په باب المندب تنګي کې د برېتانیې په راجسټر شوې بار وړونکې کښتۍ برید شوی دی

رویټرز راپور ورکړی چې په باب المندب تنګي کې د برېتانیې په راجسټر شوې بار وړونکې کښتۍ برید شوی. د برېتانیې د سوداگرۍ لېږدونې ادارې اعلان کړی، چې کښتۍ ته څېرمه دوه چاودنې شوې او هغې ته یې زیان اړولی، خو د کښتۍ عملې ته زیان نه دی رسېدلی.