• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې نامعلومو کسانو پخوانی مدافع وکيل او د هغه مېرمن په چړو وهلي او وژلي دي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

له هلمند څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې نامعلومو کسانو يو پخوانی مدافع وکيل او د هغه مېرمن په خپل کور کې په چړو وهلي او وژلي دي. دوه ورځي وړاندې په لښکرګاه کې دوو موټر سdکل سپور د تېر جمهوريت پر يوه سرتيري هم وسله وال بريد کړی.

د هملند مرکز لښکرګاه څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې بېګا نامعلوم کسان د لښکرګاه په د کارته لګن کې د مدير نجيب الله خان په نوم دغه سپين بوډا او د هغه مېرمن په خپل کور کې په چړو وهلي او وژلي دي.

نجيب الله د تېر جمهوري نظام پر مهال په هلمند کې د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې استازی و.

د هغه لمسي عبدالهادي پوپل پر خپله فېسبوک پاڼه د هغه د وژل کېدو خبر تاید کړی، خو د پېښي اړوند يې نور معلومات نه دي شريک کړي.

دوې ورځي وړاندي د هلمند د ترافيکو د مدير زوی جان محمد شجاع چې په تېر جمهوري نظام کې يې د پوليسو په لیکو کې دنده درلوده هم د ولایت مقام په جاده کې د دوو موټرسېکل سپور له لوري پرې وسله وال بريد شوی اوزخمی شوی.

د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون څخه سرچینې وايي، چې د هغه وضعت سم نه دی او د کوما په حالت کې دی.

افغانستان انټرنشنل پښتو هڅه وکړه، چې د دواړو پېښو په اړه د هلمند د ځايي طالبانو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

دواړه پېښي د ښار په منځ د خلګو د ګڼې ګوڼې په ساحه کې شوې، چې هره ورځ په څو مترۍ کې طالبان تلاښۍ هم ترسره کيږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي سبا په جوزجان کې یو کس اعداموي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دې ډلې د درې ګونو محکمو د پرېکړي له مخې سبا په جوزجان کې یو کس اعدامېږي. طالبانو د دغه کس د هويت په اړه نور معلومات نه دي ورکړی. په ورته مهال ځینې سرچینې وايي، چې دوه کسان په جوزجان کې اعدامېږي.

خو د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند حاجي زايد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي د یو کس د اعدامېدو خبره کړې ده.

نوموړی زیاتوي: « په جوزجان کې یو قاتل باندي الهي حکم (قصاص) پلي کيږی.»

نوموړي د دې کس او د قصاص د ځای اړوند نور معلومات نه دي ور کړي.

طالبانو تېره پنجشنبه په غزني کې هم دوه کسان په یوه لوبغالي اعدام کړل.

دې ډلې د دې دوو کسانو تر اعدام یوه ورځ مخکې له خلکو غوښتي وو، چې د دې کسانو د اعدام لیدو ته ور شي.

د طالبانو د تېرې اونۍ اعدام د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان له غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ، چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان د غزني له پېښې یوه ورځ وروسته خپل اېکس کې ولیکل، چې اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د خلکو په مخ کې اعدام هم انساني کرامت ته سپکاوی ګڼلی و.

خو طالبان وايي، چې د «عبرت» لپاره په عام محضر کې اعدام کوي، خو دا ډله خلکو ته د انځور او ويډيو اخيستلو اجازه نه ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ دې ډلې تېر کال د قصاص لومړی حدود په فراه ولایت کې او دوهم ځل تېره اونۍ په غزنې کې پلي کړل او سبا یې هم جوزجان کې عملي کوي.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د قصاص او درو حدود عملي کوي، چې پر دغه ډله د بې ګناه وژنو ادعاوې شته.

ایران ته د طالبانو تللي پلاوي په چابهار بندر کې د ځینې پروژو د بنسټ ډبره کېښوده

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۰

ایراني رسنيو خبر ورکړی، چې د طالبانو اقتصادي او تخنيکي پلاوي د دغه هېواد په چابهار بندر کې د استوګنې او سوداګريزو ودانیو او هوټلونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده. په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفير حسن کاظمي قمي هم له دې پلاوي سره دی.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت په مشری پلاوی پرون ایران ته لاړ.

په دې پلاوي کې د طالبانو پر صنعت او سوداګرۍ وزارت سربېره د ترانسپورټ او هوايي چلند، ماليې، بهرنيو چارو وزارتونو او د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال استازي شامل دي.

دغه پلاوی له ایران سره د ترانزينټ او صاداراتود پر زياتوالي، په چابهار بندر کې د ظرفيتونو او اسانتیاوی د رامنځ ته کولو او همدا ډول ایران ته د ملابرادر وروستي سفر کې د شویو هوکړږ د عملې کېدو او ارزونې په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کوي.

سرچینې: ملا هبت الله پر طالب چارواکو او رسنیو د انځور اخیستلو او خپرولو بندیز ولګاوه

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۰

کندهار کې سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، ملا هبت الله اخوندزاده چارواکو ته شفاهي امر کړی، چې له رسنیو سره ویډیويي مرکه نشي کولی. د کندهار ملي تلویزون کې سرچینې وايي، تلوېزون کې د انسان په ښکارېدو هم بندیز لګېدلی، چې له امله یې د خبرونو ویاند هم پر پرده نه ښکاري.

اونۍ وړاندې د کندهار لپاره د طالبانو والي هم له رسنیو وغوښتل چې د ساکښ انځور به نه خپروي.

باخبره سرچینو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره نن خبرو کې وویل، چې د دې ډلې مشر چارواکو ته هم امر کړی چې له رسنیو سره له ویډیويي مرکو ډډه وکړي: «شیخ صیب د ځینو وزیرانو په رسنیو کې د زیاتو خبرو کولو او مرکو باندې ناراضه دی.»

دوی وايي‌تر دې وروسته به د یوې موضوع اړوند د ژوندي انسان له انځورونو او ویډیوګانو پرته خبرونه او راپورونه خپریږي.

طالبانو تر دې مخکې هم د خپلو بندیزونو او محدودیتونو پیل له کندهار کړی او بیا یې نورو ولایتونو ته غځولي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته باخبره سرچینې زیاتوي، چې ملا هبت الله غواړي د خپلو اوسنیو بندیزونو لمن پراخه کړي.

د ساکښو له انځور پرته د یوه خبر اړوند عکس
100%
د ساکښو له انځور پرته د یوه خبر اړوند عکس

د دې بندیزونو د عملي کولو په اړه د امربالمعروف او نهې له منکر وزارت په ملتیا په کابل کې مشورتي ناستې روانې دي، ترڅو په نرمه عامه پوهاوی وکړي.

په کابل کې د افغانستان ملي ټلویزیون کې سرچینې وايي دغه اداره کې هم داسې ګنګوسې دي چې د ژوندي سارو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو به محدودیتونه ولګول شي.

په کابل کې نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبان د رسنیو له مسوولینو او نهادونو سره د نويو بندیزونو په اړه راتلونکې سې شنبه په انټرکانټیننټل هوټل کې ناسته کوي.

100%

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د موندونو پر بنسټ د طالبانو امربالمعروف او نهې له منکر وزیر خالد حنیفي هغه طالب وزیر دی، چې په وروستیو ورځو کې یې د دې وزارت په اېکس پاڼه کې له انځورونو او ویډیوګانو پرته یوازې اډیو ویناوې خپریږي.

طالبانو ترکمنستان ته د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر د خبر په هکله هم یو پخوانی انځور خپور کړی دی.

امیر خان متقي به پخوا له هر بهرني سفر مخکې په هوايي ډګر کې له رسنیو سره مرکې کولې، خو نن یې ترکمنستان ته د خپل سفر په تړاو هوايي ډګر ته خبریالان نه وو غوښتي او نه یې هم کوم تازه انځور خپور کړی.

100%

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د بنسټګر ملا عمر په څېر د هیواد په سوېلي ولایت کندهار کې اوسیږي او له هغه ځایه پر افغانستان واکمني کوي.

د طالبانو له بنسټګر ملا عمر نیولې تر ملا اختر محمد منصور او اوسني مشر ملا هبت الله پور، په رسنیو کې د درې واړو یوازې یو انځور خپریږي او هیڅ ویډیويي مرکې نه لري.

د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې تلویزوني خپرونې بندې وې او یوازې د ضرورت له مخې خلکو ته د انځور اخیستو اجازه وه.

دې ډلې په لومړنۍ واکمنۍ کې پر هغو درملو هم بندیز لګولی و چې انځور یې درلود. د طالبانو دغه بندیز د پاکستان بې کیفیته درملو سوداګري پراخه کړه چې بې انځوره یې افغانستان ته لېږل.

د انځور او ویډیو د مخنیوي لپاره د طالبانو د مشر دا هڅې په داسې مهال دي چې تېره اونۍ د دې ډلې امر بالمعروف او نهې له منکر کسانو په لغمان کې پر هغو بېنرونو رنګ واچاوه چې د ساکښو انځورونه یې لرل.

طالبانو په خوست کې له رسنیو سره د نجونو د ټیلیفوني اړیکو مخه نیولې ده

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په خوست ولایت کې طالبانو رسنیو ته د ښځو له لوري د ټیلیفوني اړیکو مخه نیولې او دغه کار یې «ناجایز» بللی. دغه مرکز وايي، طالبانو د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی، چې که دوی د ښځو ټیلیفونې اړیکې ځواب کړي «محاکمه» به شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو یو رسمي مکتوب خپور کړی چې په کې د خوست د امنیه قوماندان عبدالرشید عمري لاسلیک لیدل کیږي.

په دغه رسمي مکتوب کې ښاغلي عمري اعلان کړی چې په خوست ولایت کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.

د طالبانو په رسمي مکتوب کې چې د شنبې په ورځ د کب په پنځمه لاسلیک شوی، په خوست کې یو شمېر خصوصي راډیوګانې «اخلاقي فساد» ته په هڅولو تورنې شوې دي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو پر مهال او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرولو پر مهال راډيوګانو نو زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې له ریاست څخه د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري. په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.

د افغان خبريالانو مرکز وايي چې دا مهال په خوست ولايت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د خوست د امنيې قوماندانۍ ګواښ د دې ولايت د خبريالانو او رسنيو د مسوولانو احضارول او محاکمه کول يې د رسنيو د قانون خلاف عمل بللى دى.

دغه مرکز په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندان لیکلي اخطار «بې ساري» بللی او په رسنیو کې د طالبانو د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو د کمېسیون فعالیتونه له خنډ سره مخ شوي او نامسوول چارواکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول رسنۍ ګواښي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره: یوه اوونۍ کې څه باندې ۹۲ زره مټرېک ټنه صادرات او واردات شوي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په لړ کې یې ۹۲ زره او ۲۳۳ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي. دغې ادارې نن یکشنبه د (کب شپږمه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.

یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له ۲۷مې د کب تر درېیمې نیټې پورې کړي دي.

‏د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۵۷ زره او ۶۹۸ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې پنځه زره او ۵۴ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره او ۴۸۱ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر ۹۲ زره او ۲۳۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.

د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۲۲۴۷ ټنه صادر شوي، چې په دې کې وچه میوه، کینو، کچالو او د انارو اوبه (جوس) شامل دي.

دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته یې صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره اوونۍ، چې د روان مالي کال د سلواغې میاشتې په ترڅ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۸۱ زره ۴۶۹ مټریک ټنه توکي لیږدول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې په یوه میاشت کې د حیرتان بندر له لارې ۳۱۲ زره ۵۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۲۸ زره ۱۳۳ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۷ زره ۵۹۵ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۲۵۳ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي افغانستان ته وارد شوي.

دغه اداره وايي، په دغه موده کې ۳۲۱۶ ټنه سوداګریز مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرغومي میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۶ زره ۶۴۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې له هغې ډلې ۳۰۰۲ مټریک ټنه یې صادراتي توکي وو.