یونیسېف: په افغانستان کې تېره میاشت له ۱۶۰زرو څخه زیاتې د اې ار ای پېښې ثبتې شوې دي

یونیسېف په خپل تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې په ټول افغانستان کې له ۱۶۰،۰۰۰ څخه زیاتې د اې ار ای پېښې ثبت شوې وې، چې د تېر کال پرتله په سلو کې شپاړس زیاتې وې او تر ډېره د هوا د سړېدو او ککړتیا له امله وې.





