• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تهران: د چاپېریال حقابه دې د افغانستان او ایران له تړون واېستل شي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د ایران د چاپېریال ادارې مشر وايي، طالبانو ته یې ویلي چې د ژواک چاپېریال د اوبو حق یا حقابه دې د دغه هېواد او افغانستان له تړون واېستل شي. علي سلاجقه نن د کابینې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، اوس دوی په تمه دي چې د طالبانو کارډله ایران ته ور شي او دا موضوع وارزوي.

ښاغلي سلاجقه دا هم وویل، چې له طالبانو سره د هلمند اوبو په تړاو لا کومه مهمه پېښه نه ده شوې، خو پرلپسې د کار او انرژۍ وزارت له دې ډلې سره غونډې کوي: «خو د چاپېریال حقابه مو بېله کړې او د طالبانو دویم کس ته مو ویلي چې د ژواک چاپېریال حقابه باید د افغانستان او ایران له تړون بېله وي.»

په ۱۳۵۱ کال کې ایران او افغانستان په هلمند سیند ک د ایران د حقابې د معلومولو لپاره تړون لاسلیک کړ.

تر دې مخکې د ایران چارواکو طالبان له دې تړون په سرغړونه تورنول او ویل یې، چې د ۱۳۵۱ کال تړون نړیوال دی او عملي کول یې اختیاري چاره نه ده.

طالبان په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بولي.

یو ایراني پلاوي هم تېر دوبی د هلمند سیند تر لیدلو وروسته د اوبو کمښت موضوع تایید کړه، خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

نن د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۹ GMT+۰

نن د کب ۹مه د سرتېرو له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول. خو د طالبانو له واکمنېدو سره، په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ شو.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ملي سرتېرو د ملاتړ بنسټ د شمېرو له مخې، یوازې ایران ته شاوخوا ۱۵۰۰۰ دغه سرتېري له خپلو کورنیو سره تښتېدلي دي.

د افغان سرتېرو د ملاتړ بنسټ وایي، چې د جمهورت پر مهال د ۲۰۲۱ کال جون میاشتې پورې د وژل شویو ملي سرتېرو ۷۵۵۴۴ او د ۱۴۵۷۸ معلوله سرتېري له دوی سره ثبت شوي دي؛ خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د پخوانیو وژل شویو سرتېرو په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته.

د دغه بنسټ مشر محمد سلیم وردک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې اوس‌مهال د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د هغه په وینا، د بشري مرستو په وېش کې هم له دوی سره سلیقوي چلند شوی چې اوس‌مهال ان په خپل هېواد کې له بشري ناورین او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی وردک د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د افغانستان په اړه په تېرو وروستیو ناستو کې د دغو سرتېرو د وضعیت په اړه بې غوري شوې ده او په دې اړه تراوسه هیڅ دغو ملي مسلو ته پاملرنه نه ده شوې.
د راپورونو له مخې، اوس‌مهال د تېر حکومت پوځیان او کارکوونکي د طالبانو په هغو تورو لېستونو کې دي چې ورته د طالبانو په حکومت کې دنده نه ورکوي.
یو پخوانی سرتېری د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« څو ځلې مې د کار لپاره انټریو ورکړه؛ خو دوی په وروستي پړاو کې موږ استخباراتو ته معرفي کوي او هلته زموږ ټولې پخوانۍ دندې څېړل کېږي.»
هغه وایي، دغه کار میاشتې، میاشتې وخت نیسي او په پای کې هم موږ په دندو نه ګومارل کېږو.
تېر کال په اګسټ میاشت کې یوناما د ۸۰۰ پخوانیو سرتېرو د ورکېدو او وژل کېدو راپور خپور کړی و؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور رد کړی و.
تر دې وړاندې د لړم په ۲۷مه شاوخوا ۵۰۰۰ پخوانیو سرتېرو هم د امریکا کانګرس ته پرانیستی لیک استولی و.
په دغه لیک کې د افغانستان دننه، ایران او پاکستان کې د پخوانیو پوځیانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه شوې وه.
له بل پلوه د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مشره مریم معروف اروین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پخواني سرتېري ترټولو ډېر زیان منوونکي کسان دي، چې یوشمېر یې په دې توانیدلي چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
د هغې په وینا:« دوی ته تر هرڅه د مخه د هغوی امنیت لومړیتوب لري، چې په دې کې یې ډېری په ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته تللي او اوس د هغو هېوادونو څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.»
له بل پلوه د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ کمیټې د مالوماتو له مخې، نړۍواله ټولنه او د افغانستان خلکو د پخوانیو سرتېرو قربانۍ بابېزه ګڼي.
د دوی په وینا، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لوی شمېر پخواني سرتېري جوړوي.
خو د تېر حکومت پرمهال هم د سرتېرو د تنخواوو او نورو امتیازاتو کې د هغوی ستونزې خورا ډېرې وې.

طالبانو ته د سعودي د ښکلا ملکې پیغام: اسلام د سختۍ لپاره نه بلکې د اسانتیا لپاره راغلی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د ښکلا په سیالیو کې د سعودي عربستان استازې ځوانه مېرمن وایي، چې هېواد یې هېڅکله د ننني افغانستان په څېر سخت دریځه نه دی.

رومي قحطاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې واکمنې ډلې ته یې پیغام دا دی، چې اسلام د قران د ایتونو پر اساس د سختۍ نه بلکې د اسانتیا لپاره راغلی دی.

هغې د طالبانو مشرانو ته د سورة البقرې ۱۸۵ ایت یادونه وکړه، چې په یوه برخه کې یې راغلي دي: یريدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ژباړه: "خدای غواړي پر تاسو یې اسانه کړي، نه غواړي چې سخته یې کړي."

100%

دې ۳۰ کلنې سعودي مېرمنې په وروستیو کلونو کې د عربستان په استازیتوب د بېلابېلو هېوادونو د ښکلا ملکې او د ښایسته نجلې په سیالیو کې ګډون کړی دی.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وويل: په افغانستان کې (د طالبانو تر واکمنۍ لاندې) د ښځو وضعيت ډېر دردناک دى او زه د هغوی د رواني ثبات او امنیت هیله لرم.

مېرمن قحطاني وویل: "دا سمه ده چې زما هېواد (عربستان) هم یو اسلامي هېواد دی، خو زما هېواد هېڅکله هم د ننني افغانستان په څېر سخت دریځه نه و."

د رومي قحطاني په وینا" سعودي ښځو اوس «د سعودي د با نفوذه ولیعهد محمد بن سلمان تر واکمنۍ لاندې» خپل بشپړ حقونه تر لاسه کړي دي."

د سعودي عربستان له نوم او بېرغ سره د ښکلا په سیالیو کې د اغلې قحطاني د ګډون ویډیوګانې او عکسونه په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې هممهاله د محمد بن سلمان دا خبر هم خپریږي چې ویلې یې و: « په عربستان کې اوس خپله ښځې دې چې د خپل پوښښ په اړه پرېکړه کوي.»

رومي قحطاني افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د خپلې کورنۍ او سعودي ټولنې له مخالفت پرته يې د مصر، ايټاليا، الجزاير، ماليزيا او کمبوډيا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د ښکلا ملکه او د ښایسته نجلې په سياليو کې د سعودي عربستان استازيتوب کړى دى.

100%

د دغې ځوانې سعودي مېرمنې عکسونه او ویډیوګانې په عصري جامو کې د سعودي عربستان له نوم او بیرغ سره په ټولنیزو شبکو کې په داسې حال خپریږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې له ډېرو سختو بندیزونو سره مخ دي.

مېرمن قحطاني هغو طالب مشرانو ته افغاني ټولنې ته د اسلامي شریعت سخت دریځه تفسیر کوي، يادونه وکړه چې ښځې د ټولنې نيمایي برخه ده او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.

رینا امیري: افغان نجونې او مېرمنې نه غواړي چې موږ ورته د قربانیانو په سترګه وګورو

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري وايي، چې افغان نجونې او مېرمنې نه غواړي چې دوی ورته د قربانیانو په سترګه وګوري او دا مېرمنې له امریکا غواړي چې د خپلو حقونو لپاره د دوی با وقاره مبارزه درک شي.

رینا امیرې دا خبرې د سې شنبې په ورځ (د فېبروۍ ۲۷مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د «د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا» په اړه جوړې شوې غونډې کې وکړي.

رینا امیري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غونډه کې د تبعیض او محرومیت پر وړاندې د افغان ښځو مقاومت ته اشاره وکړه او ویې ويل، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې ستر خنډونه شته؛ خو هڅه کوي چې خپل حقونه تر لاسه کړي.

اغلې امیري وویل: «افغان ښځې له موږ څخه غواړي چې د هغوی مبارزه درک کړو او د هغوی مقاومت ته پاملرنه وکړو.»

د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په دې غونډه کې رينا اميري له کار او زده کړو څخه د افغان ښځو په بې برخې کولو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د يوه هېواد د اتباعو په توګه تصور وکړئ چې د هېواد نيمايي نفوس مو په اقتصادي سوکالۍ کې ونډه نه شي اخېستلى.

هغې وويل، چې دغه حالت هر وګړى غوسه کوي.

دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په مقر کې د انټوني بلېنکن، ټام ویسټ او رینا امیري په حضور کې جوړه شوې ده.

یادې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم وینا وکړه.

همداراز یو شمېر افغان مېرمنو هم په دغه غونډه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت او مبارزې په تړاو ویناوې کړې دي.

په هلمند کې طالبانو د څارویو او سوداګریزو توکو د عشر او زکات د ټولولو امر کړی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په یوه مکتوب کې له خلکو غوښتي چې د څارویو او د سوداګریزو توګو عشر او زکات دغې ډلې ته ورکړي. دغه مکتوب یوه کاپي چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړې، په کې راغلي چې دا کار د ملا هبت له فرمان څخه وروسته ترسره کیږي.

د تر لاسه شوي مکتوب په بنسټ؛ د هلمند کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هلمند ولایت مقام څخه غوښتنه کړې، چې د څارویو او د سوداګریزو توکو د عشر او زکات په راټولولو کې دې ورسره نورې ادارې مرسته وکړي.

د مکتوب په اساس د هلمند حج اوقافو ریاست څخه غوښتنه شوې ده، چې د دې ولایت ټولو جوماتونو کې دې د عشر او زکات راټولو په اړه تبلیغ وشي.

د مکتوب یوه بله برخه کې لیکل شوي، چې د زکات او عشر راټولو مسوولین دې راټولو شوې پیسې یوه ځانګړي بانګي حساب ته جمع کړي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبانو په هلمند کې د عامو خلکو له څارویو او سوداګریزو توکو عشر او زکات د راټولولو امر کړی دی.

مکتوب د طالبانو د هلمند د والي د مرستیال له خوا هم لاسلیک شوی دی او له ټولو ادارو غوښتل شوي، چې د دې مکتوب په عملي کولو کې دې پوره مرسته وکړي.

څه موده وړاندې یو مکتوب چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې وه، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې طالبانو له ځايي خلکو غوښتي، چې د خپلو سرمایو او مالونو زکات دوی ته ور کړي.

طالبانو په دغه مکتوب کې ځايي خلکو ته دا خبرداری هم ور کړی و، چې د سرغړونې په صورت کې څوک د شکایت حق نه لري.

تر دې مخکې په کونړ کې هم کروندګرو شکایت درلود، چې طالبان پر عشر سربېره ترې زکات هم غواړي.

د طالبانو د بیاځلې واک ته له رسېدو سره چې بې کاري او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو لور ته روان دی؛ خو خلک په تېره پانګوال شکایت کوي، چې طالبانو پرې مالیه زیاته کړې ده.

طالبان په کندهار کې له ښوونځيو او کتابتونونو څخه "د غربي فکر زېږنده" په نوم کتابونه ټولوي

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته له کندهار څخه سرچينو وويل، چې د طالبانو يو خاص کمېسیون له ښوونځيو او دولتي کتابتونو څخه هغه کتابونه ټولوي، چې د دوی په خبره د «شرعت خلاف او غربي فکر زېږنده» وي.

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شيرین د دې کتابونو د ټولو لپاره يو کمېسیون هم جوړ کړی دی.

له کندهار څخه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینو د سې شنبې په ورځ په لېږلو پيغامونو کې ويلي، چې طالبان د ښوونځيو له کتابتونو څخه د « ميني، شاعرۍ، ناولو، د پاچاهانو د ژوند ليکونو او کارنامو، د جمهوريت، ډېموکراسۍ، مېرمنو او انځوريز» کتابونه ټولوي او وروسته یې سوځوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالبانو دغه پيل د شاه حسین هوتک – افغان ترک ښوونځي څخه کړی دی.

د سردارولي په نوم د دې ښوونځي يو زده کوونکی وايي: « طالبانو د یکشنبې په ورځ د ښوونځي کتابتون وپلټه او زيات شمېر کتابونه یې له ځانه سره يوړل، طالبانو د ښوونځي مسوولینو ته ویل، چې د اسلامي کتابونو برخه زياته کړي.»

د کندهار د والي ملا شيرین په امر د «شرعت خلاف او غربي فکر زېږنده» کتابونو د ټولولو لپاره د ولایت مقام، اطلاعاتو او کلتور، حج او اوقافو ریاستونو، ځوانانو امريت، علماو شورا او د طالبانو د ټولنیزو رسنیو د مبارزینو له ګروپ څخه يو کمېسیون ټاکلی؛ څو دغه چاري مخ ته يوسي.

دغه ډلې په کندهار کې د ښوونځيو له کتابونو د افغانستان د ملي سرود، بېرغ او انځورنو صفحې هم شکولي دي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ اداره په دې اړوند له خبرو کولو څخه ډډه کوي.

دا په کندهار کې په تېرو شلو ورځو کې دویم بنديز دی، چې دغه ډله یې ترسره کوي.

تر دې وړاندي طالبانو د ويديو او عکس اخیستلو باندي هم بندیز لګولی او خپلو مامورينو ته یې ويلي، چې کاري راپورونه مو په غږیزه او لیکلې بڼه له رسنیو سره شریکه کړئ.

د روان کال د مرغومۍ په ۲۶ نېټه د طالبانو د هنر او فرهنګ مرستيال هم په يوه غونډه کې ويلي وو، چې دوی د هغو کتابونو مخه نيسي، چې د "پروژو" په نوم چاپ شوي او د ولس په منځ کې "زهر" پاشي.

د طالبانو استخباراتو څه موده مخکې په هېواد کې د سلو کتابونو پر پېر، پلور او بیا چاپ بندیز هم لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ويلي، چې ځیني کتابونه د ولس د فکري انحراف او ذهنيت خرابېدو لپاره لیکل شوي او دوی به يې مخه نيسي.

دغې چارې د ګڼو لیکوالانو او فرهنګیانو غوسه راپارولې او دا چاره یې د بیان پر ازادۍ یو بل بندیز بللی دی.