د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د موندونو پر بنسټ د طالبانو امربالمعروف او نهې له منکر وزیر خالد حنیفي هغه طالب وزیر دی، چې په وروستیو ورځو کې یې د دې وزارت په اېکس پاڼه کې له انځورونو او ویډیوګانو پرته یوازې اډیو ویناوې خپریږي.
طالبانو ترکمنستان ته د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر د خبر په هکله هم یو پخوانی انځور خپور کړی دی.
امیر خان متقي به پخوا له هر بهرني سفر مخکې په هوايي ډګر کې له رسنیو سره مرکې کولې، خو نن یې ترکمنستان ته د خپل سفر په تړاو هوايي ډګر ته خبریالان نه وو غوښتي او نه یې هم کوم تازه انځور خپور کړی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د بنسټګر ملا عمر په څېر د هیواد په سوېلي ولایت کندهار کې اوسیږي او له هغه ځایه پر افغانستان واکمني کوي.
د طالبانو له بنسټګر ملا عمر نیولې تر ملا اختر محمد منصور او اوسني مشر ملا هبت الله پور، په رسنیو کې د درې واړو یوازې یو انځور خپریږي او هیڅ ویډیويي مرکې نه لري.
د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې تلویزوني خپرونې بندې وې او یوازې د ضرورت له مخې خلکو ته د انځور اخیستو اجازه وه.
دې ډلې په لومړنۍ واکمنۍ کې پر هغو درملو هم بندیز لګولی و چې انځور یې درلود. د طالبانو دغه بندیز د پاکستان بې کیفیته درملو سوداګري پراخه کړه چې بې انځوره یې افغانستان ته لېږل.
د انځور او ویډیو د مخنیوي لپاره د طالبانو د مشر دا هڅې په داسې مهال دي چې تېره اونۍ د دې ډلې امر بالمعروف او نهې له منکر کسانو په لغمان کې پر هغو بېنرونو رنګ واچاوه چې د ساکښو انځورونه یې لرل.
په دغه مکتوب کې ویل شوي چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو پر مهال او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرولو پر مهال راډيوګانو نو زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.
په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې له ریاست څخه د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري. په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.
د افغان خبريالانو مرکز وايي چې دا مهال په خوست ولايت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د خوست د امنيې قوماندانۍ ګواښ د دې ولايت د خبريالانو او رسنيو د مسوولانو احضارول او محاکمه کول يې د رسنيو د قانون خلاف عمل بللى دى.
دغه مرکز په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندان لیکلي اخطار «بې ساري» بللی او په رسنیو کې د طالبانو د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو د کمېسیون فعالیتونه له خنډ سره مخ شوي او نامسوول چارواکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول رسنۍ ګواښي.
یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له ۲۷مې د کب تر درېیمې نیټې پورې کړي دي.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۵۷ زره او ۶۹۸ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې پنځه زره او ۵۴ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره او ۴۸۱ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر ۹۲ زره او ۲۳۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.
د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۲۲۴۷ ټنه صادر شوي، چې په دې کې وچه میوه، کینو، کچالو او د انارو اوبه (جوس) شامل دي.
دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته یې صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.