د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې یې شپږ وسله وال وژلي دي

د پاکستان پوځ وايي، د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال شپږ وسله وال وژلي او د دوی یو عسکر هم ټپي دی. د پوځ رسنیزې څانګې ويلي، دغه عملیات یې تېره ورځ چهارشنبه د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او له وژل شویو یې یو شمېر وسلې هم نېولې.