په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر وايي طالبان په مسوولیت منلو «نه پوهېږي»

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر وايي، د هلمند د اوبو د کمیسارانو په وروستۍ غونډه کې د طالبانو د تعامل څرنګوالي وښوده، چې دغه ډله د ژمنو او رسمي هوکړو د عملي کولو اراده نه لري. رضا بهرامي په اېکس کې لیکلي، چې طالبان په مسوولیت منلو «نه پوهېږي.





