• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک انصاف: د پیسو نړۍوال صندوق دې له هر ډول خبرو مخکې د پاکستان ټیکاو په پام کې ونیسي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د عمران خان ګوند له پیسو نړۍوال صندوق وغوښتل چې له نوي حکومت سره د مالي مرستو په هر ډول خبرو کې د پاکستان ټیکاو په پام کې ونیسي. تحریک انصاف ګوند کې دوه سرچینې له رویټرز سره خبرو کې ویلي؛ دا غوښتنه یې په یوه لیک کې کړې ده او هم یې خپل دریځ روښانه کړی دی.

له بلې خوا جیو نیوز وايي، چې د عمران خان د ګوند دا لیک دوی ته رسېدلي او پکې له پیسو نړۍوال صندوق څخه غوښتنه شوې، چې دوو اونیو کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ۳۰ سلنه څوکیو پلټنه وکړي، چې نوي نوماندان څنګه ورته بریالي شوي دي.

د پیسو نړۍوال صندوق پاکستان ته د پور ور کولو لپاره د دغه هېواد پر چارواکو د ښې حکومتولۍ او نور شرطونه ایښي دي.

د عمران خان لیک کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د ټاکنیزو درغلیو اړوند پلټنه یوازې د تحریک انصاف نه، بلکې د نورو ګوندونو غوښتنه هم ده.

د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند د بندي مشر عمران خان یوه وکیل اونۍ مخکې وویل، چې ښاغلی خان د پیسو نړۍوال صندوق ته لیک استوي.

هغه وخت ویل کېدل چې عمران خان په دې لیک کې دا غوښتنه کوي چې له حکومت سره تر خبرو مخکې د پاکستان د وروستیو ټاکنو د درغلیو په هکله پلټنه وشي.

که څه هم د پیسو نړۍوال صندوق د پاکستان د ټاکنو په هکله له څه ویلو ډډه کړې، خو کراچۍ کې یو ونډه وال سهیل احمد وايي، ممکن دا لیک پر ونډو بازار ډېر اغېز ونه کړي.

نوموړي بیا هم رویټرز ته ویلي، چې د پیسو نړۍوال صندوق به خپله ارزونه وکړي.

د پیسو نړۍوال صندوق د تېر دوبي درې میلیارد ډالري پور سره د پاکستان ماتېدونکی اقتصاد په داسې حال د ټیکاومنېدو هڅه کوي چې دغه هېواد په ریکارډ کچه انفلاسیون، د پیسو د ارزښت غورځېدو او بهرنیو اسعارو کمښت سره لاس او ګرېوان دی.

له بلې خوا نن جیو نیوز وايي، چین پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو پور د ور کړې وخت اوږد کړی دی.

ټاکلې وه چې اسلام اباد په مارچ میاشت کې دا پور ور کړی وی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د سوداګریزو توکو د تګ راتګ لپاره د چمن پولې د پرانیستلو اعلان وکړ

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۰

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي اعلان وکړ، چې د چمن له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بیا پیل شوی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ له دې لارې ۲۰د سوداګریزو توکو لارۍ تېرې شوي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر په خپل اېکس پاڼه لیکلي، ټولې هغه ستونزې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن پوله کې د سوداګرۍ خنډ و، حل شوې دي.

د لاریو چلوونکو لپاره د ویزې شرط د فدرالي حکومت پریکړه ده، خو ښاغلي اڅکزي څرګنده نه کړه چې دا ستونزه څنګه حل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان پر پوله له دوو میاشتو راهیسې سوداګریزې چارې درول شوې وې.

د طالبانو یوه چارواکي په تورخم کې ویلي و، چې پاکستان هغو بار وړونکو موټرو ته چې چلوونکي یې ویزې او پاسپورتونه نه لري د تېریدو اجازه نه ورکوي.

تر اوسه طالبانو د دې پولې د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپریس ټریبیون راپور ورکړی و چې د افغانستان پر پوله د پنځو لارو تړلو له منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري ټکنۍ کړې ده.

د پاکستان ټاکنې؛ د پښتونخوا او بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ نویو غړیو لوړه وکړه

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د پښتونخوا د صوبايي پارلمان ۱۱۳ او د بلوچستان ۵۷ نویو بریالیو نوماندانو د راتلونکو پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه. د پښتونخوا او بلوچستان د صوبايي پارلمانونو مشران او مرستیال مشران به سبا وټاکل شي.

په ۲۰ ورځې مخکې ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندانو او پلویانو د پښتونخوا صوبه کې غوځ اکثریت ګټلی دی.

د پښتونخوا صوبايي پارلمان ۱۴۵ څوکۍ لري، چې ۱۱۵ ته رایه اچول کېږي او پاتې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو دي.

پر پښتونخوا سربېره نن د بلوچستان صوبې د پارلمان ۵۷ غړو ته هم د دوی له ډلې یوه وکیل زمرک خان پیرعلیزي لوړه ور کړه.

د پاکستان پیپلز ګوند یوولسو څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو دې صوبه کې مخکښ دی او له مسلم لیګ نواز ډلې سره چې لس څوکۍ یې ګټلې دي، پر ګډ صوبايي حکومت سلا شوي دي.

په پاکستان کې وروستۍ ټاکنې پر کور سربېره د نړۍوالو له نیوکو سره هم مخ دي او پکې د درغلۍ خبره کېږي؛ خو د ټاکنو کمېسیون دا تورونه ردوي.

نن هم د پښتونخوا صوبايي پارلمان مخ ته نېشنل عوامي ګوند مظاهره کړې وه.

په بلوچستان کې هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نشنل ګوند په ګډون ځینې ګوندونو د پارلمان مخ ته مظاهره وکړه.

د پاکستان پنجاب او سند کې اونۍ وړاندې د صوبايي اسمبلیو نویو غړو لوړه وکړه او سروزیران به یې د روانې اونۍ لومړیو کې وټاکل شول.

د پاکستان د ټاکنو له شلو ورځو تېرېدو سره لا هم مرکزي حکومت نه دی جوړ شوی؛ خو د جوړولو لپاره یې مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه هوکړې ته رسېدلي دي.

د دوی د هوکړې له مخې به راتلونکی لومړی وزیر شهباز شریف او ولسمشر به د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري وي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند چې د ۹۲ پارلماني څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دی، دا ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

سرچینې: مولوي کبیر له دولتي بودیجې څخه له حقانیه مدرسې سره اوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې یو شمېر معتبره سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویلي، چې د حقانیه مدرسې له مشر حامدالحق حقاني سره په لیدنه کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د نوموړي له مدرسې سره د اوه میلیونو افغانیو د مرستې ژمنه کړې ده.

تېره دوشنبه (د کب اوومه) له پاکستان څخه د جمعیت علمای اسلام(س) ګوند مشر حامد الحق حقاني له یو شمېر نورو پاکستاني ملایانو سره کابل ته تللی او هلته یې طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې سرچینې وايي، چې مولوي کبیر له حامد الحق حقاني سره ژمنه کړې، چې په حکومتي کچه به له دغې مدرسې سره مرسته کوي.

د سرچینې په خبره، چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال له دفتره د چارو ادارې ته یاداښت لېږل شوی، چې له حقانیه مدرسې سره شوې اوه میلیونه افغانۍ دې د ماليې وزارت سره په همغږۍ تنظیم او په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې په حساب کې زیاتې کړي.

سرچینې وویل: " په دغه هدایت کې راغلي، چې په یوه اونۍ کې باید نشنل بانک ته پېسې تحویل شي او د مولوي کبیر دفتر ته یې په اړه باید ډاډ ورکړل شي".

حامد الحق او ورسره مل پلاوی په سپېدار ماڼۍ کې
100%
حامد الحق او ورسره مل پلاوی په سپېدار ماڼۍ کې

د مالیې وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت دغه هدایت یې تر لاسه کړی، چې له مخې یې اوه میلیونه افغانۍ په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې حساب ته تحویل شي.

دغه سرچینه وايي، چې د مالیې وزارت به دغه پېسې د ریاست الوزرا له ځانګړي کوډ څخه ورکړي.

نېږدې شپږ میاشتې وړاندې د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې مشر حامد الحق په یوه خبري غونډه کې د دغه مدرسې اقتصادي ستونزو خبره کړې وه.

حامد الحق هغه مهال ویلي وو، چې نور اقتصادي توان نه لري او که مرستې ورسره ونه شي ښايي دغه مدرسه وتړل شي.

د اکوړه خټک حقانیه مدرسه (دارالعلوم) یو له هغو مدرسو څخه دی، چې د طالبانو ګڼو غړو پکې زدکړې کړې او یاده مدرسه د فکري مرکز په توګه یادوي.

که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د یادې مرستې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاتوي چې د حقانیه مدرسې دغه مشر د دوشنبې په ورځ (د کب ۷مه) د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا په پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حامد الحق د کابل او اسلام اباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره د سیاسي اړیکو پر پراخېدو هم ټينګار کړی دی.

له دې سره؛ د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هېواد ته د پاکستاني چارواکو تګ - راتګ زیات شوی؛ خو افغانستان ته د پاکستاني علماو سفرونه بیا د یو شمېر افغانانو د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي.

د دوی په باور؛ په پاکستاني مدرسو کې د طالبانو روزنه د افراطیت لامل ګرځېدلی او د راپورنو له مخې، پاکستان د طالبانو په واسطه هڅه کوي دیني مدرسې افغانستان ته ولیږدوي.

د یادولو ده، چې طالبانو د خپلې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه طالبي مدرسې جوړې کړې دي.

دا مهال په افغانستان کې له ۱۵۴۰۰ څخه زیاتې رسمي او نا رسمي مدرسې شته، چې د طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي.

ویل کیږي، چې حامد الحق به د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم وګوري.

په ایران کې په دوو جلا چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۶ GMT+۰

د ایران ایسنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې په سیستان بلوچستان کې یوې پوستې ته څېرمه د ماین په چاودنه کې یو وسله وال وژل شوی دی. همدا ډول ایرنا خبری اژانس په خپل راپور کې په خوزستان ولایت کې د ماین په چاودنه کې د یوه بل کس د وژلو خبر ورکړی.

ایسنا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د سیستان-بلوچستان ولایت د څارنوال مهدي شمس ابادي په حواله خبر ورکړی، چې دوو کسانو غوښتل د سیستان-بلوچستان په بامپور ښار کې يوې امنيتي پوستې ته نږدې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي، چاودنه پر شوې، چې پر مهال يې يو وسله وال پکې وژل شوی او دویم کس تښتېدلی دی.

په همدې حال کې د ایرنا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د کب ۹مه) د ایران په لویدیځ د خوزستان په ولایت کې د یوه ماین د چاودنې خبر ورکړی.

دغه خبری اژانس د ایران د خوزستان د ۱۱۵ بېړنیو حالاتو د ادارې له قوله ويلي، چې د ایران د خوزستان ولایت د دشت ازادګان ښار د «بوستان» سیمې په یوه کلي کې د ماین د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

ایراني رسنیو د دغو چاودنو د عاملینو او تنظیم کوونکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې ایران د څو چاودنو شاهد دی، چې ډېری یې د پاکستان پولې ته څېرمه په سیستان بلوچستان کې شوي دي.

پاکستاني عالم ته طالب چارواکي: هیچا ته اجازه نه ور کوو چې له افغانستانه نورو ته ګواښ وکړي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر حامد الحق سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې «د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ وکړي.»

دغه پاکستاني عالم د جمعیت علمای اسلام له یو شمېر مشرانو سره کابل ته سفر کړی دی.

تر دې مخکې د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان هم کابل او کندهار ته سفر کې له طالب چارواکو سره کتلي وو.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دا هم ویلي، چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د سه شنبې په ورځ (د کب په ۸ مه) خبر ورکړ، چې د جمعیت علمای اسلام مشر له مولوي کبیر سره په کتنه کې وویل: «د پاکستان علما او خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغه پاکستاني عالم هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو تر څنګ به سیاسي اړیکې هم په داسې ډول پراخې شي چې د دواړو لورو په ګټه وي.

ویل کيږي، چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا حامد الحق، د حقانيه دارالعلوم له مرستیال او د دغه ګوند له یو شمېر نورو غړو سره پرون کابل ته تللی دی.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتیدو سره دغه هیواد طالباان په وار وار پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.

پاکستاني چارواکو څو ځله نور هم ویلي، چې دغه ډله له افغانستانه خپل بریدونه پلانوي او تنظیموي.

طالبانو څو ځله دا ادعا رد کړې ده.