• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جنوبي کوریا له افغانستان سره څلور میلیونه ډالره مرسته وکړه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ وویل، چې جنوبي کوریا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې څلور میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې دغه بودیجه به په افغانستان کې د بېړنیو خوراکي مرستو او د قحطۍ د مخنیوي لپاره ولګول شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت دغه پیسې په دغه هېواد کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران ته په اشارې سره په دې خبرپاڼه کې زياته کړې، چې د دغه هېواد په میليونونو اتباع چې په ناوړه اقتصادي وضعيت او بېکارۍ کې لاس لري، د ځان ژغورنې په هڅه کې دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام مشر هسیایو وی لی وویل، چې افغانان خپل وروستي منابع له لاسه ورکړي او سپما یې کمه شوې ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سازمان تېر کال په ټول افغانستان کې له ۱۹ میلیونه وګړو سره مرسته کړې وه.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د مالي سرچینو د کمښت له امله په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره خپلې مرستې ۱۰ میلیونه کسانو ته راکمې کړې.

جنوبي کوریا هم تېره میاشت کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه.

په دې وروستیو کې دغې ادارې اعلان وکړ، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د کمښت په اړه اندېښمن دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

هند پر پاکستان د راوي سیند اوبه بندې کړې

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

هندي چارواکو وویل، چې د راوي سیند چې د پنجاب – جمو او کشمېر پر پوله بهېږي، پاکستان ته تړلی دی. ویل کیږي، چې د راوي سیند د اوبو بندول د " شاه پور کنډي بند" پروژې تر بشپړېدو وروسته دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي.

هندي چارواکو ویلي دي، چې د شاهپور کنډي بند د پروژې له بریالیتوب وروسته د اوبو سرچینې دوو شمالي ایالتونو ته اړول شوي، چې هند ته اجازه ورکوي، چې د راوي سیند د اوبو له سرچینو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د هند اکانومیک ټایمز د یکشنبې په ورځ (د کب ۶مه) راپور ورکړ، چې هندي چارواکو وویل، چې د راوي سیند څخه ۱,۱۵۰ کوسک اوبه د جمو او کشمیر د کنوا او سامبا سیمو کې پاکستان ته د ۳۲۰,۰۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کارول شوي.

د هند او پاکستان تر منځ د ۱۹۶۰ کال د سیند د اوبو د تړون له مخې، هند د راوي، ستلج او بیس سیندونو پر اوبو ځانګړی حق لري، په داسې حال کې چې پاکستان د سند، جهلم او چناب سیندونو کنټرول لري.

په همدې حال کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې وروستیو کې په یوه کنفرانس کې په خپله وینا کې ژمنه وکړه، چې د هندي بزګرانو لپاره به د ستلج، بیس او راوي سیندونو د اوبو د اغېزمنې ګټې اخیستنې ملاتړ وکړي. هغه د هند پر حق باندې ټینګار وکړ، چې د دغو سیندونو د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، چې په پاکستان ته تېریږي.

د دغه راپور له مخې؛ له هغه وخت راهیسې هند د اوبو د مدیریت ګڼې پروژې پلې کړې، چې د راوی سیند بند یو له دغو پروژو څخه دی، چې هند توانېدلی د ختیځو سیندونو شاوخوا ۹۵ سلنه اوبه په خپله ولګوی.

په همدې حال کې د شاه پور بیراج بند د بنسټ ډبره په ۱۹۹۵ کې د هند د هغه وخت لومړي وزیر له خوا کېښودل شوه، کله چې د جمو او کشمیر او پنجاب حکومتونو ترمنځ شخړې رامنځته شوې چې دا پروژه د څلور نیمو کلونو لپاره وځنډول شوه.

هند ټینګار کړی، چې له دې وروسته به د راوي د اوبو یو څاڅکی هم پاکستان ته نه ځي او له دغو اوبو څخه به په جمو او کشمیر او پنجاب کې د کرنې او اقتصادي ودې لپاره کار اخلي.
​

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پیل شوه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډه د تړلو دروازو تر شا نن دوشنبه پیل شوه. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون نه دی کړی او د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د ګایانا سفیره ارولین رودریگز په غاړه لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به ګډونوال د یوناما او ځانګړي استازي پر واکونو او کاري جوړښت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د غړو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د کاري دورې ټاکل دي.
سرچینې وايي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به د امریکا، برېټانیا، سویس، فرانسې، سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو ګډه اعلامیه ولوستل شي.

په دغه اعلامیه کې به پر بشري ارزښتونو د ټینګار ترڅنګ، د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره د بشري حقونو پر ارزښتونو د بحثونو پایلې هم وړاندې شي.

په خوست کې د سوکيوکوشين کراټې لومړی پړاو سيالۍ تر سره شوې

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

په خوست کې د پنځو لوبډلو «خوست، ننګرهار، کابل، پروان او لوګر» ترمنځ د سوکيوکشين کراټې لومړي پړاو سيالۍ تر سره شوې. د افغانستان د طالبانو د ورزش او بدنې روزنې اداره وايي، چې په دې سياليو کې ۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې وو.

د طالبانو د ورزش او بدنې رونې ادارې نن دوشنبه په خوست کې د دې سياليو د ترسره کېدو خبر ورکړی.

د سوکیوکوشین کراټې دوه لوبغاړې د سيالۍ پر مهال
100%
د سوکیوکوشین کراټې دوه لوبغاړې د سيالۍ پر مهال

په دې يو ورځنۍ سيالۍ کې کوربه خوست لوبډلې د ۱۴ برياو په ترلاسه کولو لومړۍ، ننګرهار په دوو برياو سره دویم او کابل لوبډلې د يوې بريا په ترلاسه کولو درېیم مقام ګټلی.

د ادارې د معلوماتو له مخې، چې د سياليو څخه يې موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

په خوست کې د سوکيوکشين کراټې سيالۍ، لوبغاړې، لوبڅاران او ننداره کوونکي
100%
په خوست کې د سوکيوکشين کراټې سيالۍ، لوبغاړې، لوبڅاران او ننداره کوونکي

مسوولين وايي؛ غواړی د ایران د سوکيوکشين کراټې په سياليو کې د ګډون لپاره منتخبه افغان لوبډله وټاکي.

طالبانو برياليو لوبغاړو ته ورزشي جايزې هم ورکړې.

مسوولين بريالي لوبغاړو ته د جايزې ورکولو پر مهال
100%
مسوولين بريالي لوبغاړو ته د جايزې ورکولو پر مهال

بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت راپور وړاندې کوي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، چې نن به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.

نوموړي نن دوشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن ورځ خپله غونډه وکړي، چې دی به پکې خپل راپور وړاندې کړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د مونیخ په کنفرانس کې د افغانو مېرمنو او روان بشري وضعیت په تړاو د ګډون کوونکو هېوادونو له اعلامیې هر کلی کړی و.

نوموړي ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو تمرکز ته دوام ورکړي.

بېنېټ زیاته کړې وه، چې باید د نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د قانوني وسایلو په کارولو سره نړۍواله ټوله خپلې هڅې پیاوړې کړي.

د اتریش پارلمان: طالبانو یو اتریشي څېړونکی له احمد مسعود سره د انځور اخیستو په تور نیولی و

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د اتریش د پارلمان اسناد ښيي، چې طالبانو د اتریش یو څېړونکی هربرت فریتز د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د عکس اخیستو په تور نیولی وو. ښاغلي فریتز دغه عکس په ویانا کې د دویمې ناستې پر مهال اخیستی او طالبانو یې په موبایل کې موندلی دی.

دغه اتریشي څېړونکی چې د افغانستان په اړه د کتاب د لیکلو په موخه دغه هېواد ته د څېړنې لپاره تللی و، د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته د طالبانو د ډېپلوماټیکو معاملو لپاره د وسلې په توګه بدل شو.

هربرت فریتز څوک دی؟

۸۴ کلن هربرت فریتز یو سخت ښي اړخه سیاستوال دی، د سیاسي فعالیت د کلونو تاریخ لري او په اتریش کې یې د ښي اړخه ګوند بنسټ ایښی دی.

په هغو ۹ میاشتو کې چې دغه اتریشی د طالبانو په زندان کې و، خپلوانو او حتا د اتریش د پارلمان غړو هم د دغې ډلې په زندان کې د هغه له ناوړه وضعیت څخه شکایت کاوه.

د اتریش د پارلمان غړي مارتین ګراف د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې لیکلي: "هربرت فریتز وتښتول شو او له هغه وخت راهیسې هغه د ګوانتانامو په شان زندان کې پرته له کوم تور، پرته له محاکمې او ضمانت د سیاسي یرغمل په توګه ساتل شوی، چیرې چې شکنجه معمول دی."

د پارلمان دغه غړي په هغه وخت کې وويل: "هغه ته د وينې مهم درمل نه رسيږي، د اورېدلو معيوب دى او د هغه د کاڼه کېدو خطر شته."

پوښتنه دا ده، چې طالبانو ولې یو زوړ سړی چې د روغتیا وضعیت یې خراب و، نهه میاشتې په بند کې ساتلی و؟

د اتریش د ازادۍ ګوند په یوه خبري غونډه کې چې د زنداني لور په ګډون جوړه شوې وه وویل، چې طالبان له دغه اتریشي وګړي څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او د دغه هېواد له حکومته یې وغوښتل چې د هغه د خلاصون په بدل کې په ویانا کې د افغانستان سفارت وتړي.

په ویانا کې د افغانستان سفارت اوس هم د افغانستان د جمهوري ریاست د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي.

د اتریش د ازادۍ ګوند ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

اوس له ۹ میاشتو وروسته ښاغلی فریتز د قطر په منځګړتوب خوشې شوی دی.

نوموړی به له قطر څخه تر درملنې وروسته اتریش ته ولاړ شي.
​