• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج‌الدین حقاني د پاکستان د دیني عالمانو او اسحاق ډار د څرګندونو هرکلی کړی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي چې طالبان په سیمه کې د ثبات او امنیت ټینګښت ته ژمن دي او غواړي افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د ورورۍ او سولې پیغام ولري. هغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، مولانا فضل رحمان او تقي عثماني د څرګندونو هرکلی کړی.

حقاني د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه، د کابل ښاروال د چارو د ستاینې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې افغانان هېڅ هېواد ته د زیان رسولو اراده نه لري او ټولو اړخونو ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه، طالبان د هغو ټولو لوریو مننه کوي چې د افغانستان په اړه نېک نیت لري.

نوموړي وویل، «ټولو جهتونو ته دا ډاډ ورکوو، چې افغانان چاته د زیان رسولو اراده نه لري. د ټولو هغو اړخونو مننه کوو، چې د افغانستان په اړه ښې ارادې لري».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د پاکستاني علماوو وروستۍ غونډه وستایله او د پاکستان د دیني عالمانو تقي عثماني، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان او د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د څرګندونو مننه یې وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې ډول څرګندونو هرکلی کوي او دا یې د سیمې د ثبات لپاره مهمې بللي دي.

سراج‌الدین حقاني همداراز له ټولو هېوادونو او اړخونو وغوښتل چې د افغانستان د بیا رغونې او ابادۍ په برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له دې څرګندونو سره هممهله پر خپل اېکس ولیکل، چې په کراچی کې د پاکستاني علماوو د کنفرانس اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر مولانا سراج‌الدین حقاني له خوا مثبته ارزول شوې او دا د پاکستان لپاره ښه پرمختګ دی.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان له دولت او حکومت څخه هم تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او په پاکستان کې د سولې ټینګښت لپاره د علماوو او مذهبي ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.


ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: په پاکستان کې د هرې پېښې تور له فکر پرته پر افغانستان لګول کیږي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې افغان کډوال په پاکستان کې لومړی مجاهدین بلل کېدل، بیا طالبان او اوس دوی په سپکاوي سره ایستل کېږي. هغه نیوکه کړې، چې دا طریقه په بشپړه توګه غلطه ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دا څرګندونې نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷مه په پیښور کې د ګوند د پخواني وژل شوي مشر بشیر احمد بلور د دیارلسم تلین د نمانځلو پرمهال کړې دي.

اېمل ولي خان وويل چې له هند څخه راغلي کډوال تر ننه ځانونه کډوال بولي خو هغوی ته شناختي کارډونه او دولتي دندې ورکړل شوې دی مګر د افغان کډوالو په نوم پنځوس کاله سياست او د ګټې وټې بهیر جاري ساتل شوی دی.

نوموړي نیوکه وکړه، چې « دا ټوله طريقه ناسمه وه، اوس هم ناسمه ده او دا باب چې په کوم انداز تړل کېږي دا به د پاکستان لپاره سخت زيانمن ثابت شي».

هغه وويل، چې په پاکستان کې کله هم کومه پېښه کېږي نو له سوچ پرته يې تور پر افغانستان لګول کیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پنډغالي خالي کړل او د کډوالو اېستلو پروسه یې ګړندۍ کړې ده.

ایراني شرکتونه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په پروژه کې پانګونه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او نرژۍ وزارت ویلي، چې د یو شمېر ایراني شرکتونو مسوولینو د یادې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر سره لیدنه کې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

یاد وزارت نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي اوومه وویل، چې د طالبانو د اوبو او انرژي وزیر عبداللطیف منصور د ایراني شرکتونو له ګډ پلاوي سره کتلي او په افغانستان کې د اوبو د پروژو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

طالبانو ویلي، چې د ایراني شرکتونو پلاوي له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په پروژه کې د پانګونې لپاره تیاری ښودلی دی.

یاد وزارت وايي، چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ایراني پانګوالو ته د همکارۍ او د دوی د پانګې د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

ایراني پانګوالو له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژې په اړه د هوکړې د لاسلیکولو لپاره د لارو چارو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد پلازمېنې میلیونونه وګړي له څو پرله پسې کلونو راهیسې تر ځمکې لاندې د اوبو کچې کمښت په اړه شکایت کوي او دمګړی د کابل ښار د ډېرو برخو اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

«مرسي کورپس» نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې د کابل شاخوا اووه میلیونه اوسېدونکي د اوبو د کمښت له حیاتي بحران سره مخ دي. یاد بنسټ په کابل کې د نیمايي ژورو څا ګانو وچېدو ته په اشارې ویلي وو، چې ښايي دا ښار تر ۲۰۳۰ کال پورې بشپړ وچ شي.

دوستم: وخت مه ضایع کوئ ځکه طالبان نه خبرې اترې او نه هم ډېپلوماسي پېژني

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي، چې د طالبانو حکومت د سقوط په حال کې دی. هغه زیاته کړې، چې له طالبانو سره کوم هېوادونه تعامل لري ددې ډلې د ترهګرۍ له ماهیت څخه خبر دي.

د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاستوالو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷ نېټه په انلاین ډول د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع فاتحه وکړه.

دې انلاین ناستې د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وویل، د هغه هدف د طالبانو نسکورول دي، نه د واک لاسته راوړل.

نوموړي ټینکار وکړ، چې له دې ډلې سره مقابله یوازې د زور او فشار له لارې ممکنه ده.

دوستم زیاته کړه، چې دوی د داسې شرایطو راوستلو په لټه کې دي، چې ځوانان واک ته ورسیږي.

هغه وویل، چې «وخت مه ضایع کوئ، طالبان نه خبرې اترې او نه هم ډېپلوماسي پېژني».

په دې انلاین ناسته کې د طالبانو مخالفو ډلو مشرانو له ایران څخه وغوښتل، چې تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په اړه شفافې څېړنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي.

جنرال اکرام‌الدین سریع د چارشنبې په ورځ په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

احمد مسعود وايي له طالبانو سره تر هغه مبارزه کوي چې «د هیلو سپېدې» راوخېژي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په غبرګون کې پر ایران غږ کړی، چې له تهران نه د «ترهګرو» لاسونه لنډ کړي. هغه ویلي، چې د طالبانو خلاف مبارزه به د هیلو د سپېدو تر را ختلو جاري وي.

د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاستوالو نن په انلاین ډول د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع فاتحه وکړه.

پر همدغه مهال د طالبانو د مخالفې مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې ایران دې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور مساله جدې وڅېړي.

احمد مسعود زیاته کړې:« د ایران مسوولینو ته مې پیغام دادی، چې که دا لومړی ځل وای، موږ به یوه پېښه ګڼلې وای او ترې تېر شوي به وای. خو دا څویم ځل دی چې د ایران په خاوره کې دا ډول پېښه ترسره کېږي. زموږ، د افغانانو او د افغانانو د رهبرانو تمه دا ده، چې ایران دې د سریع د ترور موضوع جدي وګڼي، ودې یې څیړي.»

همدارنګه نوموړي پر ایران غږ وکړ، چې له تهران نه د «ترهګرو» لاسونه لندي کړي.

احمد مسعود زیاته کړې:« زه په دې کې شک نه لرم، لکه څنګه چې د مخکینیو پېښو او ترورونو د پلټنو پایلو ته رسیدلي، دې مسالې ته به هم ورسیږی، خو دا ځل زموږ غوښتنه ده، چې جدي اقدام وکړئ او پریکنده تصمیم ونیسئ. کله چې د ترهګر لاس تر دې ځایه «تهران» رسیږي، داسې مانا لري، لکه څنګه چې نتنیاهو په ایران کې د اسماعیل هنیه په ترور کې لاس درلود. نو دا لاسونه باید لنډ شي.»

د تېر جمهوري نظام پرمهال د تخار پخوانی امینه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د مرغومي پر درېیمه د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.

فضل الرحمان د پاکستان د دیني عالمانو له اعلامیې د طالبانو د دوو وزیرانو هرکلی ستایلی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په کراچی کې د پاکستاني علماوو د کنفرانس اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر مولانا سراج‌الدین حقاني له خوا مثبته ارزول شوې او دا ښه پرمختګ دی.

مولانا فضل الرحمان د ده په وینا ددغه مثبت ځواب، هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان لپاره ښه پرمختګ دی.

هغه د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه پر اېکس ولیکل، چې د پاکستان له دولت او حکومت څخه هم تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او په پاکستان کې د سولې ټینګښت لپاره د علماوو او مذهبي ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

فضل الرحمان ټینګار کړی چې د دې هڅو د دوام په صورت کې پاکستان او سیمه کولی شي د سولې او ثبات یو مرکز شي.