• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت ملي جبهه: د تخار په تالقان ښار کې مو درې طالبان وژلي دي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي،‌ چې د پنجشنبې په ورځ ۰۲:۳۰ بجې یې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو پر یو موټر برید کړی، چې درې وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د دغې جبهې له خوا پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې برید د مستوفیت څلور لارې کې شوی او د طالبانو رنجر موټر هم په کې ویجاړ شوی دی؛ خو د جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په اعلامیه کې راغلي‌ چې برید موخه د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي وو.

تر اوسه طالبانو د دغې برید په اړه څه نه دي‌ ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مکال: بلېنکن هوکړه کړې چې له افغانستانه د امریکا د وتلو ټول پټ اسناد وړاندې کړي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي؛ انټوني بلېنکن د ده له غوښتنې سره موافقه کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو ټول پټ اسناد برابر کړي.

مکال وویل، چې د اوس لپاره هغه د کانګرس امر ته د بهرنیو چارو د وزیر د نافرمانۍ د تورونو اورېدنه ځنډوي.

مایکل مکال وویل: "دا اسناد به موږ ته د وتلو د تفتیش لپاره مهم معلومات چمتو کړي."

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر د ١٤٠١ کال د جدي په مياشت کې د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې دغې کمېټې ته د پوځيانو د ايستلو په باب يو لړ دولتي اسناد ورکړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو اسنادو د یوې برخې له وړاندې کولو سره موافقه ونه کړه.

په دې اسنادو کې له هغو امریکايي چارواکو او استازو سره د مرکو متن هم شامل دی، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په پلان او مدیریت کې یې لاس درلود او د بهرنیو چارو د وزارت د هغه راپور یوه برخه ده، چې د امریکايي پوځیانو له ګډ وډ وتلو وروسته چمتو شوی و.

مایکل مکال تېره اونۍ بلېنکن ته ګواښ کړی و، چې که دا اسناد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې نه کړي، د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) به د کانګرس د حکم د سرغړونې د تورونو د څېړلو لپاره یوه غونډه وکړي.

مککال ډیلي میل ته وویل، چې هغه تېره شپه د بلېنکن سره "ټلیفوني خبرې" کړې او ډاډ یې ورکړ، چې هغه به نن د بهرنیو اړیکو کمېټې ته اسناد چمتو کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي، چې دوی د دې مسالې د حل لپاره د ولسي جرګې له کمېټې سره په تماس کې دي.

دا کمېټه له میاشتو راهیسې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: هند له موږ سره د سیاسي اړیکو پراخولو ته لېواله دی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له مشر جې پي سېنګ سره وکتل.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هند د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ امیر خان موتقي له جي پي سنګ سره د افغانستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې هند د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له داعش سره د طالبانو د مبارزې، فساد او له نشه یي توکو سره د مبارزې ستاینه کړې ده.

متقي ویلي، چې طالبان غواړي له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې د 'متوازن سیاست' له لارې پیاوړې کړي.

هغه له هند څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو لپاره د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

جي پي سېنګ نن د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم وکتل.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د تېر حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وروسته یې له طالبانو سره غیر رسمي اړیکې پیل کړې.

افغان ملي لوبغاړي نور علي ځدراڼ نړیوال کرېکټ پرېښود

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي نورعلي ځدراڼ نن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. د کرېکټ بورډ د خبرپاڼه له مخې، نوموړي ته د افغانستان او ایرلنډ د لوبلړۍ له پیلېدو مخکې د مخه ښې مراسم جوړ شوي و.

نور علی ځدراڼ په ۲۰۰۹ م کال کې د افغانستان په استازۍ نړیوال کرېکټ ته وتلو سره لومړنۍ لوبه له سکاټلنډ سره وکړه.

په نړیوال کرېکټ کې د نوموړی وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ سره وه چې افغانستان پکې ماته وخوړه.

افغان کرېکټ بورډ وايي، نور علي ځدراڼ تر اوسه د افغانستان په استازیتوب دوه ټېسټ، ۵۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۳ نړیوالې شل اوره سیالۍ کړې دي.

نوموړي په نړیوال کرېکټ کې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.

طالبان د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو راپور «مغرضانه» بولي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر د ملګرو ملتونو دا راپور مغرضانه بولي چې افغانستان کې د تېر کال بر تله سږ کال امنیتي پېښې ۳۷ سلنه ډېرې شوې دي. د ذبیح الله مجاهد دفتر د ملګرو ملتونو دا راپور پر «اسلامي امارت د فشار اچولو لپاره د ځینې استخباراتي کړیو او شریرو لورو» په غوښتنه بولي.

د طالبانو دا غبرګون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش راپور ته دی چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړ.

ښاغلي ګوتېرش په خپل راپور کې ویلي، د تېر کال د نومبر له لومړۍ د تېرې جنورۍ تر لومړۍ نېټې امنیتي پېښې د تېر کال تر همدې مودې ۳۷ سلنه ډېرې شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د دې امنیتي پېښوې ډېری برخه د افغانستان په مرکزي او بیا شمالي ولایتونو کې ده.

د ملګرو ملتونو راپور کې دا هم ویل شوي چې د امنیتي پېښو زیاتوالی تر ډېره د نشه يي توکو ضد عملیاتو کې دی.

خو طالبان وايي، د دې په ځای چې ملګري ملتونه له نشه يي توکو سره د دوی د ځواکونو مبارزه وستايي، دا موضوع په افغانستان کې د ناامنۍ په توګه یادوي.

طالبان دا هم وايي، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د قانون ضد عناصرو په تېره، د مفسدانو، غلو، انسان تښتوونکو، قاچاقبرو او جنایتکارو پرضد شپه ورځ پر مبارزه بوخت دي او له امله یې تر تېر کال په دغه هېواد کې خوار ښه مثبت بدلون راغلی او پېښې کمې شوې دي.

طالبان په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې له تېر کال راهیسې یې له ۱۴ زرو ډېر قاچاقیان نیولي او محکمو ته یې سپارلي دي او تر پنځه نیم زره ټنه نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.

دوی دا هم وايي چې د نشه يي توکو د تولید ۱۲ سوه فابریکې یې له مڼځه وړې او ۱۵ زره درې سوه هکتاره ځمکه یې له نشه يي توکو پاکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپور کې د طالبانو پرضد د دوی د مخالفو وسلوالو ډلو د بریدونو شمېر کم ښودل شوي او ویل شوي چې د تېر کال پرتله همدې کال کې دا پېښې یوه کمه ده.

انتونیو ګوتېرش دا هم ویلي چې د طالبانو مشرتابه له خپلمنځي اختلاف سره مخ دی او د دې ډلې له خوا له ټولبښنې سره بیا هم د پخواني حکومت نظامیان او کارمنان په نښه کېږي.

خو د طالبانو د ویاند په اعلامیه کې دې او نورو مسلو ته اشاره نه ده شوې.

ملګري ملتونه: کندهار کې مو د څه باندې درې لکو ډالرو په ارزښت یو ښوونځی جوړ کړی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر وايي، په کندهار کې یې د ۳۱۷ زرو ډالرو په ارزښت یو ښوونځی جوړ کړی. دغه دفتر وايي، یاد ښوونځی ۱۶ درسي ټولګي لري چې د «واو» په نوم د بشري حقونو یوې موسسې یې د جوړېدو چارې مخته وړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو این ایچ سي ار) دفتر نن پنج شنبه د (کب ۱۷مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ښوونځی یې هغو ځوانو زده‌کوونکو ته جوړ کړی چې له دې وړاندې یې په یوه کرايي کور کې له څوکیو او مېزونو پرته زده‌کړې کولې.

100%


دغه دفتر وايي، یاد ښوونځی په لمرېزه برېښنا سمبال دی، او له لومړنیو اسانیاو برخمن دی، چې په دې سره به د زده‌کړو بهیر په دغې سیمه کې وغوړيږي او د دې چارې مثبتې پایلې به څرګندې شي.
د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د کندهار ښار د مرکز په نهمه ناحیه کې د ۳۱۷زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د دغه ریاست چارواکو زیاته کړې چې په ۱۶ درسي ټولګیو کې ۱۱۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.
‏د کندهار ځايي طالب چارواکي‏ وايي یاد ښوونځی د نهو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د ۱۶ درسي خونو په لرلو سره به په کې دوه وخته ۱۱۰۰ نجونې او هلکان زده کړې کوي.
د دغه ښوونځي د جوړولو او پرانیستې خبر داسې مهال ورکول کیږي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز ۹۰۰ ورځې پوره شوې او دغه ډله وايي چې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر زده‌کړو ځکه بندیز لګولی چې د دوی لپاره د زده‌کړو نوې تګلاره جوړوي خو دغه تګلاره د ۹۰۰ ورځو په تېرېدو لا هم نه ده بشپړه شوې.