د ایران نړیوالو اړیکو مرکز: ۸۰۰ کډوالو کارپوهانو ته مو ایران کې پنځه کلنه استوګنه ورکړه

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسلامي جمهوریت ۸۰۰ کارپوهانو او متشبثینو ته چې ډیری یې افغانان، سوریایان او لبنانیان دي، د استوګنې ځانګړي پنځه کلن کارتونه ورکړي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسلامي جمهوریت ۸۰۰ کارپوهانو او متشبثینو ته چې ډیری یې افغانان، سوریایان او لبنانیان دي، د استوګنې ځانګړي پنځه کلن کارتونه ورکړي دي.
د ایران نړېوالو اړیکو مرکز یوه چارواکي وویل چې د «ځانګړي اشرافي د استوګنې کارت په ورکولو سره» دا په ډاګه کوي چې «دا خلک د ایران اتباع ګڼل کیږي.»
د دغه نړیوالو اړیکو مرکز د علمي اړیکو د پراختیا دفتر مرستیال سید علی حسینی وویل: د «ای کونکټ» په نامه یو انلاین پلیټ فارم د بهرنیو کارپوهانو او متشبثینو د غوښتنې د ثبتولو لپاره ترتيب شوی دی چې دغه مرکز به له دوی څځه ځانګړی ملاتړ کوي.
ښاغلي حسیني، مهر خبري اژانس ته وویل چې د دې پلیټ فارم د پیلولو هدف چې د کډوالو کارپوهانو او متشبثینو په ژوند کې هوساینه راولي.
د هغه په وينا، تر اوسه پورې ٥٠٠ کسانو د ځانګړي استوګنې لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.

د اتریش پولیسو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پلازمینې ویانا کې په دوو جلا پیښو کې څلور ښځې او یوه ۱۳ کلنه نجلۍ وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، یو افغان کډوال د درېیو ښځو د وژلو په تور نیول شوی دی.
د اتریش رسنیو راپور ورکړی، چې د جمعې په شپه د ویانا ښار په یوه کور کې د هغو دریو ځوانو نجونو جسدونه موندل شوي، چې د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي.
پولیسو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پېښې نږدې سمیه کې یې یو ۲۷ کلن سړی، چې چاقو یې لېږداوه، د قتل په تور نیولی دی.
سکای نیوز او د بي بي سي راپور ورکړی، چې نیول شوی کس ۲۷ کلن افغان کډوال دی. تر اوسه د دغه افغان کډوال د هویت په اړه نورجزییات نه دي خپاره شوي.
همداراز، په یوه جلا قضیه کې، د یوې ښځې او د هغې د ۱۳ کلنې لور جسدونه د جمعې په سهار د ویانا ښار په یو اپارتمان کې موندل شوي دي.
اتریشي رسنۍ وايي، چې ښځه او لور یې ښايي زندۍ شوې وي. څېړونکي په دې باور دي، چې د دغې پېښې مسوول د نجلۍ پلار دی.

د ایران رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې افغانستان ته د دوغارون/اسلام کلا له پولې د هګۍ اچوونکو چرګو په صادراتو کې ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ایرنا د تایباد ښار د وترنری شبکې د مشر په حواله راپور ورکړی چې سږ کال افغانستان ته نږدې ۱۴۸زره چرګې صادرې شوې دی.
حسن ایزدیان نن ایرنا خبري اژانس ته وویل چې د روان کال له پیل د عقرب د میاشتې تر پایه ۱۴۷زره ۸۶۰ چرګې افغانستان ته صادر ې شوې دي.
هغه وويل، چې دغه کچه د تېر کال تر همدې مودې ١٥ سلنه زياته شوې ده.
ښاغلي اذریان زیاته کړه، چې په همدې موده کې ۳۲۰۰ټنه هګۍ د دوغارون له لارې افغانستان ته صادرې شوې، چې تر تېر کال ۲۳سلنه زیاتوالی پکې راغلی.
دغه سيمه ييز مسوول افغانستان ته په يوه ورځ د ٤٧٠ زره چرګوړو صادراتو ته په اشارې سره وويل چې د مالدارۍ د محصولاتو صادرات سل په سلو کې د هرات له اسلام کلا ترسره کېږي.
د افغانستان صادراتي توکي
اذریان له ایرنا سره په مرکه کې دا هم ویلي چې په ۱۴۰۲کال کې له افغانستان څخه ایران ته د ترکیې په موخه د غواګانو درې زره او ۱۸ټنه پوستکي په ۱۵۱ جوپو کې وارد شوي دي.
هغه زياته کړه چې له افغانستان څخه ایران ته د چین او ترکیې په موخه څلور زره او ۳۵۰ټنه د پسونو وړۍ او ۷۵۰ټنه د وزې وړۍ وارد شوي دي.

د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سختو ورښتونو اټکل کړی دی. دغې ادارې د ۱۰ تر ۴۰ سانتيمتره واورې او د ۱۰ تر ۴۰ مليمتره باران د وریدو اټکل هم کړی دی.
د شنبې په ورځ د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په لویدیځ کې په هرات، بادغیس, فراه او نیمروز ولایتونو او په سویل کې په هلمند، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو او په همدې حال کې د مرکزي افغانستان په دایکندي، غور، بامیان، میدان وردک او غزني ولایتونو کې د سختو واورو او سېلابونو وړاندوينه کړې ده.
دغه ادارې ویلي، چې په شمال کې به فاریاب، جوزجان، سرپل، پروان، بغلان او سمګان او په ختیځ کې په پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر او کابل ولایتونو کې هم سخت ورښتونه وشي او سیلاوونه به راووځي.

د جرمني ليندن موزيم او د «انټيګلنډ» په نامه يوې ډلې په شټوتګارټ ښار کې د افغانستان د تاريخي او هنري اثارو يو نندارتون جوړ کړی. د نندارتون د تنظیموونکو په خبره په دې نندارتون کې جرمني ته د افغان کډوالو د سفر یادښتونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دوی په وينا دغه نندارتون د جنورۍ په ۲۶مه پرانیستل شو او د جولای تر ۲۶مې به لیدونکو ته پرانیستی وي.
د جرمني لینډن موزیم په خبرپاڼه کي ویلي، چې دغه نندارتون له افغانستان سره د بین البراعظمي اړیکو نندارې ته په اېښودولو سره پیل شوی، چي د افغانستان او جرمني ترمنځ د تیرو سلو کلونو د اړیکو لید وړاندې کوي.
د دغه نندارتون په یوه بله برخه کې د افغان کډوالو يادګارونه، چې له خپل هیواد څخه المان ته د هغوی د کډوالۍ کیسې بیانوي نندارې ته ایښودل شوي دي.
همایون احمدي، چې د «انټيګلنډ»ډلې غړی او د دې نندارتون تنظیموونکی دی، وویل، چې دا نندارتون «ډیر بډایه» دی.
د «انټيګلنډ» په ډله کې یو شمیر افغان کډوال او فرهنګپال او همدارنګه هغه جرمنان، چې پخپله یا د هغوی اولادونه افغانستان ته د تللو تجربه لري او له دغه هیواد سره تړلي دي شامل دي.
ښاغلي احمدي وویل، چې د «شتوټګارټ افغانستان» نندارتون په پرانستلو کې د المان یو شمېر لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه؛ خو له افغانستان څخه هیڅوک هم په برلین کې حضور نه درلود.
د ښاغلي احمدي په خبره د «شټوټګارټ افغانستان» په دې نندارتون کې یې د افغانستان شاوخوا ۲۰۰ تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کړي دي.
د ليندن موزيم د خبرپانې له مخې، په دې نندارتون کې د غزنويانو د دورې د بودا کوچنۍ مجسمې او د مرمر ډبرې د څېړنو د پايلو او د هغو د اصليت په اړه له نويو معلوماتو سره نندارې ته وړاندې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه نندارتون کې هغه اثار هم نندارې ته وړاندې کېږي، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې افغانستان ته د جرمن کورنیو د سفر او په کابل کې د هغوی د ژوند کیسه کوي.
لینډن موزیم ویلي د نندارتون یوه برخه د افغان انځورګر، شاعر او هندرمند غبدالغفور برشنا اثارو ته ځانګړې شوې ده.
ښاغلی برشنا د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې مړ شو.
دغه نندارتون د «چای خونې» په نوم یوه ځانګړې خونه هم جوړه کړې، چې میلمانه او لیدونکي پکې کیسې کوي او سندرې وايي.
ښاغلي احمدي وویل، چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې افغانان د نندارتونونو جوړېدو هرکلی نه کوي
هغه وايي په دې برخه کې د پوهاوي نشتوالي د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو نندارتونونو ته د خلکو لېوالتيا کمه کړې ده.
ښاغلي احمدي له افغانانو غوښتي، چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي تر څو د «افغانستان نوم، تاریخ، فرهنګ او هنر په داسې حال کې ژوندی پاتې شي، چې هېواد مو پرځېدلی او حکومت نه لرو».

طالبان وایي په ننګرهار او غزني ولایتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۴ کسان مړه شوي او ۴ نور زخميان شوي دي. طالبان وايي د موټر چلوونکو د نه پاملرنې له کبله د ترافيکي پېښو شمېر زيات شوی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند بصير زابلي نن شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ غزګي په سېمه کې د دوو موټرانو د ټکر له کبله يوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي دي.
د زابلي په خبره، په پېښه کې دواړه موټره چلونکي هم ټپیان شوي دي.
بل لوري بيا نن په غزني کې د يو کرولا موټر او موټرسیکل ترمنځ هم ټکر شوی.
د غزني د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د موټر او موټرسېکل تر ټکر وروسته کرولا ډوله موټر له سړکه اوښتی او يو بل باسيکل چلونکی يې وهلی.
د دوی په خبره، چې په پېښه کې باسيکل چلونکی مړ شوی او دوه کسان زخمي شوي دي.
د دواړو پېښو زخميان د سېمې روغتيايی مرکزونو ته وړل شوي.
طالب مسولينو د دې ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
خو پر دې سربېره د سړکونو تنګوالی او بې معیاریتوب هم د ورته پېښو بل لوی لامل دی.
