ننګرهار کې دوو ځوانانو بهر ته د تلو لپاره له خپل کور څخه ۶۹ زره ډالر غلا کړي

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې هغه دوه کسان یې نيولي، چې له خپل کور څخه یې ۶۹ زره ډالر او ۳ لکه افغانۍ غلا کړې وې او غوښتل يې چې له هېواده بهر لاړ شي.

د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې هغه دوه کسان یې نيولي، چې له خپل کور څخه یې ۶۹ زره ډالر او ۳ لکه افغانۍ غلا کړې وې او غوښتل يې چې له هېواده بهر لاړ شي.
د ننګرهار د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بصير زابلي نن یکشنبه په يوې خبرپاڼه کې ليکي، چې هغه دوه ځوانان او غلا شوي پيسې يې تر نيولو وروسته خپلي کورنۍ ته سپارلي، چې غوښتل یې بهر ته ولاړ شي.
زابلی وايي نيول شوي کسان دواړه ځوانان دي، چې ۱۵ او ۱۶ کلونه عمرونه لري.
د هغه د معلوماتو له مخي، چې دغه ځوانان د تره زامن دي او د يوه پلان له مخې يې پيسې له کور څخه غلا کړي او له هېواده یې د تېښتې هڅه کوله.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د اقتصادي ستونزو او پر ځوانانو د بېلابيلو ټولنيزو بنديزونو د زياتېدو له کبله ډېری ځوانان بهر ته د تلو هڅې کوي.
لويه برخه افغان ځوانان پر خطرناکو او قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځانونه رسوي.


د افغانستان د اساسي قانون د متخصصې ډلې په نوم په جنیوا کې د افغان وکیلانو یوې ټولنې د افغانستان لپاره د یوه جامع اساسي قانون غوښتنه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا لري او باید د یوې رڼې، هر اړخیزې او ډیموکراتیکې پروسې له لارې ترتیب او تصویب شي.
دې ډلې نن په خپل اېکس اکاونټ کې په یوه بیان کې یادونه وکړه چې "بین المللي نظام ته د افغانستان د راستنیدو لپاره د لارې نقشه" د دوحې غونډې یوه له مهمو مسلو څخه ده.
د دغې ډلې په بیانیه کښې ټینګار شوی دی: «په ټول شموله بهیر کې د هراړخیز اساسي قانون طرحه او د افغانانو د ملي خبرو اترو څخه رامنځته کېدل د دغې لارنقشې له مهمو محورونو څخه دي.»
د افغانستان د اساسي قانون د حقونو ځانګړې ډلې زیاته کړه، چې اوس مهال د اساسي قانون په خلا کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه څنډې ته شوي او تر پښو لاندې شوي دي.
طالب چارواکو تر اوسه د افغانستان د اساسي قانون په اړه متضادط څرګندونې کړي دي. په ۱۴۰۱ کې، د امریکا د NPR راډیو سره په مرکه کې، د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب وویل چې په افغانستان کې د اساسي قانون مسودې ته "اړتیا" ده.
هغه په دې مرکه کې چې په کندهار کې د خپل پلار په کور کې ترسره شوه، په دې اړه چې طالبان څه ډول حکومت غواړي وویل: "تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې."
په همدې کال کې د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه لري او دا چې د هېواد د خلکو ستونزې به د حنفي فقهې پر بنسټ حل کېږي.
د افغانستان د اساسي قانون د حقونو ځانګړې ډلې ویلي چې باید نوی اساسي قانون جوړ شي او ټینګار یې کړی چې هر اساسي قانون باید ټول معتبر ملي او نړیوال ارزښتونه منعکس کړي.
دغې ډلې په خپله اعلامیه کې وړاندیز کړی چې د ژوند له بېلابېلو څانګو افغانان دې د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د ایران استازی وايي، د ملګرو ملتونو په نوښت د دغه هېواد لپاره د دوحې ناسته کې پر دریو مسلو تمرکز کېږي. ښاغلی قمي وايي، د افغانستان لومړیتوبونه په نظر کې نیول او د افغانستان، ګاونډیانو، سیمې او نړیوال چاپېریال روا او متقابلو ګټو پر بنسټ پرېکړې کول پکې شامل دي.
د نوموړي په خبره، دریم هم د هر اړخیزو خو له تحمیلي یا تپلو مشورو پرته د نړیوالو بهیرونو لپاره ټولیز تصمیم نیول دي.
د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې دوه ورځنۍ ناسته نن ځايی وخت شپږ بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې پیلېږي.
ملګرو ملتونو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ور کړې وه، خو دا ډله وايي، چې د دوی شرطونه نه دي منل شوي، ځکه «بې ګټې» ګډون نه کوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو ته یې ویلي و، چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.
طالبان په خپله اعلامیه کې وایي، دا غونډه د دوی او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو او ستونزو د حل لپاره ښه فرصت و.

د ایران ځانګړي استازي د دوحې د غونډې د لومړۍ ورځې له رسمي پیل مخکې وویل، چې د پاکستان، روسیې او چین له استازو سره یې «مهمه ناسته» کړې ده. حسن کاظمي قمي ویلي، د دغو څلورو هېوادونو استازو د دوحې له غونډې مخکې، د طالبانو په کوربه توب کابل کې د غونډې وضعیت «بيا کتنه» وکړه.
هغه زیاته کړه د افغانستان خلک، ټولیز امنیت او یوه داسې پروسه، چې د امنیت او ثبات او د خلکو هوساینې تضمین کولای شي د دغو څلورو هېوادونو ګډه مسله ده.
د دې ناستې د جزییاتو په اړه لا نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
ایران، روسیه او چین د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره موافق نه دي.
پاکستان لا هم په دې اړه واضح دریځ نه لري.
طالبانو تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو له خوا د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی
کاظمي قمي هم د «سیمه ییزو اړیکو کمیټه» یوه مهمه او موثره پروسه ګڼلې ده.
د سیمه ییزو اړیکو کمېټه یا تماس ډله د تهران په وړاندیز جوړه شوې او په همدې چوکاټ کې طالبانو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه توب وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال په شمال کې امنیتي مسوولینو ته ویلي، چې والیان د دې ډلې د مشر استازي دي او باید خپلې پرېکړې او مشورې دې ور سره شریکې کړي. صدر ابراهیم دا خبره پرون د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال د امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې کړې ده.
د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د صدر ابراهیم په مشرۍ له کابل د ورغلي پلاوي د شمال زون په کچه د ولایتونو واليانو، د والیانو مرستیالانو، قومندانانو، د استخباراتو رییسانو، د علماوو شورا رییسانو او د لیواوو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
حاجي زاید پرون په خپل اېکس کې د صدر ابراهیم په حواله زیاته کړې چې دې ناستې سره غواړي د بلخ، سرپل، سمنګان، فاریاب او جوزجان ولایتونو د طالبانو د نظامي مسوولینو او دولتي ادارو ترمنځه هماهنګي زیاته شي.
صدر ابراهیم په خبرو کې ټینګار کړی چې د ولایتونو واليان د ملا هبت الله له لوري نماینده ګان رالیږل شوي او هره برخه کې مشورې او پرېکړې باید له دوی سره شریکې شي.
صدر ابراهیم تاکید کړی، چې امنیت ته پوره پام وشي او هر مسول کس خپلو دندوه توجو ولري.
دغه لوړ رتبه طالب چارواکي خپلو مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده، چې د ټولو ادارو چارې به دوی ۲۴ ساعته څاري او هیڅ ارګان د قانون او شریعت خلاف کار نشي کولی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ټولیز امنیت تړون سازمان به سږ کال د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د امنیت د ټینګولو پلان تصویب کړي. سراج الدین مهرالدین وویل: «موږ په ګډه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو لپاره اقدامات کولی شو.»
د تاس خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي د دغه پلان جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل: «افغانستان ته څېرمه د یوه امنیتي کمربند د جوړولو لپاره د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان نوښت، چې هغه یې په نړیوالو فورمونو کې وړاندیز کړی دی، نه یوازې دا چې په افغانستان کې د کلابندۍ د جوړولو لپاره دی، بلکې، دا د دواړو خواوو د شرایطو د رامنځته کولو لپاره چمتو شوی.»
امام علي رحمان د ۱۴۰۱ کال د تلې په میاشت کې د ګډ امنیتي تړون د سازمان په فوق العاده غونډه کې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو طرحه وړاندې کړه.
ښاغلي رحمان داسې مهال خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتوالی مستقیماً د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د غړو هېوادونو پر امنیت اغېز کوي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف او د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف دوه ورځې وړاندې په بشکیک کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې اوس هم په افغانستان کې شل نړیوالې ترهګرې ډلې فعالې دي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې رد کړې.