• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هنګري پارلمان په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب وړاندیز تصویب کړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د هنګري پارلمان د یوې لایحې په تصویبولو سره سوېډن ته لاره هواره کړه، چې د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان "ناټو" کې شامل شي.

هنګري د ناټو وروستی غړی هېواد دی چې په دغه پوځي اتحاد کې د شاملېدو لپاره یې د سوېډن غوښتنه منلې ده.

د هنګري د پارلمان له خوا په ناټو کې د سوېډن د شاملېدو د وړاندېز تصويب د ستاکهولم لپاره د ناټو د غړیتوب وروستی خنډ لرې کړ.

سوېډن دا غوښتنه کابو دوه کاله مخکې پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته کړې وه.

د دوشنبې په ورځ د هنګري د پارلمان مطبوعاتي دفتر په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب د تصویبیدو خبر خپور کړ.

له ناټو سره د سوېډن له یوځای کېدو سره به د دغه پوځي سازمان د غړو شمېر ۳۲ هېوادونو ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پر لبنان د اسراییل هوايي برید کې د حزب‌الله دوه غړي وژل شوي دي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

په لبنان کې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اسراییل جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ د لبنان په بیکا دره کې بمباري کړې او لږ تر لږه د حزب الله دوه غړي یې وژلي دي.

د حزب‌الله ډلې پورې تړلي المنار ټلویزیون راپور ورکړی، چې حزب الله د اسراییل تر اشغال لاندې د ګولان په لوړو کې د اسراییلي پوځ په مرکزي دفتر ۶۰ راکټونه توغولي دي.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي، لسګونه توغندي له لبنان څخه د ګولان پر لوړو توغول شوي دي.

دغه بریدونو د ۲۰۰۶ کال له جګړې راهیسې د حزب الله او اسرايیل تر منځ د تاوتریخوالی د ډېرېدو نښه ده، چې د غزې د جګړې د لا پراخېدو او سیمه ییزو جګړو احتمال لا پسې قوي کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې د غورځولو په غبرګون کې د بیکا په دره کې د حزب الله هوايي دفاعي اډې په نښه کړې دي.

حزب الله د دوشنبې په ورځ یوه اسراییلي‌ بې پیلوټه الوتکه د یو توغندي پر مټ په نښه کړې وه.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د مشخصو پایلو له اعلان پرته پای ته ورسېده

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د افغانستان په اړه د ملګرو ملوتونو د امنیت شورا غونډه د مشخصو پایلو او پرېکړو له رسمي اعلان پرته پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر څخه د افغانستان انټرنیشنل خبريال د سرچينو په حواله وايي، چې له طالبانو سره د تعامل او د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دايمي غړو ترمنځ اختلاف جدي دى او له همدې امله په دې اړه پریکړه کول د دغې شورا له پاره یو ستونزمن کار دی.

په همدې حال کې په په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې داسې نه ښکاري چې د دې شورا غړي به د افغانستان په اړه کومه جدي پرېکړه وکړي.

فايق وويل، چې د شورا دايمي غړي له طالبانو سره د خبرو اترو د څرنګوالي او د افغانستان په نورو مسايلو کې د نظر اختلاف لري او له دې امله د افغانستان په اړه پریکړه کول ستونزمن شوي دي.

هندی سندرغاړی پنکج اوداس د ۷۲ کلونو په عمر په ممبۍ کې ومړ

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

هندي سندرغاړی پنکج اوداس د دوشنبې په ورځ له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۲ کلونو په عمر د ممبۍ په یوه روغتون کې ومړ. د دغه سندرغاړي د مړینې په اړه په یوه پیغام کې د هند لومړي وزیر نريندرا مودي هغه «د هندي موسیقۍ څراغ» بللی، چې سندرې یې ګڼو نسلونو ته رسېدلې دي.

ښاغلي مودي وويل، چې د دې سندرغاړي تشه به هېڅکله ډکه نه شي.

دغه سندرغاړی، چې د «غزل شاه» لقب یې تر لاسه کړی د هالیووډ په ځینو فلمونو کې يې هم سندرې ویلي دي.

ښاغلي اوداس د خپل هنري ژوند په ترڅ کې د هندي موسيقۍ له نړۍوالۍ اکاډمۍ څخه د جايزې د ترلاسه کولو تر څنګ ډېرې نوري جایزې او او لاسته راوړني ترلاسه کړي دي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند مشرې د ټرمپ له فشار وروسته له خپلې دندې استعفا کړې

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د جمهوري غوښتونکي ګوند مشرې رونا مک ډانیل د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ له ټاکنو نهه میاشتې وړاندې د ګوند د احتمالي نوماند ډونالډ ټرمپ د فشارونو له وجې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

دغه اقدام په ګوند باندې د پخواني ولسمشر ټرمپ واک منعکس کوي، هغه څه چې نوموړی د نومبر په میاشت کې د ډیموکراتانو کاندید ولسمشر جو بایډن سره احتمالي رقابت ته چمتو کوي.

د فبرورۍ په پیل کې د مک ډینیل سره له لیدنې وروسته ، ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې هغه به د شنبې په ورځ د سویلي کارولینا له لومړني بریا وروسته د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې کې د بدلونونو لپاره فشار راوړي. ټرمپ په دغه ایالت کې له پخوانۍ والي نیکي هیلي ټاکنې ګټلي دي.

دوه اونۍ دمخه ، ټرمپ د شمالي کارولینا د جمهوري غوښتونکي ګوند رییس مایکل واټلي د جمهوري غوښتنونکو ملي کمیټې درییس په توګه او د خپله لور لارا ټرمپ د هغه مرستیالې په توګه تایید کړه، هغه څه په دغه کمیټې د هغه د کنټرول د ټینګولو هڅه بلل شوې ده. واټلي د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د ټرمپ غلطې ادعاوې تکرار کړې وې.

مک ډانیل په یوې اعلامیه کې ویلي: " کله چې موږ نوماندان لرلي، د جمهوري غوښتونکو ملي کميټې په تاریخي ډول بدلون موندلی او دا تل زما اراده وه چې همدې دود ته درناوی وکړم. زه ژمنه یم چې د سپینې ماڼۍ واک بیرته ترلاسه کړو او د نومبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو د رای ورکولو په برخه کې انتخاب کړم."

د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټهد نوماندانو لپاره د پیسو په راټولولو، د ګوند پیغام په خپرولو، د منابعو په لاسته راوړلو او د رایې ورکوونکو د فکر په بدلولو کې مهم رول لوبوي.

څوک چې د مک ډینیل ځای ناستی کیږي د دغه پاشل شوي ګوند د متحد کولو ننګونې سره به مخامخ وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت دوره يي شورا مشره: طالبان دې خپل د ښځو ضد سیاستونه ودروي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د امنیت شورا د نننۍ غونډې دوره یي مشره ارولین رودریگز په نننۍ غونډه کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه سخت غبرګون وښود.

هغې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې خپلې ټولې د ښځو ضد تګلارې او فرمانونه لغوه کړي.

نوموړې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، حقونو او د اساسي ازادیو پر حق ټینګار وکړ.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډه د تړلو دروازو تر شا نن دوشنبه پیل شوه. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون نه دی کړی او د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د ګایانا سفیره ارولین رودریگز په غاړه لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به ګډونوال د یوناما او ځانګړي استازي پر واکونو او کاري جوړښت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د غړو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د کاري دورې ټاکل دي.
سرچینې وايي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به د امریکا، برېټانیا، سویس، فرانسې، سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو ګډه اعلامیه ولوستل شي.