• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د فوټسال لیګ غوراوي سيالۍ د افغان یارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د بدني روزني او ورزش ادارې خبر ورکړی، چې د ۴ زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "الف" ليگ سيالۍ د افغان يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسیدلي دي. د سياليو اداره کوونکي وايي، چې له دغو سیالو یې موخه د فوټسال ۴ غوره لوبډلې ټاکل و.

د طالبانو د بدني روزني او ورزش ادارې د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپانه کې ویلي، چې په کابل کې د «شمال، ختيځ، لوېديځ او سويل» زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "الف" ليگ سيالۍ د افغان يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسیدلي دي.

د طالب ورزشي چارواو د معلوماتو له مخي، دغه سياليو يوه میاشت دوام کړی او پایلوبه د افغان یارانو او شقایق فوټسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوې ده.

افغان یارانو لوبډلې درې د دوه په مقابل کې د سياليو اتلولي په خپل نوم کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د لیګ د غوارې له دغو سياليو وروسته به د فوټسال ۴ منتخبي لوبډلې رامنځ ته کړي.

د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته د طالبانو له لوري ډالۍ هم ورکړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوځي ادارو پلاوی د چارواکو او جنګیالیو د وسلو د ثبتولو لپاره بامیانو ته تللي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دې ډلې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست پلاوي بامیان ته په سفر تللي چې د دغې ډلې د چارواکو او جنګیالیو وسلې ثبت کړي.

بامیانو ته د طالبانو تللي پلاوي د یکشنبې په ورځ (د کب ۶مه) له ټولو پوځي او غیر پوځي مسوولانو غوښتي، چې د دولتي او شخصي وسلو د ثبت په برخه کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مرغومې په میاشت کې د بدخشان والي محمد ایوب خالد هم له طالب چارواکو او جنګیالیو غوښتي و چې د وسلو د لیږد جوازونه ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د طالبانو د بلخ والي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی و، چې له جواز پرته وسلې او تجهیزات به ضبط او له خاوندانو سره به یې قانوني چلند وشي.
طالب چارواکي ټینګار کوي، چې د وسلو ټول خاوندان باید د هویت کارتونه ولري، که نه له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په وار وار پر طالبانو تور پورې کړی چې د امریکایان ورپاتې وسلې یې پاکستان ته قاچاق کیږي او هلته د اورپکو ډلو له خوا د دغه هیواد د حکومت پر ضد کارول کیږي.

په هلمند کې نامعلومو کسانو پخوانی مدافع وکيل او د هغه مېرمن په چړو وهلي او وژلي دي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

له هلمند څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې نامعلومو کسانو يو پخوانی مدافع وکيل او د هغه مېرمن په خپل کور کې په چړو وهلي او وژلي دي. دوه ورځي وړاندې په لښکرګاه کې دوو موټر سdکل سپور د تېر جمهوريت پر يوه سرتيري هم وسله وال بريد کړی.

د هملند مرکز لښکرګاه څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې بېګا نامعلوم کسان د لښکرګاه په د کارته لګن کې د مدير نجيب الله خان په نوم دغه سپين بوډا او د هغه مېرمن په خپل کور کې په چړو وهلي او وژلي دي.

نجيب الله د تېر جمهوري نظام پر مهال په هلمند کې د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې استازی و.

د هغه لمسي عبدالهادي پوپل پر خپله فېسبوک پاڼه د هغه د وژل کېدو خبر تاید کړی، خو د پېښي اړوند يې نور معلومات نه دي شريک کړي.

دوې ورځي وړاندي د هلمند د ترافيکو د مدير زوی جان محمد شجاع چې په تېر جمهوري نظام کې يې د پوليسو په لیکو کې دنده درلوده هم د ولایت مقام په جاده کې د دوو موټرسېکل سپور له لوري پرې وسله وال بريد شوی اوزخمی شوی.

د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون څخه سرچینې وايي، چې د هغه وضعت سم نه دی او د کوما په حالت کې دی.

افغانستان انټرنشنل پښتو هڅه وکړه، چې د دواړو پېښو په اړه د هلمند د ځايي طالبانو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

دواړه پېښي د ښار په منځ د خلګو د ګڼې ګوڼې په ساحه کې شوې، چې هره ورځ په څو مترۍ کې طالبان تلاښۍ هم ترسره کيږي.

طالبان وايي سبا په جوزجان کې یو کس اعداموي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دې ډلې د درې ګونو محکمو د پرېکړي له مخې سبا په جوزجان کې یو کس اعدامېږي. طالبانو د دغه کس د هويت په اړه نور معلومات نه دي ورکړی. په ورته مهال ځینې سرچینې وايي، چې دوه کسان په جوزجان کې اعدامېږي.

خو د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند حاجي زايد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي د یو کس د اعدامېدو خبره کړې ده.

نوموړی زیاتوي: « په جوزجان کې یو قاتل باندي الهي حکم (قصاص) پلي کيږی.»

نوموړي د دې کس او د قصاص د ځای اړوند نور معلومات نه دي ور کړي.

طالبانو تېره پنجشنبه په غزني کې هم دوه کسان په یوه لوبغالي اعدام کړل.

دې ډلې د دې دوو کسانو تر اعدام یوه ورځ مخکې له خلکو غوښتي وو، چې د دې کسانو د اعدام لیدو ته ور شي.

د طالبانو د تېرې اونۍ اعدام د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان له غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ، چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان د غزني له پېښې یوه ورځ وروسته خپل اېکس کې ولیکل، چې اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د خلکو په مخ کې اعدام هم انساني کرامت ته سپکاوی ګڼلی و.

خو طالبان وايي، چې د «عبرت» لپاره په عام محضر کې اعدام کوي، خو دا ډله خلکو ته د انځور او ويډيو اخيستلو اجازه نه ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ دې ډلې تېر کال د قصاص لومړی حدود په فراه ولایت کې او دوهم ځل تېره اونۍ په غزنې کې پلي کړل او سبا یې هم جوزجان کې عملي کوي.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د قصاص او درو حدود عملي کوي، چې پر دغه ډله د بې ګناه وژنو ادعاوې شته.

ایران ته د طالبانو تللي پلاوي په چابهار بندر کې د ځینې پروژو د بنسټ ډبره کېښوده

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۰

ایراني رسنيو خبر ورکړی، چې د طالبانو اقتصادي او تخنيکي پلاوي د دغه هېواد په چابهار بندر کې د استوګنې او سوداګريزو ودانیو او هوټلونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده. په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفير حسن کاظمي قمي هم له دې پلاوي سره دی.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت په مشری پلاوی پرون ایران ته لاړ.

په دې پلاوي کې د طالبانو پر صنعت او سوداګرۍ وزارت سربېره د ترانسپورټ او هوايي چلند، ماليې، بهرنيو چارو وزارتونو او د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال استازي شامل دي.

دغه پلاوی له ایران سره د ترانزينټ او صاداراتود پر زياتوالي، په چابهار بندر کې د ظرفيتونو او اسانتیاوی د رامنځ ته کولو او همدا ډول ایران ته د ملابرادر وروستي سفر کې د شویو هوکړږ د عملې کېدو او ارزونې په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کوي.

کرېکټ بورډ: د ۵ زونونو ترمنځ د معلولو لوبغاړو ۲۰ اوره سيالۍ پیليږي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په کندهار کې د پنځو زونونو معلولو لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ شل اوره سيالۍ پیليږي. د ملي لوبډلي د پخواني لوبغاړي شهید نجيب الله ترکي په نوم دغه سيالۍ به د مارچ مياشتي له لومړۍ پيل او تر ۸ مي نېټې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې به معلولان د «مس عینک، بندامير، بست، سپين غر او امو» کرېکټ لوبډلو کې سره ولوبیږي.

د بورډ د معلوماتو له مخي، دا د معلولو لوبغاړو ترمنځ ۱۲ م پړاو سيالۍ دي.

د کرېکټ بورډ په خبره، چې هره لوبډله به څلور لوبې کوي او مخکښې ۴ لوبډلې به نيمه پايلوبي ته لار پیدا کوي.

د معلولو لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ د ۱۱ م پړاو سياليو اتلولي سپين غر زون لوبډلې ګټلې وه.