• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: د معافیت فرهنګ چې د طالبانو سرغړونې یې ممکنې کړي باید له منځه لاړ شي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۰

په قطر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونوله خوا د رابلل شوې غونډې په درشل کې د بښنې نړۍوال سازمان مشر د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

دیپروسا موچینا ویلي: "د دوحې غونډه د ټولو افغانانو او په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د یوه متحد او ګډ اقدام د ترسره کولو یو مهم فرصت دی. د معافیت فرهنګ چې د طالبانو روانې بشري سرغړونې یې ممکنې کړي باید په سمدستي توګه پای ته ورسیږي."

دغه دوه ورځنۍ غونډه په نېږدې یو کال کې په قطر کې د افغانستان په اړه دویمه جوړېدونکې ناسته ده، سره له دې چې لومړنۍ ناستې ته طالبان نه وو وربلل شوي؛ خو د دې ناستې اجڼډا تر ډېره د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره پر نړۍوالو اړیکو راټوله ده.

د بښنې نړۍوال سازمان مشر وايي: "طالبانو د افغانستان د حاکمانو په توګه، د نړۍوالو قوانینو په اړه د دغه هېواد مکلفیتونه له پامه غورځولي او په هېواد کې يې د بيان ازادي، د سوله ییزو غونډو حق او عدالت ته لاسرسی سخت محدود کړی دی."

هغه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي توپیري چلند غندلي او اندېښنه یې ښودلې، چې طالبان غواړي چې د مېرمنو او نجونو حضور په عام ژوند کې له منځه یوسي.

هغه زیاته کړې:"د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو توپیریز محدودیتونه، چې ښکاره موخه یې په عام ژوند کې د ښځو د حضور ختمول دي، په وروستیو میاشتو کې ډېر شوي دي."

ښاغلي موچينا زیاته کړې: "نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت ته په کتو نه شي کولی، چې د معمول په توګه افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي."

نوموړی وايي: "په دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي او ټول ځانګړي استازي چې په دې ناسته کې له سیمې او نورو هېوادونو څخه ګډون کوي باید ټینګار وکړي، چې طالبان سمدستي ټول هغه بندیزونه لرې کړي، چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې دوی په خپل سر نیولي او بندي کړي یې دي."

د بښنې نړۍوال سازمان د نهو نورو سازمانونو په ګډون، د فېبرورۍ په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته یو لیک استولی و او له هغه څخه یې غوښتي وو، چې د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون د افغان مدني ټولنې فعال ګډون یقیني کړي. په ټولو بحثونو کې د ښځو د حقونو پر مرکزي موضوع تمرکز وکړئ.

د طالبانو ډلې د واک د تر لاسه کولو راهیسې د مېرمنو د حقونو په اړه د خپلو کړو ژمنو خلاف، په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو ښځې او نجونې د کار کولو له حقه محرومې کړي او له شپږم ټولګي پورته یې زده کړو ته نه پرېږدي، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو تر منځ لویې اندېښنې راپورته کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

چین جوړې الوتکې خپله لومړنۍ نړۍواله الوتنه کې تر سینګاپور وکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د چین کورني شرکت کومک جوړه کړې الوتکه نن له دغه هېواد څخه بهر خپله لومړنۍ نړۍواله الوتنه کې تر سینګاپور ورسېده. چین د هوايي سپرلۍ نړۍوال بازار کې د غرب د ایرباس او بویینګ شرکتونو د نفوذ کمولو لپاره د الوتکو جوړولو برخه کې لویه پانګونه کړې ده.

چین سږ کال د کومک جوړې سي ۹۱۹ الوتکې او په کور او بهر د دغه تولیدي هوايي شرکت د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې دي.

د کومک جوړه سي ۹۱۹ الوتکه یوازې خپل هېواد کې د الوت سند لري او تېر کال یې لومړنۍ الوتنه پیل کړه.

ایرباس او بویینګ چې نړۍوال بازار ته د نوي تولید وړاندې کولو او هوايي تقاضا د پوره کولو هڅې کوي، اوس به ولیدل شي چې په هوايي صنعت کې کومک د دوی بدیل کېدلی نه شي که نه.

کومک غواړي د سي ۹۱۹ الوتکې د تولید وړتیا زیاتولو لپاره لسګونه میلیارده ین په راتلونکو درېیو کلونو کې مصرف کړي.

د چین هوايي چلن چارواکو تېره میاشت وویل، سږ کال به د سي ۹۱۹ الوتکې لپاره د اروپايي ټولنې د هوايي چلن خوندیتوب ادارې په باورلیک پسې وګرځي.

چینايي چارواکو د دې ادارې د باورلیک تر لاسه کولو لپاره په ۲۰۱۸ کال کې هڅې پیل کړې دي.

طالبان: له ایران څخه تر يو نيم میلیون ټن زيات توکي د فراه له لارې افغانستان ته وارد شوي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۰

په فراه کې د شېخ ابو نصر فراهي بندر د طالبانو د کمېسارۍ مسوولين وايي، چې له ایران سره يې اړيکې ښې دي او تر دې مهاله یو میليون او ۶۰۰ سوه زره ټنه بېلابېل مواد هېواد ته وارد شوي دي. د دې بندر اداري مرستیال وايي، چې له افغانستانه څخه هم ایران ته ۳۸۰ ټنه بېلابيل توکې صادر شوي دي.

د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر د طالبانو د کمېسارۍ اداري مرستیال محمد عالم افګار د یکشنبې په ورځ په يوه ويډيويي مرکه کې ويلي، چې د ایران هېواد سره يې پر پوله د سوداګرۍ او تګ راتګ په برخه کې اړېکې ښې دي.

نوموړي زياتوي، چې له ایران څخه يې په زيات شمېر د سون توکي، خوراکي او غيري خوراکي موادو په برخه کې د صادراتو او وارداتو کچه هم لوړه شوې.

د هغه په خبره: « پر بندر د تګ راتګ او ترانزيټ پر دروازو ۱ ميلیون ۶ سوه زره ټنه مواد له ایران څخه راغلي دي، له افغانستان څخه هم ۳۸۰ ټنه مواد صادر شوي دي.»

افګار دا ونه ويل، چې د صادراتو او وارداتو دغه شمېر په څومره وخت کې لوړ شوی دی.

د نوموړي په خبره، چې د ایران پولې ته نږدې شاوخوا ۴ نيم زره کسان په کار بوخت دي.

افګار وايي؛ د صادراتو پر مهال يې يو شمېر کسان هم د لرغونو اثارو د قاچاق په تور نيولي او په جدي توګه د قاچاق مخه نيسي.

نوموړي په دې اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.

طالبان وايي؛ د ایران سره تر ټولو مصروفه او د ګڼې ګونې لومړۍ دروازه په هرات، دویمه په نيمروز ولایت هم لري، چې په زیات شمېر کسان تګ راتګ او کاروبار پرې کوي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ایران او طالبانو اړيکې اوس مهال تر بل هر وخت مناسبي ښکاري، ځکه په ډېرو سياسي، فرهنګي او سوداګريزو ناستو کې دواړه يو بل ته بلنې ورکوي.

د اوکراین او روسیې جګړه؛ روسیې له اوکراین څخه د اودیوکا ښار نیولي دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۰

روسیې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د اوکرایني ځواکونو له وتلو وروسته یې د دغه هېواد د اودیوکا ښار تر بشپړ کنټرول لاندې راوستی؛ خو لا هم ځینې اوکراینې سرتېري له یوې خورا سختې جګړې وروسته د شوروي وخت د کوک په یوه لویه فابریکه کې بند پاتې دي.

د اودیوکا ښار سقوط د ۲۰۲۳ کال په می میاشتې د بخموت ښار له نیولو راهیسې د اوکراین سره په دوه کلنه جګړه د روسیې لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د ۱۰۰۰ کیلومتره لومړۍ کرښې په دې برخه کې ۸.۶ کیلومتره پرمختګ کړی او دا چې روسي سرتېري په اودیوکا ښار کې تر یوې ویجاړونکې جګړې وروسته مخ په وړاندې روان دي.

د دغه جګړې په پایله د اودیوکا ښار نږدې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او خلک ترې وتلي دي.

اوکراین ویلي، چې له څو میاشتو سختو جګړو وروسته یې خپل پوځیان د بشپړې کلابندۍ څخه د ژغورنې په موخه له دغه ښاره ویستلي دي.

پوتین بیا د اودیوکا سقوط یوه مهمه بریا بللې او د روسیې سرتېرو ته یې مبارکي ویلې.

د اوکراین د پوځ مشر د شنبې په ورځ اعلان کړی و، چې ځواکونه یې د دغه هېواد له ختیځ ښار اودیوکا څخه وتلي دي.
اوکرایني پوځ داسې مهال له دغه ښاره وتلي، چې کیف د وسلو او مهماتو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

ننګرهار کې دوو ځوانانو بهر ته د تلو لپاره له خپل کور څخه ۶۹ زره ډالر غلا کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې هغه دوه کسان یې نيولي، چې له خپل کور څخه یې ۶۹ زره ډالر او ۳ لکه افغانۍ غلا کړې وې او غوښتل يې چې له هېواده بهر لاړ شي.

د ننګرهار د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بصير زابلي نن یکشنبه په يوې خبرپاڼه کې ليکي، چې هغه دوه ځوانان او غلا شوي پيسې يې تر نيولو وروسته خپلي کورنۍ ته سپارلي، چې غوښتل یې بهر ته ولاړ شي.

زابلی وايي نيول شوي کسان دواړه ځوانان دي، چې ۱۵ او ۱۶ کلونه عمرونه لري.

د هغه د معلوماتو له مخي، چې دغه ځوانان د تره زامن دي او د يوه پلان له مخې يې پيسې له کور څخه غلا کړي او له هېواده یې د تېښتې هڅه کوله.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د اقتصادي ستونزو او پر ځوانانو د بېلابيلو ټولنيزو بنديزونو د زياتېدو له کبله ډېری ځوانان بهر ته د تلو هڅې کوي.

لويه برخه افغان ځوانان پر خطرناکو او قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځانونه رسوي.

منظور پښتین: د غورځنګ لپاره نوی منشور جوړوو چې هر پښتون پکې ځان وویني

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې خپل غورځنګ کې د بدلون راوستو او د چارو د لا سمون او پرمختګ لپاره پر نوي منشور کار کوي. منظور پښتین له مشال راډیو سره په خبرو کې وايي؛ داسې منشور جوړوي چې د پښتني ټولنې اړتیاوې ځواب کړي او د نورو قومونو د منشور کاپي نه وي.

هغه له مشال راډیو سره په تازه مرکه کې وايي، چې پښتون قام له پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې تمې لري او دوی پوهېږي، چې د دوی اوسنی منشور دومره نه دی، چې د "پښتانه وطن" د هر کلي ځوانان، مشران، خویندې، میندې پکې ځانونه وویني.

نوموړی وايي؛ د همدې لپاره یو روښان منشور او د پښتون قام له فطرت سره سم منشور جوړول غواړي، چې د کوم هېواد یا بل تنظیم کاپي به نه وي؛ خو دا هرڅه به د غورځنګ په مرکز کې پاس کېږي.

دی وايي، چې پر دې منشور یې کار پیل کړی دی او ان د غورځنګیانو د دندو نومونه یې هم پښتو غوره کړي دي.

نوموړی، چې لس ورځې وړاندې له زندانه خوشې شوی وايي؛ پر دې منشور او غورځنګ یې د زندان یوازیتوب ژوند کې غور کړی دی.

نوموړی پولیسو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۴مه له چمن پرلت په تربت کې بلوڅ پرلت ته پر لار کې ونیو او تور یې پرې ولګاوه چې له نوموړي سره بدرګه کسانو پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.

منظور پښتین دا تور ردوي او وايي، چې خبره سرچپه ده، پولیسو د نوموړي پر ګاډي ډزې کړې او زیانمن کړی دی.

ښاغلی پښتین په اټک جېل کې له نږدې دوه میاشتې زندان تېرولو لس ورځې مخکې خوشی شو او له هغه راهیسې د پاکستان مختلفو سیمو کې د غورځنګ پر غړو ګرځي او نویو چارو ته یې منظموي.

د نقیب مسید وژنه او غورځنګ جوړېدل

منظور پښتین پر ۲۰۱۴ کال د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پر یوه کور د پاکستاني پوځ د بمبار او د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

نوموړي تر دې وروسته په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د ځايي پښتنو د ځورولو په اعتراض کې مسید ژغورنې غورځنګ جوړ کړ.

د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په کراچۍ کې د نقیب مسید تر وژل کېدو وروسته نوموړي خپل اعتراض تر اسلام اباد ورساوه، چې د پاکستان له مختلفو سیمو پر پښتنو سربېره نورو قامونو هم پکې ګډون وکړ.

منظور پښتین د اسلام اباد ۱۱ ورځني پرلت پر مهال د مسید ژغورنې غورځنګ پر پښتون ژغورنې غورځنګ بدل کړ او له هغه راهیسې په پاکستان کې د پښتنو پر حقونو سربېره د بلوڅانو او نورو لږکیو لپاره هم غږ پورته کوي.