طالبانو د اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو په تور څلور کسان په دورو ووهل

طالبانو د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د اخلاقي فساد او په بلخ کې د نامشروع اړیکو په تور څلور کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې نن ویلي، چې په لغمان کې یې هر کس ته ۳۰ دورې او په بلخ کې هر کس په ۳۵ دورې سزا ور کړه .