اېرلینډ د افغانستان د ۱۵۵ منډو د پوره کولو په موخه، د لوبې په دویمه ورځ توپوهنه کوي

د افغانستان او اېرلینډ ترمنځ د یواځینۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې جوړې کړې. د افغانستان او اېرلینډ تر منځ یواځینۍ ټېسټ لوبه تېره ورځ د افغانستان په کوربهتوب په ابوظبي کې پیل شوه.