عوامي نشنل ګوند: د پاکستان پوځ په ټولټاکنو کې درغلي او لاسوهنه کړې ده

د خېبرپښتونخوا عوامي نشنل ګوند وايي، چې د فېبرورۍ په اتمه د پاکستان په عمومي ټاکنو کې په پراخ ډول درغلۍ شوې دي. د دغه ګوند مشر اېمل ولې خان ویلي، چې د پاکستان پوځ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.