د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناسته ماته خوړلې بولي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د طالبانو او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته د افغانستان په اړه هر ډول اقدام له ناکامۍ سره مخ دی. ماریا زاخارووا په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته ماته خوړلې بللې ده، چې طالبانو پکې ګډون نه و کړی.