• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې د کډوالو د مخنیوي لپاره پلټونکې پوستې او ګرځنده څارونکې ډلې زیاتې کړې دي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد په دېرشو ښارونو کې د بې اسناده کډوالو د پېژندنې په موخه د پلټونکو پوستو او ګرځنده ډلو د زیاتوالي خبره کړې.

علي یرلي کایا وویل، د تېر کال د جولای میاشتې را په دې خوا یوازې په استانبول ښار کې یې ۵۶ زره او ۶۲۰ بې اسناده کډوال نیولي او د اېستلو مرکزونو ته یې لېږلي دي.

د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې علي یرلي کایا ویلي، چې د پوستو ډېرېدل او د نقلیه وسایطو زیاتوالی کولای شي د بې اسناده بهرنیانو د ورتګ مخه ونیسي.

هغه وايي، هغه بهرنیان چې پېژند پاڼې او نور اړوند سندونه و نه لري، تر نیولو وروسته د شړلو مرکزونو ته لېږل کېږي.
یرلي ‌کایا ترکیې ته د کډوالو د بې مخینې ورتګ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دغو کډوالو پر وړاندې یې د مبارزې لپاره څلور پړاوونه تر لاس لاندې دي: د دوی په خپلو هېوادونو کې د هغوی د ستونزو هوارول، امنیتي ګامونه او په پوله کې د امنیت ټینګښت، د بې اسناده کډوالو پېژندنه او د هغوی نیول او په ټوله کې د هغوی بېرته ستنول شامل دي.
ښاغلي یرلي ‌کایا وویل، چې په تېر یو کال کې یې په ټوله کې ۶۱ زره او ۴۲۹ تنه بې اسناده کډوال د شړلو مرکزونو ته استولي.

هغه زیاته کړې ده، چې په تېرو اوو میاشتو کې یې لږ تر لږه د قاچاق کوونکو پر ضد ۴۹۳ عملیات په استانبول ښار کې تر سره کړي او ۷۹۸ تنه قاچاق کوونکي یې نیولي دي.
ترکیه د اروپا او اسیا تر منځ د وصل د کړۍ په توګه، د ډېرو هغو پناه غوښتونکو لپاره مناسب هېواد دی، چې غواړي په قانوني یا ناقانونه توګه اروپايي هېوادونه ته ځانونه ورسوي.

ترکیې په تېرو میاشتو کې د دغو کدوالو د پېژندلو او د هغوی د شړلو لړۍ چټکه کړې او زرګونه کډوال چې ډېری یې افغانان وو له خپل هېواده شړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یو ځل بیا د انټوني بلېنکن د نیولو ګواښ وکړ

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یو ځل بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د نیولو ګواښ وکړ. مایکل مکال په یوه لیک کې لیکلي، چې انټوني بلېنکن له افغانستانه د وتلو اړوند اسنادو په اړه د کانګرس د ډېرو غوښتنو مخه نیولې ده.

د ډیلي میل ورځپاڼې د خبر له مخې؛ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په دې لیک کې لیکلي دي: «دا د خواشینۍ خبره ده، چې له وژونکي او د ګډوډۍ له وتلو دوه کاله وروسته هم دغه اداره د پالیسي جوړونې پر ځای سیاست ته ترجیح ورکوي.»

په دغه لیک کې مایکل مکال لیکلي، چې که د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مارچ تر شپږمې نېټې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د «له اقدام وروسته د پايلو»موندنې وړاندې نه کړي، هغه به «کانګرس ته د سپکاوي» په تور ونیول شي.

که د انټوني بلېنکن د نیولو لپاره د مکال ګواښ رښتیا شي، دا به د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د بهرنیو چارو وزیر «کانګریس ته د سپکاوي» په تور نیول کیږي.

مایکل مکال په دې لیک کې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت په ښه نیت خبرې نه دي کړي، هم يې د جولای د ۲۰۲۳ د احضاراتو د کمېټې سره سم عمل نه دی کړی او هم یې د اګسټ په ۱۱ نېټه د دې تحقیق سره د همکارۍ لپاره خپله شخصي ژمنه نه ده پوره کړې.»

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي، چې اوس د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د صبر کاسه پای ته رسېدلې ده.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د ۱۴۰۱ د مرغومي مياشت کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه دې د حکومت د اسنادو د راټولولو لپاره دې کمېټې ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي مکال د دې کال د غوايي مياشتي د پنجشنبې په ورځ هم گواښ وکړ، چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د انټوني بلېنکن د ځواب ورکولو په برخه کې پاتې راتلل به کانگرس ته سپکاوی وګڼل شي.

د روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

د روسیې د دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ (د کب ۸مه) د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله. سرګي شایګو وویل: «په سیمه کې وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.»

ښاغلي شایګو منځنۍ اسیا ته د خطر په بیانولو سره زیاته کړه: «په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.»

د روسیې د دفاع وزیر وويل، چې د داعش اصلي هدف د ډله يیز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو په جنوبي پولو کې د افراطي ایډیالوژۍ او ترهګریزو فعالیتونو خپرول دي.

هغه همدا ډول وویل: « د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له لارې د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي اټکل کېږي.»

په ورته وخت کې سرګي شایګو ټینګار وکړ: «موږ د مخنیوي اقدامات کوو.»

د هغه په ​​وينا؛ د سيمې په هېوادونو کې د کړکېچن حالت د هواري لپاره هڅې او د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په خاوره کې په اوو تمرينونو کې ګډون د ډله ييزو امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د روسيې او د هغې د متحدينو له پوځي پلانونو څخه دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشیف د روان کال د سلواغې میاشتې په بشکیک کې د منځنۍ اسیا له خپلو سیالانو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې له ۲۳ زره څخه د زیاتو جنګیالیو په لرلو ۲۰ ترهګریز سازمانونه موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلاره د افغانانو د ارادې خلاف ده

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، چې طالبان لا هم نجونې او مېرمنې له زده کړو منع کوي، د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د طالبانو تګلاره د افغانانو د خوښې خلاف ده.

نوموړي دغه څرګندونې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په اړه په غونډه کې وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بوسټن پوهنتون له خو نن سې شنبه جوړه شوې ده.

بلېنکن وايي: "طالبانو پر نجونو او مېرنو د زده کړو، کار او په اقتصادي چارو کې فعالیت او خبرو پر کولو بندیز لګولی دی".

نوموړی زیاتوي، چې نړۍ او په ځانګړې ډول امریکا د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند کې د فعالیت له پاره د افغانو مېرمنو او نجونو ملاتړ کوي.

په یاده غونډه کې د انتوني بلېنکن په ګډون ټام وېسټ، رینا امیري او یو شمېر افغان فعالانو برخه اخیستې ده.

باوري سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په باړه کې یو قومي مشر په جومات کې وژل شوی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۳ GMT+۰

سرچينې وايي، تېره شپه د خيبرپښتونخوا په باړې سیمه کې یو قومي مشر په جومات کې د لمانځه پر مهال وژل شوی. دا لا نه ده معلومه چې دغه سپینږیری چا وژلی خو عیني شاهدانو ویلي چې مخ پټي کسان راغلل او په دغه مشر یې د ټوپک ډزې وکړې.

نن سې شنبه د (کب اتمه) په خیبر پښتونخوا کې ازاد خبریال لال وزیر وايي چې د مجید په نوم دغه قومي مشر تېره شپه خپل کور ته نږدې په جومات کې نامعلومو کسانو په ډزو وژلی.

100%


هغه له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره د خبرو پر مهال وويل چې له دغې پیښې وروسته د یادې سیمې د خلکو غوسه راپارېدلې او ټول کلیوال د وسلوالو په لټون پسې وتلي دي.
که څه هم چې په سیمه کې ځايي امنیتي ځواکونه د امنیت د ساتلو هڅې کوي خو د خیبرپښتونخوا ولسونه وايي چې حکومت یې د امنیت په راستو کې پاتې راغلی او د داسې پېښو له تکرار سره٬ سره د نورو پېښو مخه نه ده نیول شوې.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د خیبرپښتونخوا له وزیرستانه نیولې بیا تر ډېره اسمعیل خان پورې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي، چې په کې په دې وروستیو کې په قومي مشرانو پسې بمي چاودنې او د هدفي وژنو پیښې ډیرې شوې دي.

د هنګري پارلمان په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب وړاندیز تصویب کړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د هنګري پارلمان د یوې لایحې په تصویبولو سره سوېډن ته لاره هواره کړه، چې د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان "ناټو" کې شامل شي.

هنګري د ناټو وروستی غړی هېواد دی چې په دغه پوځي اتحاد کې د شاملېدو لپاره یې د سوېډن غوښتنه منلې ده.

د هنګري د پارلمان له خوا په ناټو کې د سوېډن د شاملېدو د وړاندېز تصويب د ستاکهولم لپاره د ناټو د غړیتوب وروستی خنډ لرې کړ.

سوېډن دا غوښتنه کابو دوه کاله مخکې پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته کړې وه.

د دوشنبې په ورځ د هنګري د پارلمان مطبوعاتي دفتر په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب د تصویبیدو خبر خپور کړ.

له ناټو سره د سوېډن له یوځای کېدو سره به د دغه پوځي سازمان د غړو شمېر ۳۲ هېوادونو ته ورسېږي.