• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پیل شوه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۰

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډه د تړلو دروازو تر شا نن دوشنبه پیل شوه. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون نه دی کړی او د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د ګایانا سفیره ارولین رودریگز په غاړه لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به ګډونوال د یوناما او ځانګړي استازي پر واکونو او کاري جوړښت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د غړو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د کاري دورې ټاکل دي.
سرچینې وايي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به د امریکا، برېټانیا، سویس، فرانسې، سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو ګډه اعلامیه ولوستل شي.

په دغه اعلامیه کې به پر بشري ارزښتونو د ټینګار ترڅنګ، د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره د بشري حقونو پر ارزښتونو د بحثونو پایلې هم وړاندې شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې د سوکيوکوشين کراټې لومړی پړاو سيالۍ تر سره شوې

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

په خوست کې د پنځو لوبډلو «خوست، ننګرهار، کابل، پروان او لوګر» ترمنځ د سوکيوکشين کراټې لومړي پړاو سيالۍ تر سره شوې. د افغانستان د طالبانو د ورزش او بدنې روزنې اداره وايي، چې په دې سياليو کې ۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې وو.

د طالبانو د ورزش او بدنې رونې ادارې نن دوشنبه په خوست کې د دې سياليو د ترسره کېدو خبر ورکړی.

د سوکیوکوشین کراټې دوه لوبغاړې د سيالۍ پر مهال
100%
د سوکیوکوشین کراټې دوه لوبغاړې د سيالۍ پر مهال

په دې يو ورځنۍ سيالۍ کې کوربه خوست لوبډلې د ۱۴ برياو په ترلاسه کولو لومړۍ، ننګرهار په دوو برياو سره دویم او کابل لوبډلې د يوې بريا په ترلاسه کولو درېیم مقام ګټلی.

د ادارې د معلوماتو له مخې، چې د سياليو څخه يې موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

په خوست کې د سوکيوکشين کراټې سيالۍ، لوبغاړې، لوبڅاران او ننداره کوونکي
100%
په خوست کې د سوکيوکشين کراټې سيالۍ، لوبغاړې، لوبڅاران او ننداره کوونکي

مسوولين وايي؛ غواړی د ایران د سوکيوکشين کراټې په سياليو کې د ګډون لپاره منتخبه افغان لوبډله وټاکي.

طالبانو برياليو لوبغاړو ته ورزشي جايزې هم ورکړې.

مسوولين بريالي لوبغاړو ته د جايزې ورکولو پر مهال
100%
مسوولين بريالي لوبغاړو ته د جايزې ورکولو پر مهال

بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت راپور وړاندې کوي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، چې نن به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.

نوموړي نن دوشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن ورځ خپله غونډه وکړي، چې دی به پکې خپل راپور وړاندې کړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د مونیخ په کنفرانس کې د افغانو مېرمنو او روان بشري وضعیت په تړاو د ګډون کوونکو هېوادونو له اعلامیې هر کلی کړی و.

نوموړي ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو تمرکز ته دوام ورکړي.

بېنېټ زیاته کړې وه، چې باید د نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د قانوني وسایلو په کارولو سره نړۍواله ټوله خپلې هڅې پیاوړې کړي.

د اتریش پارلمان: طالبانو یو اتریشي څېړونکی له احمد مسعود سره د انځور اخیستو په تور نیولی و

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د اتریش د پارلمان اسناد ښيي، چې طالبانو د اتریش یو څېړونکی هربرت فریتز د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د عکس اخیستو په تور نیولی وو. ښاغلي فریتز دغه عکس په ویانا کې د دویمې ناستې پر مهال اخیستی او طالبانو یې په موبایل کې موندلی دی.

دغه اتریشي څېړونکی چې د افغانستان په اړه د کتاب د لیکلو په موخه دغه هېواد ته د څېړنې لپاره تللی و، د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته د طالبانو د ډېپلوماټیکو معاملو لپاره د وسلې په توګه بدل شو.

هربرت فریتز څوک دی؟

۸۴ کلن هربرت فریتز یو سخت ښي اړخه سیاستوال دی، د سیاسي فعالیت د کلونو تاریخ لري او په اتریش کې یې د ښي اړخه ګوند بنسټ ایښی دی.

په هغو ۹ میاشتو کې چې دغه اتریشی د طالبانو په زندان کې و، خپلوانو او حتا د اتریش د پارلمان غړو هم د دغې ډلې په زندان کې د هغه له ناوړه وضعیت څخه شکایت کاوه.

د اتریش د پارلمان غړي مارتین ګراف د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې لیکلي: "هربرت فریتز وتښتول شو او له هغه وخت راهیسې هغه د ګوانتانامو په شان زندان کې پرته له کوم تور، پرته له محاکمې او ضمانت د سیاسي یرغمل په توګه ساتل شوی، چیرې چې شکنجه معمول دی."

د پارلمان دغه غړي په هغه وخت کې وويل: "هغه ته د وينې مهم درمل نه رسيږي، د اورېدلو معيوب دى او د هغه د کاڼه کېدو خطر شته."

پوښتنه دا ده، چې طالبانو ولې یو زوړ سړی چې د روغتیا وضعیت یې خراب و، نهه میاشتې په بند کې ساتلی و؟

د اتریش د ازادۍ ګوند په یوه خبري غونډه کې چې د زنداني لور په ګډون جوړه شوې وه وویل، چې طالبان له دغه اتریشي وګړي څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او د دغه هېواد له حکومته یې وغوښتل چې د هغه د خلاصون په بدل کې په ویانا کې د افغانستان سفارت وتړي.

په ویانا کې د افغانستان سفارت اوس هم د افغانستان د جمهوري ریاست د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي.

د اتریش د ازادۍ ګوند ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

اوس له ۹ میاشتو وروسته ښاغلی فریتز د قطر په منځګړتوب خوشې شوی دی.

نوموړی به له قطر څخه تر درملنې وروسته اتریش ته ولاړ شي.
​

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په اړه د امنیت شورا پر غونډې نیوکه وکړه

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا پر غونډې نیوکه کړې ده. هېدر بار وویل، چې د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د تړلو دروازو تر شا د غونډو جوړول بند کړي.

اغلې بار په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره پر خپله اېکس پاڼه په يوه یادښت لیکلي دي: «افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، چې د طالبانو له خوا تر بریدونو لاندې دي، دا حق لري، چې پوه شي (په دې غونډو کې) پر څه خبرې او پرېکړې کيږي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د (کب په ۷مه) نېټه د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کوي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د تړلو دروازو ترشا پر غونډو نیوکه کړې وه.

کرېکټ بورډ د اېرلنډ لوبډلې پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د اېرلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو ۱۶ کسيز نوملړ خپور کړ. دغه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسولين وایي؛ له تمريناتي کمپ څخه یې ۱۶ کسيزه لوبډله د اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره ټاکلې ده.

د بورډ د مسولينو په خبره، چې افغان لوبډلې ته يې نوي لوبغاړي هم ور اضافه کړي دي.

بورډ وايي؛ په دې لوبډله کې « حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ» شامل دي.

دې ټېسټ لوبې ته رحمن الله ګربز، ابراهیم عبدالرحیمزی او خلیل ګربز هم وراضافه شوی دی.

دغه لوبې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (فېبروري ۲۸ مه) پیل او د مارچ میاشتي تر درېيمې نېټې به دوام وکړي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان او اېرلنډ د يو د بل په وړاندې د لوبېدو خورا اوږده مخينه لري.

د افغانستان د کرېکت د لوبغاړو غوراوي کمېټې ډاډ وړاندې کړی، چې لوبډله به یې په دې لوبو کې ښه وځليږي.