• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاظمي قمي ایران ته د افغانانو د کډوالۍ پړه پر امریکا واچوله

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وايي چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال مېشت دي. نوموړي ویلي چې دغه کډوال د هغو جبري شرایطو لاندې ایران ته راغلي چې امریکا په افغانستان کې رامنځته کړي دي.

کاظمي ویلي: «موږ باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړو چې له دغوکډوالو څخه یو شمېر بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.»

هغه له دانشجو خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د افغانستان کادرونه او کاري ځواک یوه مهمه برخه زموږ په هیواد کې شتون لري او هغه افغان کادرونه چې په ایران کې یې زده‌کړې کړې دي، بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.»

دغه ایرانی ډیپلوماټ وايي، د افغانانو کډوالي د هغو بحرانونو له امله ده چې امریکایانو په هغه هیواد کې رامینځته کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په ایران کې د مېشتو وګړو شپږ سلنه افغانان جوړوي.

په دې وروستیو کې یوه ایراني چارواکي خبر ورکړ چې د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو ننوتل منع دي.

ایران په دې ورستیو کې د افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

نړېوال وجهي صندوق د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر بیړنۍ بودجه تصویب کړه

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د یک شنبې په ورځ د (کب شپږمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، نړېوال وجهي صندوق د هغو ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر بیړنۍ مرسته تصویب کړه. دا هغه کډوال دي چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان ته راستېدونکي دي.

دغه اداره وايي، یاده مرسته به د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.

دغه ۴،۷ میلیونه بیړنۍ بودجه به پر ۶۶ میلیونه هغه بودجې ور زیاته شي چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د درې کلو لپاره اعلان شوې وه، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ورکړل کیږي.

په خبرپانه کې د یادې مرستې په اړه د اسیا، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او کارابین څانګې مشرې انیلیس هیرشمنله قوله لیکل شوي: «د اټکل له مخې ۱،۳ میلیونه کسان د افغانستان د نفوس درې سلنه وګړي کیږي، دغه یو لوی شمېر دی چې په کلیوالو او سختو سیمو کې له پاکستان سره پر کرښه پروت دی، د اډیډیمولوژیکي خطر استازیتوب کوي او د نرې رنځ، ایډز او ملاریا د اړینو خدمتونو د پیاوړتیا پرته ورسره مقابله نه شي کیدای.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول وایي، لا له وړاندې یې د راستنېدونکو کډوالو بیړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره د ملاریا، ایډز او نرې رنځ سره مخ کسانو ته د خدمتونو وړاندي کولو ته چمتوالی نیولي دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مسوول د نړیوال وجهي صندق د یادې پرېکړي هرکلی کړی.

له 'پولیو پاک افغانستان' اداره وايي چې سبا به په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پیل شي

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

له «پولیو پاک افغانستان» اداره وايي، چې ټاکل شوې سبا په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي. دغې ادارې دا نه دي ويلي چې په څومره ماشومانو به دغه واکسین پلی شي.

له «پولیو پاک افغانستان» ادارې نن یک شنبه د (کب شپږمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې سبا به د افغانستان په شلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د سلواغې نهمه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړی و. چې ۷.۵ میلیون ماشومان پکې واکسین شو.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پیښې ثبتې شوې وې.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې چې په دې اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې وې.

‏شنوونکي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په بې شمېره او بې مهاره وتلو سره په افغانستان کې د ځینو ساري ناروغیو د ډیرېدو امکان ډیر شوی چې نړیوال روغتیایي سازمانونه باید په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږکال لا کومه پېښه نه ده ثبته شوې.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: وزارتونو او عمومي ریاستونو ته مو نوی 'ښوونیز نصاب' لیږلی دی

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، د یاد وزارت له لوري په نوي «ښوونیز نصاب» کې به د «عقیدې او ایمان» اړوند مسایل په ټولو ادارو کې تدریس کیږي. دغه وزارت وايي، په ۳۴۱ مخونو کې یې دغه نصاب جوړ کړی او ویشلی دی.

د دغه وزارت له لوري د یک شنبې په ورځ د (کب شپږمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، ټولو وزارتونو او عمومي ریاستونو کې د دعوت ریاست ته د یاد وزارت له لوري نوی «ښوونیز نصاب» ورکړل شو.

په خبرپانه کې ویل شوي چې یاد «درسي نصاب» په ۳۴۱ مخونو کې جوړ شوی او ډېره برخه یې د «ایمان او عقیدي» اړوند مسایل دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست خالد حنفي له قوله ویل شوي: «له کارمندانو سره له نیک چلند څخه کارواخلئ لومړی معروف او منکر ور وپيژنئ او بیایې د اقامې او مخنیوي هڅه وکړئ.»

یاد وزارت تردې وړاندې هم د تېر جمهوري حکومت پر کارکوونکو د ږیري پرېښودلو او خولۍ په سر کولو ټینګار کړی و، او د مخکني حکومت له وخته لسګونه هغه دولتي کارکوونکي یې له دندو شړلي چې ږیرې یې خریلې وې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: امیرخان متقي د ترکمنستان په بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي سره په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان بریښنا شرکت مسوولان هم شامل دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د یک شنبې په ورځ د (کب شپږمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان بهرینو چارو وزیر رشید مردوف په بلنه د دوو اړخیزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره ترکمنستان ته په رسمي سفر روان شو.

یاد وزارت ویلي چې د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره په دغه سفر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغاستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان هم شامل دي.

څو ورځې وړاندې پر رسنیو داسې خپرونه خپاره شول چې ازبکستان پر افغانستان خپله ورکړې برېښنا پرې کړې وه خو ځینو هغو بیا دا یوه تخنیکي ستونزه بللې وه.

د ایران نړیوالو اړیکو مرکز: ۸۰۰ کډوالو کارپوهانو ته مو ایران کې پنځه کلنه استوګنه ورکړه

۶ کب ۱۴۰۲ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۲:۳۸ GMT+۰

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسلامي جمهوریت ۸۰۰ کارپوهانو او متشبثینو ته چې ډیری یې افغانان، سوریایان او لبنانیان دي، د استوګنې ځانګړي پنځه کلن کارتونه ورکړي دي.

د ایران نړېوالو اړیکو مرکز یوه چارواکي وویل چې د «ځانګړي اشرافي د استوګنې کارت په ورکولو سره» دا په ډاګه کوي چې «دا خلک د ایران اتباع ګڼل کیږي.»

د دغه نړیوالو اړیکو مرکز د علمي اړیکو د پراختیا دفتر مرستیال سید علی حسینی وویل: د «ای کونکټ» په نامه یو انلاین پلیټ فارم د بهرنیو کارپوهانو او متشبثینو د غوښتنې د ثبتولو لپاره ترتيب شوی دی چې دغه مرکز به له دوی څځه ځانګړی ملاتړ کوي.

ښاغلي حسیني، مهر خبري اژانس ته وویل چې د دې پلیټ فارم د پیلولو هدف چې د کډوالو کارپوهانو او متشبثینو په ژوند کې هوساینه راولي.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه پورې ٥٠٠ کسانو د ځانګړي استوګنې لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.