شهرزاد اکبر: طالبان د مدني ټولنې له پنځو غړو سره د مخامخ کېدو جرائت نه لري

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وایي، چې د دوحې په ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو شتون په دې معنا دی، چې نړۍ طالبان په رسمیت نه پېژني. د نوموړې په خبره؛ طالبان په کور دننه او بهر کې خلکو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه دي.