• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ړندو کرېکټ لوبډلې هندۍ لوبډله ماته کړه

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د هند، پاکستان او سریلانکا د ړندو کرېکټ لوبډلو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې سیالې هندۍ لوبډلې ته ماته ور کړه. دا لوبلړۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه او تر راتلونکې یکشنبې به روانه وي. پاکستان د پچې ګټلو سره هند ته د توپ وهلو بلنه ور کړه.

هندۍ لوبډلې په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان سره ۲۱۲ مندې جوړې کړې، خو پاکستانۍ لوبډلې د شلم اور په دویم توپ سره دا هدف پوره کړ او پنځو ویکټو سره یې لوبه وګټله.

سریلانکا سبا په دې لوبلړۍ کې له هند سره لوبېږي او پاکستان هم د شنبې په ورځ له سریلانکا سره لوبه لري.

د دې لوبلړۍ دوه غوره لوبډلې به د فبروري پر ۲۵ یا راتلونکې یکشنبه خپل زور سره وازمويي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبډلې په درېیمې نړۍوالې شل اوریزې لوبې کې سرېلانکا ته د ۳ وېکټو په توپیر ماته ورکړه

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۰

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په درېیمه نړۍواله شل اوريزه لوبه کې د درېیو وېکټو په توپير سره د سرېلانکا ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او د نړۍوال شل اوریزو لوبو دې لړۍ ته یې د پای ټکې کېښود.

د لوبې په سر کې افغان لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او د ۵ لوبغاړو په زیان سره د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

سرېلانکا د ۶ وېکټو په زیان او ټولو اورونو په لوبولو سره ۲۰۶ منډې جوړې او لوبه یې وبایلله.

رحمان الله ګربز د لوبې غوره او وینندو هسرنگا د دې سیریز غوره لوبغاړي ونومول شول.

دغه لوبه د سرېلانکا په رنګېريدامبالا نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې د روانې لړۍ په ترڅ کې سرېلانکا ته درې یو ورځنۍ لوبې بایللې وې.

افغان لوبډلې د دې سیریز لومړۍ او دویمه لوبه سرېلانکا ته بایللې وه.

د سرېلانکا کرېکټ لوبډلې د ۷۲ منډو په توپير افغان لوبډلې ته ماته ورکړه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د افغانستان او سريلانکا کرېکټ لوبډلو تر منځ دویمه نړۍواله شل اوريزه لوبه هم سرېلانکا د ۷۲ منډو په توپير وګټله. د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه سرېلانکا لوبډلې د څلورو منډو په توپیر له افغانستانه ګټلې وه.

د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دويمې نړۍوالې شل اوريزې لوبې بچه افغان لوبډلې وګټله او سرېلانکا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سرېلانکا کرېکټ لوبډلې په شلو اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۸۸ منډې هدف وټاکه.

افغان توپ اچوونکو محمد نبي او عظمت الله عمرزي دوه - دوه سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۷ اورنو کې وسوځېدل او په ټولو يې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

سرېلانکا دغه لوبه د ۷۲ منډو په توپير وګټله.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبډلو تر منځ دغه شل اوریزه لوبې په رینګرې ډامبالا نړۍوال لوبغالي کې تر سره شوې.

افغان لوبډلې سرېلانکا ته د دغه سفر پرمهال یوه ټېسټ، درې پنځوس اورېزې او دوې شل اوریزه لوبې ترسره کړې، چې هېڅ سیالۍ ونه ګټله.

د افغانستان موټرسايکل ځغلونې لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د موټرسایکل ځغلونې فدراسيون مسولين وایي، چې ۱۸ کسيزه لوبډله يې د سياليو لپاره پاکستان ته روانه شوه. طالبانو په دې سياليو کې د افغان لوبډلې د بري هيلې ښودلې دي.

په افغانستان کې د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د موټر سايکل ځغلونې ۱۸ کسيزه غښتلې لوبډله يې ټاکلې او په پاکستان کې به په نړۍوالو سياليو کې برخه واخلي.

د موټرسایکال ځغلونې په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان برخه لري.

دغه سيالۍ به پنځه ورځي دوام وکړي.

د افغانستان د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ سيالۍ به د سې شنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښار کې د کراس او کوهستان په سبک کې پيل شي.

د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست؛ دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰زيات لوبغاړي لري.

افغانستان د سریلانکا په وړاندې د دویمې شل اوریزې لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبډلو تر منځ دویمه شل اوریزه لوبه نن شپږ بجې په رینګرې ډامبالا نړېوال لوبغالي کې ترسره کیږي. د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د سریلانکا لوبډلې د څلورو منډو په توپیر له افغانستانه ګټلې وه.

د افغانستان د کرېکټ ملې لوبدله د سریلانکا کرېکټ لوبډلې په وړاندې نن دوشنبه د (سلواغي ۳۰مه) د افغانستان په وخت شپږ بجې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي.

دوه ورځې وړاندې د لومړنۍ لوبې پر مهال افغانستان د لوبې پچه وګټله خو د سریلانکا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغان توپ اچونکو فضل الحق فاروقي او نوین الحق د ښه توپ اچونې په پایله کې د کوربه سریلانکا ټوله لوبډله د لوبې په ورستي اور کې وسوځوېدله او افغان لوبډلې ته یې ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.

خو افغان توپ وهونکو ونه شوای کولای چې د سریلانکا له لوري ورکړل شوی ۱۶۱ منډو هدف پوره کړي.

افغان لوبډلې د سریلانکا په دغه سفر کې چې تر دې مهاله یې یوه ټېسټ، درې پنځوس اوریزې او یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې هیڅ سیالۍ نه ده ګټلې.

پاکستان کرېکټ غوره ليګ: کوېټې کلېډيېټرز لوبډلې پېښور زلمو ته ماته ورکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ د نهم پړاو په پيل شويو سياليو په دویمه لوبه کې کوېټې کلېډيېټرز لوبډلې د ۱۶ منډو په توپير پېښور زلمو ته ماته ورکړه. د پاکستان غوره لیګ دغه ۲۰ اوره سيالۍ پرون شنبه پيل شوې.

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ (PSL) د نن یکشنبې د دویمې لوبې پچه پېښور زلمو لوبډلې وګټله او کوېټې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوېټه کلېډيېټرز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورنو کې سيالې لوبډلې ته ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.

د کوېټې په لوبډله کې جاسون روی په ۴۸ توپونو ۷۵ او سعود شکيل په ۴۷ توپونو باندي ۷۴ منډې او تر ټولو اوږده ملګرتيا یې وکړه.

د پېښور زلمو لوبډلې سلمان ارشاد تر نورو ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.

پېښور زلمو لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورنو کې ۱۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۶ منډو په توپير وبايلله.

د کوېټې لوبدلې توپ اچونکي ابرار احمد د پېښور لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه سيالۍ پرون شنبه د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونايټېډ په لوبه پيل شوې.

د سياليو لومړۍ لوبه اسلام اباد يونايټېډ په ۸ ويکټو له لاهور قلندرز لوبډلې څخه وګټل.

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ دې ۲۰ اوريزه سياليو کې شپږو لوبډلو « پېښور زلمي، کوېټه کلېډيېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد يونايټېډ او کراچي کېنګز» برخه اخيستې، چې د مارچ مياشتې تر ۱۸ نېټې پوري به دوام وکړي.