د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د قطر له امیر سره ولیدل

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح الدین فطرت د قطر له امیر الشیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره وکتل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په اړه خبرې اترې کړي دي.