• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ رسنۍ: په خیبرپښتونخوا او وزیرستان کې پاکستاني پوځ نهه وسله وال وژلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ د پوځ د رسنیز دفتر د خپرپاڼې په حواله لیکلي چې د دغه هيواد پوځ په خيبرپښتونخوا او وزیرستان کې په دوو جلا پېښو کې نهه وسله وال وژلي او په جګړه کې یې یو عسکر هم وژل شوی. د پوځ د خبرپاڼې له مخې په تېرو دوو ورځو کې یې د عملیاتو پر مهال دغه وسله وال وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د معلوماتو له مخې د سوېلي وزیرستان په واڼه کې یې د عملیاتو پر مهال اووه وسله وال وژلي او له دوی څخه یې یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د معلوماتو له مخې د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې یې هم د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دوه وسله وال وژلي چې د خبرپاڼې په ټکو په ډیرو امنیتي پېښو کې یې لاس لرل.

د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د دوی یو عسکر هم وژل شوی، خو دا یې نه دي ويلي چې په کومه سیمه کې وژل شوی.

د پوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په سوېلې وزیرستان واڼه کې د اوو تنو وسله والو په منځ کې پنځه وسله وال یې د افغانستان وګړي و، هغه دعوه چې کابل کې طالبانو تل رد کړې ده.

تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او زیانونو په اړه پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ويلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې څلورو سیاسي ګوندونو په ګډه د بلوچستان او سند ترمنځ لارې د اعتراض په‌ ډول تړلې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۰

د بلوچستان ځايي خبریالان وايي، په دغه ایالت کې ځايي څلورو سیاسي ګوندونو د فبرورۍ په اتمه په ټاکنو کې د درغلیو او لاسوهنو په اعتراض کې د بلوچستان او سند ایالتونو ترمنځ لویې لارې د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه ځايي خبریالانو د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۲۹مه) راپور ورکړی چې په یاد ایالت کې څلورو ځايي سیاسي ګوندونو په ګډه د بلوچ‍ستان او سند ایالتونو تر منځ عمومي سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

د دوی ځايي سیاسي ګوندونو دغه سړکونه د فبرورۍ په اتمه په ټاکنو کې د پراخو درغیلو او لاسوهونو په اعتراض کې بند کړي دي.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې د یکشنبې له سهار راهیسې د کراچۍ، کویټې او کویټې ـ چمن تر منځ سلګونه باروړونکي او مساپر وړونکي موټرونه درول شوي او د اعتراض کوونکو له لوري د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

بل خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅګزي وايي، په بلوچستان ایالت کې یې ټولو امنیتي ادارو ته امر کړی چې د مساپرو د تګ راتګ په لارو کې ټول خنډونه له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ټولټاکنو کې د درغیلو د ادعا په اعتراض د کویټې او چمن په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه او پرلتونه دوام لري.

د طالبانو کډوالو وزارت: له سلو ډير افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د شنبې په ورځ د (سلواغې۲۸مه) له پاکستانه ۲۵ کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي. ویل کیږي، چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو په شمېر د پخوا پرتله کموالی راغلی خو دا لړۍ لا هم روانه ده.

دغه وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې، ۲۵ کورنۍ چې غړو شمیر یې ۱۳۶ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستانه د تورخم له لارې هیواد راستنې شوې.

همدارنګه یاد وزارت ویلي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.

تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې خبر ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۴مې تېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۹۴۶۴ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

له بل پلوه د فبرورۍ په ۱۳مې نیټې د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه راستانه شي چې ۹۸ سلنې سره به یې مرستې وشي.

اوچا وایي، چې دا مهال شاوخوا ۶.۳ مېلیونه کسان په هرو اوو افغانانو کې یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کېدو سره مخ دي، چې ډېرو یې د یوې لسیزې په اوږدو کې خپل کورونه پرېښي دي. دا په سوېلي اسیا کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو تر ټولو لوی شمېر او په ټوله نړۍ کې دویم لوی شمېر دی.

په نږدې راتلونکي کې به د هنګري پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د شنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد پارلمان به په راتلونکې اونۍ کې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.

اوربان وايي: "دا ښه خبر دی چې له سویډن سره به زموږ شخړه ژر حل شي.»
سویډن نږدې دوه کاله مخکې د ناټو د غړیتوب غوښتنه کړې وه.

هنګري د ناټو یوازینی غړی دی چې تر اوسه یې د سویډن غوښتنه نه ده تصویب کړې. دې ځنډ د هنګري او متحده ایالاتو په اړیکو سیوری اچولی او د هنګري د متحدینو اندیښنې یې راپارولي دي.

د هنګري پارلمان به د فبرورۍ په ۲۶مه په دې اړه غونډه وکړي.

د اوربان په وینا، هغه او د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د بیا رغولو لپاره ګامونه پورته کړي دي. نوموړي د دغو ګامونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د هلمند سیند د اوبو کمېسیون غونډه بې پایلې پای ته رسیدلې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۰

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان ایالت کې د هلمند سیند د اوبو د کمیسیون ۲۷مه ناسته بې پایلې پای ته ورسېدلې ده. د ایرنا د راپور له مخې، په دغه ناسته کې د ایران استازیو د هلمند په سیند کې د بندونو د جوړولو په شمول د خنډونو په لرې کولو ټینګار کړی.

دغه ناسته د ایران او طالبانو د استازو په ګډون د سلواغې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په زابل ښار کې جوړه شوې وه.

ایرنا خبری اژانس د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ د وزارت په حواله لیکلي، چې دغه غونډه د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د سیند د تړون د پلي کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ایران د انرژۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت استازو په دې ناسته کې د طالبانو استازو ته په وروستیو کلونو کې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د نه رسیدو په اړه مفصل راپور وړاندې کړی دی.

د ایران استازو د دغه سیند په اوږدو کې د شته تخنیکي ستونزو او موانعو پر لرې کولو ټینګار کړی چې د ایران د اوبو د حق مخه یې نیولې. دغو چارواکو، د افغانستان له خوا د جوړو شوو بندونو او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پر لرې کولو ټینګار کړی.

د دغه راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بللی خو دغه دلیل د ایراني استازو له خوا ننګول شوی دی.

په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق موضوع د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ یوه جنجالي مساله ده. ایران وايي، چې د هلمند له سیند نه یې د اوبو حق نه ورکول کیږي، خو طالبان د دغه کار دلیل په افغانستان کې وچکالۍ پورې تړلی دی.‌

تر دې مخکې یو ایراني پلاوي د هلمند له سیند څخه لیدنه کړې وه او د اسلامي جمهوریت چارواکو هم وچکالي او په هلمند سیند کې د اوبو کمښت موضوع تایید کړې وه. خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.

ایران خپل نوي توغندي او هوايي دفاعي سیسټمونه پرانیستل

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د ایران د دفاع وزارت د شنبې په ورځ د بالستیک توغندیو ضد توغندیز سیسټم او د ټیټې ارتفاع هوايي دفاعي سیسټم پرانسته وکړه. ایرنا خبری اژانس وایي، چې دغه نوی هوايي دفاعي سیسټمونه به د ایران دفاعی ځواک د پام وړ ډیر کړی.

دغه توغندیز سیسټمونه چې په ارمان توغندیو او د اذرخش هوايي دفاعي سیسټم نومول شوي، د پرانېستې مراسو کې یې د ایران د دفاع د وزیر جنرال محمد رضا قرايي هم ګډون کړی و.

د ایرنا د راپور له مخې د ارمان توغندي سیسټم کولای شي چې په یو وخت کې له ۱۲۰ تر ۱۸۰ کیلومتره واټن کې شپږ هدفونه په نښه کړی.

په ورته وخت کې د اذرخش هوايي دفاعي سیستم کولای شي چې تر ۵۰ کیلومتره واټن پورې څلور توغندي په هم‌مهاله توګه کشف او له منځه یوسي.

ایران په داسې حال کې د خپلو نویو توغندیو او دفاعي لاسته راوړني نندارې ته وړاندي کوي، چې په سیمه کې کړکېچونه ډېر شوي دي.

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه حوثي ډله په دوامداره توګه له غزې سره د پیوستون د ښودلو په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا، بریتانیا او اسراییلو پر بیړیو بریدونه کوي.

د دغو بریدونو په ځواب کې امریکا او بریتانیا په یمن کې دننه د حوثي جنګیالیوو مرکزونونه په نښه کړي او په سوریه او عراق کې یې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر مرکزونو بمباري کړې دي.