• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزي د اصف علي زرداري په مقابل کې د پاکستان ولسمشرۍ لپاره خپل اسناد وسپارل

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري په مقابل کې د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند شو. ښاغلی اڅکزی د پاکستان د تحریک انصاف او د سني اتحاد او اصف علي زرداري هم د مسلم لیګ نواز ګوند ملاتړ لري.

پیپلز ګوند د اصف علي زرداري او سني اتحاد کونسل هم د ښاغلي اڅکزي اسناد د اسلام اباد سترې محکمې ته وسپارل.

د پاکستان ولسمشرۍ ته پر دې دواړو سربېره درې نورو ازادو وکیلانو اصغرعلي مبارک، وحید کمال او عبدالقدوس هم خپل اسناد سپارلي دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ د نوماندانو نوملړ به د مارچ په څلورمه بیا کتل کېږي او د مارچ په نهمه به رایې اچول کېږي.

محمود خان اڅکزی په پاکستان کې یو پښتون ملتپال سیاستوال دی او له بلوچستان صوبې قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوی دی.

د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میاشتې پر اتمه وشوې او پرون د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د مشرۍ لپاره د مسلم لیګ نواز ډلې غړی ایاز صادق وټاکل شو.

که

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

ټي‌ټي‌پي: په فبرورۍ میاشت کې مو په ۶۴ بریدونه کې د پوځ او پولیسو ۱۷۲ تنو ته مرګژوبله اړولې

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۷ GMT+۰

د پاکستان تحریک طالبانو په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د ۶۴ بریدونو په ترڅ کې د پوځ او پولیسو ۱۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه خبرپاڼه پرون ناوخته خپره شوې او په کې راغلي، چې دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک، سویلي وزیرستان، بنو، لکي مروت، شمالي وزیرستان، پېښور، مردان، ملاکنډ، باجوړ، بونیر، لوی دېر، چمن، پښین او قلعه عبدالله کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو د بڼې په اړه هم راغلي، چې دغې ډلې د دغو عملیاتو په لړ کې د پاکستان پر پوځ ۱۴ ځوابي بریدونه، ۱۳ لیزر، ۱۱ د ترپ او خرپ یا چریکي، د لاسي بمونو ۶ بریدونه، د هدفي وژنو ۳ او دوه توغندیز بریدونه کړي دي.

100%


په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې د دغو عملیاتو له امله ټول ۷۷ کسان وژل شوي او ۹۵ تنه نور ژوبلېدلي دي چې په وژل شويو او ټپیانو کې د پوځ، پولیسو او اېف سي سرتېري او افسران شامل دي.
دغې ډلې دا رنګه ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې د اړولو تر څنګ یې د پوځ او پولیسو ځينې پوځي وسایط له منځه وړي او د ۱۳ کلاشینکوفونو په ګډون یې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
که څه هم چې په دې اړه تر اوسه کومو خپلواکو سرچېنو د دغو شمېرو پخلی نه دی کړی؛ خو په تېره یوه میاشت کې د همدغو سیمو څخه ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو د تاوتریخوالي ډېرې پېښې رپوټ کړي دي.

سرفراز بګټي چې له پاکستان یې د کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی و، د بلوچستان سر وزیر شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پیپلز ګوند سرفراز بګټي د بلوچستان د سر وزیر په توګه معرفي کړی و. ښاغلي بګټي مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده کوله. هغه له پاکستان د بې اسناده مهاجرینو د ایستلو پلان جوړوونکی و او شاوخوا نیم ملیون افغانان یې خپل هېواد ته ستانه کړل.

نوموړي تر دې مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه، چې د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

ښاغلي بګټي د خپل وزارت په محدودو میاشتو کې د سلګونو زرو افغان کډوالو په شړلو کې جدي رول ولوباوه.

د روان کال د اګست په ۱۷مه د شهباز شریف د حکومت له استعفا وروسته هغه د انورحق کاکړ په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

ایاز صادق د پاکستان د پارلمان مشر وټاکل شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ایاز صادق د ۱۹۹ رایو ګټلو سره د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ مشر وټاکل شو. ښاغلی صادق له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال هم د پاکستان د پارلمان مشر و.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي نوماند امیر ډوګر په نننیو ټاکنو کې ۹۱ رایې وګټلې.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ته بریالیو نوماندانو پرون د پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه.

د پاکستان د پارلماني غړو په لوړه کې د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف او ورور یې شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري، همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان او ځینې نورو مشرانو هم لوړه وکړه.

د پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ډله چې ې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.

تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور د پښتونخوا سروزیر شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند یو مشر علي امین ګنډاپور چې په تېرو ټاکنو کې ازاد نوماند و، د رایو په غوڅ اکثریت د پښتونخوا سروزیر شو. د صوبايي اسمبلۍ د غړو له ډلې ۹۰ رایې ښاغلي ګنډاپور او په مقابل کې یې ۱۶ رایې د مسلم لیګ نواز ډلې نوماند عبدالله خان وګټلې.

علي امین ګنډاپور له ډېره اسماعیل خان په ټاکنو کې ګډون کړی و.

علي امین ګنډاپور چې د تحریک انصاف ګوند له لارې په ټاکنو کې ګډون نشو کولی د سني اتحاد کونسل له لارې یې صوبايي مشرۍ ته ورسېد.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر کال ډیسمبر کې تحریک انصاف ګوند د ګوندي ټاکنو په سم نه کولو تورن کړل او انتخاباتي نښه یې ترې واخیسته.

د کمېسون د دې پرېکړې له امله د عمران خان په مشرۍ دغه ګوند په ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه ګډون وکړ.

که څه هم د عمران خان ګوند پلویانو په ټاکنو کې تر نورو ګوندونو ډېرې پارلماني څوکۍ وګټلې، خو بیا هم اړ شول چې د حکومت جوړولو لپاره سني اتحاد کونسل سره یو ځای شي.

اسفندیار ولي خان: د پاکستان عوامي نشنل ګوند د پارلمان داخلي ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه کړې

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند رهبر اسفنديار ولي خان ويلي، چې د دغه ګوند غړي به په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې په ترسره کېدونکو انتخاباتو کې برخه وانه خلي.

اسفنديار ولي خان ويلي، چې د هغه ګوند د ولسي دولت برلاسي، ډېموکراسي او غښتلی پارلمان غواړي او په اوسني وضعیت کې په ولسي جرګه او سنا کې چا ته د رای ورکولو پلوي نه کوي.

هغه وويل، چې اکثر ګوندونو دوی ته چوکۍ وړاندېز کړې؛ خو عوامي نشنل ګوند د اقتدار يا چوکۍ سياست نه کوي. هغه زیاته کړې، چې د دوی د ګوند اوصول دا دي چې واک له غلو څخه واخلي او اصلي استازو ته یې ور وسپاري.

اسفندیار ولي خان ویلي، چې په پارلمان کې د دوی د رول په اړه به پرېکړه له مشورو وروسته وشي.

تر دې مخکې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې ګوند به یې د پارلمان د مشر، مرستیال، لومړي وزیر او ولسمشر په ګډون د کلیدي څوکیو لپاره د ټاکنو په پروسې کې ګډون ونه کړي.

هغه ویلي، چې ګوند به په دې پارلماني دوره كې د اپوزيسیون برخه وي.