سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د درې راکټونو غږونه اورېدل شوي

له کابل څخه یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۴۰ دقیقې یې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د درې راکټونو د لګېدو غږونه اورېدلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم د دې پېښې په اړه نور جزیيات ورکړي دي.