چمن پرلتوال: د پنځو میاشتو په تېرېدو مو هم د پاکستان حکومت غوښتنې نه دي منلې

د سوېلي پښتونخوا په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پنځه میاشتې وشوې چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلې. پرلتوال وايي، د ټرانسپورټ په وړاندې یې لاره هم خلاصه کړې خو بیا هم د حکومت دريځ پخوانی دی.