حکومت جوړوي او سر وزیر به پکې د پيپلز ګوند له خوا وي.
اخوا، پيپلز ګوند به په پنجاب کې هم د مسلم لیګ ن په کابينه کې برخه ولري.
د اټکلونو له مخې، پيپلز ګوند به په پنجاب صوبه کې دوه يا درې وزارتونه ترلاسه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دې ټاکنو کې تر نورو ګوندونو مخکې او ۹۲ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي.

په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت جوړولو هڅه پیل کړې ده.



پاکستانۍ رسنۍ: په خیبرپښتونخوا او وزیرستان کې پاکستاني پوځ نهه وسله وال وژلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ د پوځ د رسنیز دفتر د خپرپاڼې په حواله لیکلي چې د دغه هيواد پوځ په خيبرپښتونخوا او وزیرستان کې په دوو جلا پېښو کې نهه وسله وال وژلي او په جګړه کې یې یو عسکر هم وژل شوی. د پوځ د خبرپاڼې له مخې په تېرو دوو ورځو کې یې د عملیاتو پر مهال دغه وسله وال وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د معلوماتو له مخې د سوېلي وزیرستان په واڼه کې یې د عملیاتو پر مهال اووه وسله وال وژلي او له دوی څخه یې یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د معلوماتو له مخې د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې یې هم د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دوه وسله وال وژلي چې د خبرپاڼې په ټکو په ډیرو امنیتي پېښو کې یې لاس لرل.

د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د دوی یو عسکر هم وژل شوی، خو دا یې نه دي ويلي چې په کومه سیمه کې وژل شوی.

د پوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په سوېلې وزیرستان واڼه کې د اوو تنو وسله والو په منځ کې پنځه وسله وال یې د افغانستان وګړي و، هغه دعوه چې کابل کې طالبانو تل رد کړې ده.

تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او زیانونو په اړه پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ويلي.

بلوچستان کې څلورو سیاسي ګوندونو په ګډه د بلوچستان او سند ترمنځ لارې د اعتراض په‌ ډول تړلې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۰

د بلوچستان ځايي خبریالان وايي، په دغه ایالت کې ځايي څلورو سیاسي ګوندونو د فبرورۍ په اتمه په ټاکنو کې د درغلیو او لاسوهنو په اعتراض کې د بلوچستان او سند ایالتونو ترمنځ لویې لارې د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه ځايي خبریالانو د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۲۹مه) راپور ورکړی چې په یاد ایالت کې څلورو ځايي سیاسي ګوندونو په ګډه د بلوچ‍ستان او سند ایالتونو تر منځ عمومي سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

د دوی ځايي سیاسي ګوندونو دغه سړکونه د فبرورۍ په اتمه په ټاکنو کې د پراخو درغیلو او لاسوهونو په اعتراض کې بند کړي دي.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې د یکشنبې له سهار راهیسې د کراچۍ، کویټې او کویټې ـ چمن تر منځ سلګونه باروړونکي او مساپر وړونکي موټرونه درول شوي او د اعتراض کوونکو له لوري د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

بل خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅګزي وايي، په بلوچستان ایالت کې یې ټولو امنیتي ادارو ته امر کړی چې د مساپرو د تګ راتګ په لارو کې ټول خنډونه له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ټولټاکنو کې د درغیلو د ادعا په اعتراض د کویټې او چمن په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه او پرلتونه دوام لري.

په نږدې راتلونکي کې به د هنګري پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد پارلمان به په راتلونکې اونۍ کې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.

اوربان وايي: "دا ښه خبر دی چې له سویډن سره به زموږ شخړه ژر حل شي.»
سویډن نږدې دوه کاله مخکې د ناټو د غړیتوب غوښتنه کړې وه.

هنګري د ناټو یوازینی غړی دی چې تر اوسه یې د سویډن غوښتنه نه ده تصویب کړې. دې ځنډ د هنګري او متحده ایالاتو په اړیکو سیوری اچولی او د هنګري د متحدینو اندیښنې یې راپارولي دي.

د هنګري پارلمان به د فبرورۍ په ۲۶مه په دې اړه غونډه وکړي.

د اوربان په وینا، هغه او د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د بیا رغولو لپاره ګامونه پورته کړي دي. نوموړي د دغو ګامونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.