• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي چارواکی: واشنګټن د افغانستان له پولو بهر د داعش-خراسان د برید په اړه اندېښمن دی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، چې سپینه ماڼۍ د افغانستان له پولو بهر د داعش د خراسان څانګې د حملې په اړه اندېښمنه ده.

ایان مکاري وايي، چې واشنګټن د داعش فعالیت څاري او له طالبانو سره یې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره منظمې اړیکې ساتلې دي.

ښاغلي مکاري چې د «داعش د ماتې لپاره د نړۍوال ایتلاف» په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته تللی، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د داعش خراسان څانګې تر ډېره د امریکا پام په سیمه کې ځان ته اړولی دی.

دغه امریکايي چارواکي چې د ۲۰۲۱کال له اګسټ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ډیپلوماتیک ماموریت شارژدافیر و، د افغانستان انټرنشنل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې له داعش سره د مبارزې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لارې پرانیستي دي. هغه وویل په دې اړه له طالبانو سره منظمې خبرې روانې دي.

ایان مکاري زیاته کړه چې په لندن کې د داعش د ماتې لپاره د نړۍوال ائتلاف د دوه ورځنۍ غونډې موخه د داعش د تبلیغاتو او د دغې ډلې له خوا د بریدګرو د ګمارلو مخنیوی دی.

د داعش د ماتې لپاره نړۍوال ایتلاف په ۲۰۱۴کال کې جوړ شو او ۸۷ غړي لري. دا ایتلاف وايي، چې د دندو یوه برخه یې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې پر ضد مبارزه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج لپاره د ۲۷ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت د کابل په ختیځ کې د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج لپاره له "اریانا هایلنډ" شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی. دغه وزارت ویلي، چې دغه شرکت به په دې برخه کې ۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو وزارت د جمعې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،‌ چې د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج چارې د دوو شرکتونو ترمنځ په یوه داوطلبۍ کې د اریانا هایلنډ شرکت ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه کان د استخراج په برخه کې د طالبانو د ۴۴ سلنې ونډې په منلو سره د آریانا هایلنډ شرکت دغه قرارداد ګټلی دی.

طالبانو ویلي، چې د جګدلک د یاقوتو کان ۶.۹۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د اریانا هایلنډ شرکت د دغه کان د استخراج پر مهال پنځه میلیونه ډالر په ټولنیزو خدمتونو لګوي.

دا کان د کابل په سروبي ولسوالۍ کې موقعیت لري.

په تهران کې وژل شوی افغان کارګر په هرات کې خاورو ته سپارل شوی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د افغانستان انټرنشل سرچینې تاییدوي چې د الیاس محمدي په نوم افغان چې په تهران کې له پله د غورځولو له امله وژل شوی و، تېره شنبه هرات کې خاورو ته سپارل شوی. د " ایراني حکومت یوه ملاتړي" نوموړی هغه مهال ​​بیرغ ته د سپکاوي په شک له پله وغورځاوه چې له ښاروالۍ سره یې کوڅې پاکولې.

د ښاغلي محمدي خپلوان وايي، چې د جمعې په ورځ (د دلو ۲۰مه) سهار وختي د اسلامي دولت یوه ملاتړي د تهران د نیایش له پله څخه الیاس محمدي، چې د کوڅو په پاکولو بوخت و، وغورځاوه.
له دې پېښې دوه اونۍ تېریږي، خو ایران د ښاغلي محمدي د وژل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې دی، خو د ټولنیزو شبکو ایراني کاروونکو د الیاس محمدي لپاره د انصاف غوښتلو کمپاین پیل کړی دی.

د الیاس محمدي کورنې د یوې اونۍ موده کې د الیاس جسد ترلاسه کړ
100%
د الیاس محمدي کورنې د یوې اونۍ موده کې د الیاس جسد ترلاسه کړ

د ښاغلي محمدي یوه خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ښاغلي محمدي کورنۍ د یوې اونۍ موده کې د محمدي جسد ترلاسه او هرات ته یې انتقال کړ.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، د الياس محمدي جسد د تېرې شنبې په ورځ د هرات ولايت اوبه ولسوالۍ په بند بنفش کلي کې د هغه په ​​پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.

الیاس محمدي چې شپږ کاله وړاندې ایران ته تللی و، د ورځې یې د تهران په پنج سیمه کې د میوو په یوه پلورنځي کې کار کاوه او د شپې یې د ښاروالۍ له یوه قراردادي شرکت سره د ایران پلازمېنې کې کوڅې جارو کولې.

د الیاس محمدي یوه همکار ایراني رسنیو ته ویلي: «موږ د ښاروالۍ له قراردادي سره کار کوو او د پېښې په شپه مو د لارې دېوالونه مینځل او پاکول. ناڅاپه یو تور پژو پرشیای موټر زموږ مخې ته ودرېد. موږ فکر نه کاوه چې ځوان موټر چلوونکي یو ناوړه پلان درلود. هغه ناڅاپه له موټر څخه راووت او زموږ په لور راغی. پرته له کومي مقدمې يې زموږ له همکار (الياس) سره بحث وکړه او بيا يې د پله له سره لاندې وغورځاو. موږ سمدلاسه د هغه په ​​لور روان شوو چې د تیښتې مخه ونیسو، مګر قاتل موږ ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې که موږ یې تعقیب کړو، هغه به موږ هم وغورځوي. هغه بیا په موټر کې سپور شو او له خپلو ملګرو سره وتښتید.»

الیاس محمدي له تېرو شپږو کلونو ایران کې و
100%
الیاس محمدي له تېرو شپږو کلونو ایران کې و

عيني شاهدان وايي، څو موټرې د الياس محمدي پر نيم ژوندي جسد چې پر لويه لاره پروت و، تېر شول.

ایراني رسنۍ وايي، چې نیول شوی قاتل یو ۲۵ کلن ځوان دی چې د لیسانس سند لري. د ځینو سرچینو په وینا، هغه د اسلامي جمهوریت ملاتړی دی.

هغه رسنیو ته ویلي: "زه له هغه سړک څخه تیریدم چې ناڅاپه مې مقتول او د هغه ملګري ولیدل. ما فکر کاوه چې دوی هغه بیرغونه غلا کوي چې د لویې لارې په اوږدو کې ایښودل شوي وو. د دلوې د ۲۲ په پار بیرغونه پورته شوي وو او ما فکر وکړ چې مقتول د بیرغونو د سپکاوي اراده لري او غواړي له منځه یې یوسي.»

هغه تایید کړه چې په الياس محمدي تر بريد مخکې یې پوليسو ته هم خبر ورکړی و، هغه وایي: «سره له دې هم ارامه نه شوم، له موټره راښکته شوم او له مقتول سره له شخړې وروسته مې هغه ټیل وهه، چې لاندې وغورځید او مړ شو.»

د افغان محمدي د هویت او ملیت له اعلانولو سره سره د طالبانو ډلې او په تهران کې د افغانستان سفارت چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دی، د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان غړې: ټام وېسټ له طالبانو سره تعامل کې د خلیلزاد میراث ته دوام ورکوي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې یوه غړې وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د فضا د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد میراث دوام لري او ښايي د دغې ډلې د «جبري» رسمیت پېژندلو لامل شي.

سمیرا حمیدي وویل، چې ټام وېسټ دا له یاده وباسي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید اصولي وي.

د بشري حقونو دغې فعالې څرګنده کړه، چې له طالبانو سره اصولي چلند باید بشري حقونو ته د دغې ډلې د درناوي، ټول شموله حکومت، د ښځو حقونو او نورو مسایلو پر بنسټ ولاړ وي.

سمیرا حمیدي چې د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې غړې ده، امریکا متحده ایالات تورن کړل، چې د طالبانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې دغه ډله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

مېرمن حمیدي وویل، امریکا د افغانستان له خلکو سره خیانت کړی او د باور وړ نه ده.

د بښنې نړیوال سازمان دغه غړي دغه څرګندونې په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ټام وېسټ د وروستي یادښت په غبرګون کې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په دې وروستیو کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډو د دوام هرکلی کوي او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوې داسې پروسې غوښتنه کوي چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره لار نقشه جوړه کړي.

ټام وېسټ وویل، چې د افغانانو هوساینې او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې به د دې کار لارښوونه وکړي.

د روسیې او ازبکستان ولسمشران پر افغان- ټرانس پټلۍ پروژه وغږېدل

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۰

د ازبکستان رسنۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشران پر افغان ـ ټرانس پټلۍ پورژه خبرې وکړې، چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا تر سوېلي اسیا غځېږي. دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز د افغانستان مزار شریف ته ننوځي او له لوګر او پکتیا په تېرېدو سره د کورمې د خرلڅیو له لارې تر پېښور رسېږي.

د ټرېنډ نیوز د راپور له مخې ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف دا خبرې وړمه ورځ د روسیې په کازان ښار کې د لوبو پرانیسته کې کړې دي.

دغې رسنۍ د دې خبرو د جزیاتو په هکله څه نه دي ویلي.

ازبکستان د افغانستان له لارې غواړي په پټلۍ تر سوېلي اسیا او بیا نورو بازارونو سره راکړه ور کړه ولري.

د ازبکستان ولسمشر شوکت سلطان میرضیایف تېر دوبی هم له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي و چې افغانستان د یوه خوندي دهلېز په توګه دغه هېواد له سویلي اسیا سره وصلولی شي.

ازبکستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره له افغانستان او پاکستان سره د ټرانس افغان پټلۍ پروژه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړه، خو په افغانستان کې د سیاسي حالت د بدلون له امله یې عملي کارونه ځنډول شوي و.

خو په ۲۰۲۲ م کال کې د دغې پروژې عملي چارې پیل شوې، چې ورسره به نوې سوداګریزې لارې هم پرانیستل شي او د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د لېږد وخت به له ۳۵ ورځو څخه له درې تر پنځو ورځو ته راټیټ شي.

‏ ‏د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پټلۍ پروتوکول کې راغلي، چې د پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږدولو خدمتونه اسانه کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.

د طالبانو پټلۍ ادارې درې ورځې مخکې وویل، چې د «افغان ټرانس» ریل پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي بیاکتنې د پیل لپاره یې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ویل کیږي، چې د دغې پروژې د تخنیکي بیاکتنې لګښت به د یوه عربي شرکت له خوا ورکړل شي.

د ازبکستان ټرېنډ رسنۍ وایي، د دې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره دی او تر شل میلیون ټنو مواد لېږدولی شي، چې له مخې یې اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېلي اسیا نور هېوادونه سره وصلېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال له مسوولینو وغوښتل چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د طالب چارواکو د شتمنیو د ثبت او خپرولو غوښتنه وکړه. ښاغلي فراهي وویل، چې دی چمتو دی چې د خپلو شتمنیو د "مال او هرې روپۍ" حساب ورکړي. هغه د خپلو شتمنیو په اړه د دې ډلې د چارواکو حساب ورکول "ګټور" وبلل.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ اېکس کې په یوه یادښت کې د طالبانو په اداره کې پر اداري فساد نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «درېغه! چې د شمتمنیو د ثبت چاره پیل شوې وای، دا د عمر رضی الله عنه کړنلاړه وه، چې تر مسوولیت وړاندې به یې د هغه چا دارايي ټوله ثبتوله، چې کومه وظېفه به یې ورته سپارله.»

د شتمنیو د ثبت او تفتیش ریاست په پخواني افغان حکومت کې له اداري فساد سره د مبارزې یو میکانیزم و. دغه دفتر د چارواکو د شتمنیو د ثبتولو او د دغه دفتر په رسمي ویبپاڼه کې د نوملړ د خپرولو دنده پر غاړه درلوده.

د شتمنیو د نوملړ خپرېدو له هېوادوالو، رسنیو او مدني ټولنې سره مرسته وکړه، چې د چارواکو د شتمنیو احصایې ته لاسرسی ولري او د چارواکو د شتمنیو کلنۍ زیاتوالی یا کمښت وڅاري.

مهاجر فراهي په خپل یادښت کې ویلي، دا د حضرت عمر رضي الله عنه روایت و، چې د هغو کسانو شتمنۍ به ثبت کېدې، چې مسوولیت ته به یې سپارل کېده.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ریاست په پخواني حکومت کې د ولسمشر، د کابینې د غړو او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو په ګډون د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو فورمې ثبت او خپرې کړې وې.

په همدې حال کې، د اسد په ۱۴۰۰ کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته، د هیڅ طالب چارواکي د شتمنیو فورمه د شتمنیو د ثبت او بیاکتنې ریاست په رسمي ویب پاڼه کې نه ده خپره شوې.

تر دې مخکې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي وو، چې د طالبانو په دفترونو کې فساد مخ په زیاتېدو دی.
​