د چین او ترکمنستان چارواکو د افغانستان په اړه سره خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د چین استازي ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد قربانوف سره د افغانستان په تړاو غږېدلی دی. یو شیایوونګ ویلي، چین په ۲۰۲۴ کال کې له هغې ناستې ملاتړ کوي چې د ترکمنستان په کوربه‌توب د افغانستان د پنځو ګاونډیو هېوادونو په ګدون جوړېږي.