• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت راپور وړاندې کوي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، چې نن به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.

نوموړي نن دوشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن ورځ خپله غونډه وکړي، چې دی به پکې خپل راپور وړاندې کړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د مونیخ په کنفرانس کې د افغانو مېرمنو او روان بشري وضعیت په تړاو د ګډون کوونکو هېوادونو له اعلامیې هر کلی کړی و.

نوموړي ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو تمرکز ته دوام ورکړي.

بېنېټ زیاته کړې وه، چې باید د نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د قانوني وسایلو په کارولو سره نړۍواله ټوله خپلې هڅې پیاوړې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اتریش پارلمان: طالبانو یو اتریشي څېړونکی له احمد مسعود سره د انځور اخیستو په تور نیولی و

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د اتریش د پارلمان اسناد ښيي، چې طالبانو د اتریش یو څېړونکی هربرت فریتز د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د عکس اخیستو په تور نیولی وو. ښاغلي فریتز دغه عکس په ویانا کې د دویمې ناستې پر مهال اخیستی او طالبانو یې په موبایل کې موندلی دی.

دغه اتریشي څېړونکی چې د افغانستان په اړه د کتاب د لیکلو په موخه دغه هېواد ته د څېړنې لپاره تللی و، د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته د طالبانو د ډېپلوماټیکو معاملو لپاره د وسلې په توګه بدل شو.

هربرت فریتز څوک دی؟

۸۴ کلن هربرت فریتز یو سخت ښي اړخه سیاستوال دی، د سیاسي فعالیت د کلونو تاریخ لري او په اتریش کې یې د ښي اړخه ګوند بنسټ ایښی دی.

په هغو ۹ میاشتو کې چې دغه اتریشی د طالبانو په زندان کې و، خپلوانو او حتا د اتریش د پارلمان غړو هم د دغې ډلې په زندان کې د هغه له ناوړه وضعیت څخه شکایت کاوه.

د اتریش د پارلمان غړي مارتین ګراف د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې لیکلي: "هربرت فریتز وتښتول شو او له هغه وخت راهیسې هغه د ګوانتانامو په شان زندان کې پرته له کوم تور، پرته له محاکمې او ضمانت د سیاسي یرغمل په توګه ساتل شوی، چیرې چې شکنجه معمول دی."

د پارلمان دغه غړي په هغه وخت کې وويل: "هغه ته د وينې مهم درمل نه رسيږي، د اورېدلو معيوب دى او د هغه د کاڼه کېدو خطر شته."

پوښتنه دا ده، چې طالبانو ولې یو زوړ سړی چې د روغتیا وضعیت یې خراب و، نهه میاشتې په بند کې ساتلی و؟

د اتریش د ازادۍ ګوند په یوه خبري غونډه کې چې د زنداني لور په ګډون جوړه شوې وه وویل، چې طالبان له دغه اتریشي وګړي څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او د دغه هېواد له حکومته یې وغوښتل چې د هغه د خلاصون په بدل کې په ویانا کې د افغانستان سفارت وتړي.

په ویانا کې د افغانستان سفارت اوس هم د افغانستان د جمهوري ریاست د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي.

د اتریش د ازادۍ ګوند ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

اوس له ۹ میاشتو وروسته ښاغلی فریتز د قطر په منځګړتوب خوشې شوی دی.

نوموړی به له قطر څخه تر درملنې وروسته اتریش ته ولاړ شي.
​

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په اړه د امنیت شورا پر غونډې نیوکه وکړه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا پر غونډې نیوکه کړې ده. هېدر بار وویل، چې د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د تړلو دروازو تر شا د غونډو جوړول بند کړي.

اغلې بار په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره پر خپله اېکس پاڼه په يوه یادښت لیکلي دي: «افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، چې د طالبانو له خوا تر بریدونو لاندې دي، دا حق لري، چې پوه شي (په دې غونډو کې) پر څه خبرې او پرېکړې کيږي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د (کب په ۷مه) نېټه د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کوي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د تړلو دروازو ترشا پر غونډو نیوکه کړې وه.

کرېکټ بورډ د اېرلنډ لوبډلې پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د اېرلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو ۱۶ کسيز نوملړ خپور کړ. دغه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسولين وایي؛ له تمريناتي کمپ څخه یې ۱۶ کسيزه لوبډله د اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره ټاکلې ده.

د بورډ د مسولينو په خبره، چې افغان لوبډلې ته يې نوي لوبغاړي هم ور اضافه کړي دي.

بورډ وايي؛ په دې لوبډله کې « حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ» شامل دي.

دې ټېسټ لوبې ته رحمن الله ګربز، ابراهیم عبدالرحیمزی او خلیل ګربز هم وراضافه شوی دی.

دغه لوبې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (فېبروري ۲۸ مه) پیل او د مارچ میاشتي تر درېيمې نېټې به دوام وکړي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان او اېرلنډ د يو د بل په وړاندې د لوبېدو خورا اوږده مخينه لري.

د افغانستان د کرېکت د لوبغاړو غوراوي کمېټې ډاډ وړاندې کړی، چې لوبډله به یې په دې لوبو کې ښه وځليږي.

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر استعفا وکړه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر محمد اشتیه د دوشنبې په ورځ د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته خپله استعفا وړاندې کړه. ښاغلي اشتیه د خپلې استعفا لامل په غزه کې له جګړې وروسته د سیاسي تشکیلاتو په اړه د فلسطینیانو ترمنځ د پراخې اجماع رامنځته کېدل وبلل.

د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې په فلسطیني اداره کې د اصلاحاتو لپاره پر محمود عباس د امریکا فشارونه زیات شوي دي.

محمد اشتیه ویلي، چې د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ یې خپله استعفا د فلسطیني ادارې مشر ته سپارلې او دغه موضوع یې د دوشنبې په ورځ محمود عباس ته په لیکلې بڼه استولې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د فلسطین اداره به د فلسطین په خاوره کې د یوه دولت د جوړولو لپاره مبارزه وکړي.

که محمود عباس د محمد اشتیه استعفا ومني، هغه کولی شي له هغه څخه وغواړي، چې د دایمي ځای ناستي تر ټاکل کیدو پورې د کابینې د مشر په توګه پاتې شي.

د فلسطین اداره د ۲۹۹۰لسیزې په مینځ کې د اسرایل سره د اوسلو د سولې تړون له لاسلیک وروسته رامینځته شوه او مرکزي دفتر یې د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې موقعیت لري.

محمد اشتیه په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

هغه وویل، چې د استعفا پریکړه یې په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې د کړکیچ د بې ساري زیاتوالي او په غزه کې د جګړې، نسل وژنې او لوږې له امله کړې ده.
​

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۱۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې د کب په شپږمه ۱۳۸ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول. دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د شمېرو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۳۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

‏تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور لکه او ۹۳ زره او ۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.