• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: په دیني مسایلو خبرې کول د هر چا کار نه دی، په دې اړه باید دیني مشایخ وغږېږي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، هر کس ته نه ښایي چې له خپل صلاحیته پورته وغږېږي؛ په هره برخه کې متخصص او کارپوهه کسان د دې حق لري چې خپل نظرونه څرګند کړي.

نوموړي دا څرګندونې په هغه ویډیويي کلېپ کې کړې، چې ویل کېږي د شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونو ته په ځواب کې شوي.
عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې د پخوانیو څرګندونو په دوام ویلي و چې، د نجونو زده‌کړې په نارینه او ښځینه‌و یو شان فرض دي او زیاته کړې یې وه، چې د علم له حاصلولو پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی.

هغه دا رنګه ویلي و، چې د زده‌کړو دروازې دې د ټولو پر مخ پرانیستل شي.
خو د ښاغلي ستانکزي د وینا وروسته د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر په توند غبرګون کې ویلي: دا د دې مانا لري، چې که د ښاروالۍ یو صفاکار راشي او په دیني مسایلو څرګندونې وکړي؛ نو خلک باید ورته ووایي چې ته یوازې د خپلې بېلچې سره کار لره او دغسې مسایل د دیني عالمانو او مشایخو کار دی.
که څه هم چې ندا محمد ندیم په دې اړه په زغرده د چا نوم نه دی اخیستی؛ خو انګېرنې دا دي چې ګواکې د نوموړي اشاره د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وروستیو څرګندونو ته ځواب دی.
ندا محمد ندیم د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله ته نږدې کس او تر نورو ټولو هغو سخت دریځه کس یادېږي.

هغه په دغو توندو خبرو د ګڼو هېوادونو له‌خوا په تور نوملړ کې راغلی او سخت بندیزونه هم پرې لګېدلي دي.
له هغه مهاله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ښځې یې له ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو محرومې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

حقاني چې خپله له اعدام څخه ژغورل شوی، د طالبانو له خوا یې د ۲ کسانو له اعدامیدلو دفاع کړی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د رسنیو د راپورونو له مخې، انس حقاني چې په تېر حکومت کې د محکمې په حکم په اعدام محکوم شوی و، د طالبانو له خوا په غزني کې د دوو کسانو له اعدامیدلو دفاع کړې ده.

انس حقاني چې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په تبادلې کې له اعدام څخه وژغورل شو، د طالبانو دغه عمل توجیه کړی او ویلي یې دي: «دا د خدای امر دی.»

د حقاني شبکې جګپوړی غړی انس حقاني چې اوس د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړی دی، په غزني کې د دوو کسانو اعدام د قرآن کریم د یوه ایت په استناد یې ویلي، چې اعدام شوي کسان د «ښځو او ماشومانو قاتلان» وو او د خدای د امر په اساس قصاص شوي دي.

انس حقاني په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د ځینو بهرنیو سازمانونو له خوا د خواشینې څرګندونې «موږ حیرانوي». هغه دغه سازمانونه تورن کړل چې «د یو مسلمان ملت تر ټولو مهم دیني دستورونو» باندې نیوکې کوي.

د انس حقاني د اعدام حکم

حقاني ډلې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی. انس حقاني، چې د حقاني د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه نیشټه بندي شو او شا او خوا څلور کاله وروسته د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله شو.

له زندانه د هغه د خوشې کېدو خبر د افغانانو او د بشري حقونو د ډلو ترمنځ د اعتراضونو څپې راوپارولې. د تېر حکومت د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي و، چې «حکومت باید د انس حقاني حکم چې په ثلاثه محکمو کې په اعدام محکوم شوی»، عملي کړي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، انس حقاني په ابتدايي محکمه کې په اعدام محکوم شوی و. خو د لویې څارنوالۍ چارواکو ویلي وو، تر هغه چې د محکمې پرېکړه نه وي نهایي شوې، د نوموړي په اړه خبرې نه شي کولی.

اوس د حقاني شبکې دغه غړی، چې ډله یې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو او پېچلو ځانمرګو بریدونو او چاودنو مسووله ده، د هغو اعدامونو دفاع کوي، چې معلومه نه ده حکم یې څنګه صادر شوي او ایا تورنو کسانو د دفاع لپاره مدافع وکیل ته لاسرسی لره که نه.

انس حقاني ویلي، چې دغه دوه کسان «د ښځو او ماشومانو قاتلین» وو. دا په داسې حال کې ده چې د حقاني شبکې، چې مالي مسوول يې هم انس حقاني و، د کابل د زنبق په څلورلارې کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک ټانکر موټر ته چاودنه ورکړه چې یواې په همدې پیښه کې شاوخوا ١٥٠ کسان ووژل شول او شاوخوا ٤٠٠ نور ټپيان شول.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ - د کب په ۳ مه - اعلان وکړ چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده په منظورۍ یې د غزني ولایت په یوه لوبغالي کې دوه تنه د قتل په تور اعدام کړي.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو دغه دوه کسان په ډزو ووژل.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د طالبانو دغه عمل غندلی او له دغې ډلې یې غوښتي چې د اعدام سزا لغوه کړي.

یوناما د دی کړنې به غبرګون کې ویلي، چې ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره سخت مخالفت کوي.

امریکايي چارواکی: واشنګټن د افغانستان له پولو بهر د داعش-خراسان د برید په اړه اندېښمن دی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، چې سپینه ماڼۍ د افغانستان له پولو بهر د داعش د خراسان څانګې د حملې په اړه اندېښمنه ده.

ایان مکاري وايي، چې واشنګټن د داعش فعالیت څاري او له طالبانو سره یې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره منظمې اړیکې ساتلې دي.

ښاغلي مکاري چې د «داعش د ماتې لپاره د نړۍوال ایتلاف» په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته تللی، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د داعش خراسان څانګې تر ډېره د امریکا پام په سیمه کې ځان ته اړولی دی.

دغه امریکايي چارواکي چې د ۲۰۲۱کال له اګسټ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ډیپلوماتیک ماموریت شارژدافیر و، د افغانستان انټرنشنل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې له داعش سره د مبارزې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لارې پرانیستي دي. هغه وویل په دې اړه له طالبانو سره منظمې خبرې روانې دي.

ایان مکاري زیاته کړه چې په لندن کې د داعش د ماتې لپاره د نړۍوال ائتلاف د دوه ورځنۍ غونډې موخه د داعش د تبلیغاتو او د دغې ډلې له خوا د بریدګرو د ګمارلو مخنیوی دی.

د داعش د ماتې لپاره نړۍوال ایتلاف په ۲۰۱۴کال کې جوړ شو او ۸۷ غړي لري. دا ایتلاف وايي، چې د دندو یوه برخه یې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې پر ضد مبارزه ده.

طالبانو د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج لپاره د ۲۷ میلیونه ډالرو د پانګونې خبر ورکړی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت د کابل په ختیځ کې د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج لپاره له "اریانا هایلنډ" شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی. دغه وزارت ویلي، چې دغه شرکت به په دې برخه کې ۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو وزارت د جمعې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،‌ چې د جګدلک د یاقوتو د کان د استخراج چارې د دوو شرکتونو ترمنځ په یوه داوطلبۍ کې د اریانا هایلنډ شرکت ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه کان د استخراج په برخه کې د طالبانو د ۴۴ سلنې ونډې په منلو سره د آریانا هایلنډ شرکت دغه قرارداد ګټلی دی.

طالبانو ویلي، چې د جګدلک د یاقوتو کان ۶.۹۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د اریانا هایلنډ شرکت د دغه کان د استخراج پر مهال پنځه میلیونه ډالر په ټولنیزو خدمتونو لګوي.

دا کان د کابل په سروبي ولسوالۍ کې موقعیت لري.

په تهران کې وژل شوی افغان کارګر په هرات کې خاورو ته سپارل شوی

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د افغانستان انټرنشل سرچینې تاییدوي چې د الیاس محمدي په نوم افغان چې په تهران کې له پله د غورځولو له امله وژل شوی و، تېره شنبه هرات کې خاورو ته سپارل شوی. د " ایراني حکومت یوه ملاتړي" نوموړی هغه مهال ​​بیرغ ته د سپکاوي په شک له پله وغورځاوه چې له ښاروالۍ سره یې کوڅې پاکولې.

د ښاغلي محمدي خپلوان وايي، چې د جمعې په ورځ (د دلو ۲۰مه) سهار وختي د اسلامي دولت یوه ملاتړي د تهران د نیایش له پله څخه الیاس محمدي، چې د کوڅو په پاکولو بوخت و، وغورځاوه.
له دې پېښې دوه اونۍ تېریږي، خو ایران د ښاغلي محمدي د وژل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې دی، خو د ټولنیزو شبکو ایراني کاروونکو د الیاس محمدي لپاره د انصاف غوښتلو کمپاین پیل کړی دی.

د الیاس محمدي کورنې د یوې اونۍ موده کې د الیاس جسد ترلاسه کړ
100%
د الیاس محمدي کورنې د یوې اونۍ موده کې د الیاس جسد ترلاسه کړ

د ښاغلي محمدي یوه خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ښاغلي محمدي کورنۍ د یوې اونۍ موده کې د محمدي جسد ترلاسه او هرات ته یې انتقال کړ.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، د الياس محمدي جسد د تېرې شنبې په ورځ د هرات ولايت اوبه ولسوالۍ په بند بنفش کلي کې د هغه په ​​پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.

الیاس محمدي چې شپږ کاله وړاندې ایران ته تللی و، د ورځې یې د تهران په پنج سیمه کې د میوو په یوه پلورنځي کې کار کاوه او د شپې یې د ښاروالۍ له یوه قراردادي شرکت سره د ایران پلازمېنې کې کوڅې جارو کولې.

د الیاس محمدي یوه همکار ایراني رسنیو ته ویلي: «موږ د ښاروالۍ له قراردادي سره کار کوو او د پېښې په شپه مو د لارې دېوالونه مینځل او پاکول. ناڅاپه یو تور پژو پرشیای موټر زموږ مخې ته ودرېد. موږ فکر نه کاوه چې ځوان موټر چلوونکي یو ناوړه پلان درلود. هغه ناڅاپه له موټر څخه راووت او زموږ په لور راغی. پرته له کومي مقدمې يې زموږ له همکار (الياس) سره بحث وکړه او بيا يې د پله له سره لاندې وغورځاو. موږ سمدلاسه د هغه په ​​لور روان شوو چې د تیښتې مخه ونیسو، مګر قاتل موږ ته ګواښ وکړ او ویې ویل چې که موږ یې تعقیب کړو، هغه به موږ هم وغورځوي. هغه بیا په موټر کې سپور شو او له خپلو ملګرو سره وتښتید.»

الیاس محمدي له تېرو شپږو کلونو ایران کې و
100%
الیاس محمدي له تېرو شپږو کلونو ایران کې و

عيني شاهدان وايي، څو موټرې د الياس محمدي پر نيم ژوندي جسد چې پر لويه لاره پروت و، تېر شول.

ایراني رسنۍ وايي، چې نیول شوی قاتل یو ۲۵ کلن ځوان دی چې د لیسانس سند لري. د ځینو سرچینو په وینا، هغه د اسلامي جمهوریت ملاتړی دی.

هغه رسنیو ته ویلي: "زه له هغه سړک څخه تیریدم چې ناڅاپه مې مقتول او د هغه ملګري ولیدل. ما فکر کاوه چې دوی هغه بیرغونه غلا کوي چې د لویې لارې په اوږدو کې ایښودل شوي وو. د دلوې د ۲۲ په پار بیرغونه پورته شوي وو او ما فکر وکړ چې مقتول د بیرغونو د سپکاوي اراده لري او غواړي له منځه یې یوسي.»

هغه تایید کړه چې په الياس محمدي تر بريد مخکې یې پوليسو ته هم خبر ورکړی و، هغه وایي: «سره له دې هم ارامه نه شوم، له موټره راښکته شوم او له مقتول سره له شخړې وروسته مې هغه ټیل وهه، چې لاندې وغورځید او مړ شو.»

د افغان محمدي د هویت او ملیت له اعلانولو سره سره د طالبانو ډلې او په تهران کې د افغانستان سفارت چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دی، د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان غړې: ټام وېسټ له طالبانو سره تعامل کې د خلیلزاد میراث ته دوام ورکوي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې یوه غړې وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د فضا د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد میراث دوام لري او ښايي د دغې ډلې د «جبري» رسمیت پېژندلو لامل شي.

سمیرا حمیدي وویل، چې ټام وېسټ دا له یاده وباسي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید اصولي وي.

د بشري حقونو دغې فعالې څرګنده کړه، چې له طالبانو سره اصولي چلند باید بشري حقونو ته د دغې ډلې د درناوي، ټول شموله حکومت، د ښځو حقونو او نورو مسایلو پر بنسټ ولاړ وي.

سمیرا حمیدي چې د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې غړې ده، امریکا متحده ایالات تورن کړل، چې د طالبانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې دغه ډله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

مېرمن حمیدي وویل، امریکا د افغانستان له خلکو سره خیانت کړی او د باور وړ نه ده.

د بښنې نړیوال سازمان دغه غړي دغه څرګندونې په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ټام وېسټ د وروستي یادښت په غبرګون کې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په دې وروستیو کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډو د دوام هرکلی کوي او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوې داسې پروسې غوښتنه کوي چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره لار نقشه جوړه کړي.

ټام وېسټ وویل، چې د افغانانو هوساینې او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې به د دې کار لارښوونه وکړي.