د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د ناسم انتخاب له کبله يو لوبغاړي استعفاء کړې

AP ۱۴۰۲ کب ۹

د افغانستان د کورني کرېکټ يو لوبغاړي زهیب زمان خیل وايي، له کرېکټ څخه يې ځکه استعفاء وکړه، چې د پرله پسې بريالیتوب وروسته هم د غوراوي کمېټې نه غوره کاوه.

د کرېکټ ډېر څارونکي د افغانستان پر کرېکټ بورډ نيوکې کوي، چې د لوبو لپاره مستحق لوبغاړي نه ټاکي.

د افغانستان د کورني کرېکټ لوبغاړي زهیب زمان خیل نن چهار شنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې له هر ډول کرېکټ څخه د استعفاء پرېکړه کړې او نیوکه یې کړې، چې د لاسته راوړنو سره سره یې د بورډ غوراوي کمېټه نه انتخابوي.

زمان خیل لیکلي: « ما هر وخت په کرېکټ کې وړتيا ښودلې، لوبډله مي تر بريا رسولې، په فرسټ کلاس ۲۵ لوبو په ۴۶ اننګزونو کې ۱۲۶ وېکټې لرم؛ خو بیا هم نه انتخابېږم، زما لپاره سخته خو پر ځای پرېکړه ده، زه نور په هېڅ کرېکټ کې نه لوبېږم.»

د زمان خیل لیک ډېرې تبصرې شوي او د هغه دا پرېکړه یې ناسمه بللې ده.

پخواني کرېکټر هستي ګل عابد ورته ليکلي: « ته لا ځوان يې او ډير کرېکټ درته پاتې دی، کرېکټ به همېشه وي؛ خو سرکل به يي ختميږي .موږ اجازه نه درکوو چې ولاړ شې.»

بل خوا، ډېرو پر افغان کرېکټ بورډ نيوکې کړې، چې د ځوانو لوبغاړو حق خوري او همېشه د اړيکو له مخي لوبغاړي ټاکي.

زمان خیل ته يو بل د کرېکټ مينه وال نعمت منګل د بورډ پر مشر او اجراييوي مسوول باندي د نيوکې په ډول ليکلي: « دا ملا حزبي میرویس او ملا نصیب ګل، چي وي د ډېرو ځوانانو ارمانونه به د خاورو سره خاوري کړي.»

د افغانستان د کرېکټ وروستۍ لوبې، چې افغان لوبډله پکې ښه ونه ځلېدل د ډېرو ټولنيزو کارونکو او کرېکټ څارونکو د غبرګونو سره مخ شول.

د افغانستان او سريلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ افغان لوبډلې له ۷ لوبو يوازي یوه شل اوريزه لوبه وګټل.

نن چهار شنبې د (کب ۹مه) د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ په ټېسټ لوبه کې هم افغان ټوپوهنکي ښه ونه ځلېدل.

افغان لوبډلې نن په ټولو لوبغاړو يوازي ۱۵۵ منډې جوړي کړې او د ورځي په پای کې د اېرلنډ لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځېدل او ۱۰۰ مندې يې کړي دي.

ډېرو کرېکټ څارونکو نننۍ لوبه هم د تصور خلاف ښه ونه بلله.

په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان پر کرېکټ بورډ پرله پسې انتقادونه کېږي، چې د لوبو لپاره پلان او چمتوالۍ نه لري.

څارونکو او د کرېکټ مينه والو له کرېکټ بورډه غوښتي، چې پخوانيو لوبغاړو ته دې استراحت ورکړل شي او ځوان لوبغاړو ته دي په لوبو کې چانس ورکړي.

افغانستان کرېکټ بورډ څه موده مخکي اسدالله خان د غوراوي کمېټې څخه لېري کړ او هغه نن (چهار شنبه) په تود هرکلي سره د ازبکستان کرېکټ فدراسيون ډاريکټر وټاکل شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله صفحه ليکلي، چې د اېرلنډ سره د لوبو لپاره یې ۱۰ ورځنی تمريناتي کمپ جوړ کړی او بهترينه لوبډله یې انتخاب کړې ده.

بورډ د کرېکټ د څارونکو او مينه والو غوښتنو، پوښتنو او اندېښنو ته هېڅ جواب نه دی ویلی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ