پولیس سرچینې: د خیبر پښتونخوا په ورکزۍ ولسوالۍ کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې وژل شوی

د خیبر پښتونخوا د ورکزۍ ولسوالۍ د پولیسو مشر رحیم خان ویلي، چې پېښه نن سهار شوې او دوه تنو موټر سایکل سپرو وسله‌والو د لوی ورکزو په فېروز خېلو بازار په چوک کې ملک شاه محمد په ډزو وواژه.