افغان انځورګرې د طالبانو له وېرې په پټه خپل هنر پالي

کابل، کندهار او هرات ځینې انځورګرو له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په خبرو کې وويل، چې د رسامۍ، انځورګرۍ او ميناتورۍ هنر د طالبانو له وېرې په پټه پالي.

کابل، کندهار او هرات ځینې انځورګرو له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په خبرو کې وويل، چې د رسامۍ، انځورګرۍ او ميناتورۍ هنر د طالبانو له وېرې په پټه پالي.
طالبانو د ساکښو پر انځورولو بندیز لګولی او هم یې له کندهار په تلوېزون کې د ساکښو پر ویډیو او انځور ښودل بند کړي او دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم غځوي.
په کابل کې انځورګره رينا اتل وايي واک ته د طالبانو په رسېدو د دې هنر ښوونيز مرکزونه، فعاليتونه او نندارتونه بند شوي او تر ډېره د ساکښ رسامۍ ته اجازه نشته.
هغه وايي:« طالبان چې راغلي زموږ د ښکلو هنرونو ټولنه او فعالیتونه بند شوي دي، موږ ته ويل شوي، چې د انسانانو تصویرونه به نه رسموئ.»
په کندهار او هرات کې هم انځورګرې له ورته اندېښنو سره مخ دي.
د دوی په خبره په کمه موده کې يې فعاليت، د هنر د مينه والو شمېر او پرمختګ په بې ساري ډول ډېر شو، خو د طالبانو واکمنېدو سره یې د هنر ارزښت او عايد دواړه کم شوي دي.
د کندهار اوسېدونکې زینب وايي: «موږ د پرمختګ په لور روان و، روزنیز مرکزونه وو، د انځورونو لپاره بازار و او ډېر ارزښت يې درلود؛ خو اوس هيڅ هم نشته.»
خو دغه انځورګرې ناهیلې نه دي او وايي خپل هنر به په دې تمه پاللي، چې يو مهال به ارزښت پيدا کوي او بيا به یې مينه وال زياتيږي.
ډېر هغه عکسونه، چې دې انځورګرو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته لېږلي د افغان مېرمنو د کړاو ډک ژوند، نرواکه ټولنه، سمسور چاپيريال او ځيني تحميل شوي ناسم کلتورنه پکې انځور شوي دي.

د معلوماتو له مخي، په کابل، کندهار او هرات کې د ښکلو هنرونو له بېلابېلو ټولنو سره تر ۱۰۰ زياتو انځورګرو کار کاوه، چې اوس يې زيات له خپلو کورنو دغه هنر پالي.
د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده د يو شفاهي امر له مخيټولو دولتي ادارو ته امر کړی، چې انځور او ويډيو دي نه اخلي او يوازي دي په ليکلې او غږيږه بڼه خپل راپورنه شريکوي.
طالبانو په خپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی و او دغه کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی و.
دغې ډلې په دویم ځل واک ته تر رسېدو وړاندې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ژمنه کړې وه، چې دوی له پخوا بدل شوي او دا ځل به یې چارې او بندیزونه د پخوا په څېر نه وي.
خو طالبانو په واکمنېدو سره که څه هم په لومړیو کې خپل پخواني قیودات پلي نه کړل، اما ګام په ګام د هغه پخوانۍ واکمنۍ پر لور روان دي.


۳۸ کلنه پرښته، چې د دوو لوڼو او دريو زامنو مور ده خاوند یې مړ شوی او دا د کور چارې سمبالوي. پرښتې په کندهار کې پنځه کاله د پوليسو په لیکو کې دنده کړې، خو د طالبانو په راتګ بې کاره شوې.
د تېر جمهوري نظام دا پوليسه وايي دامهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د نورو کورونه پاکوی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په واک ترلاسولو سره په دې ولایت کې د تېر حکومت نظامي کارکوونکې له دندو لرې کړې او پر کور د تنخا ورکولو ژمنه یې ورسره وکړه، خو پرښته وايي، له یوه کال راهیسې تنخا نه ده ور کړل شوې.
هغه زياتوي: « پنځه يتيمان اولادونه او د کور سرپرستي زما په غاړه ده، زما ټولې همکاراني پر کور دي، اسلامي امارت موږ ته د تنخا را کولو وعده کړې؛ خو تر يو کال زيات کېږي، چې تنخا يې نه ده راکړې.»
پرښته اوس د يوه ډاکټر په کور کې د میاشتي په ۵ زره افغانۍ پخلۍ کوي او کالي ورته مینځي.
ګلپري يوه بله پولیسه ده او وايي، د کار د نشتوالي له له کبله سوال کولو ته مجبوره شوې.
هغه وايي: « په کندهار کې د ښځو لپاره هيڅ دنده نشته، زيات مجبوريت مې سوال کولو ته اړباسي.»
دغه پوليسې د طالبانو پر مشرتابه ږغ کوي، چې که يې لاسنیوی نه شي کولای، په ټولنه کې دې ښځو ته د کار زمينه برابره کړي.
په کندهار کې د تېر نظام پر مهال ۱۸۵ ښځينه پولیسو په بېلابېلو برخو کې دندې درلودې.
دغو پوليسو به زیات مهال په ادارو کې د ښځينه مراجعینو او په عمومي بازارونو کې د مېرمنو د تلاشي او د کورنو د پلټنو پر مهال د ښځو د پوښتلو مسولیتونه درلودل.
د طالبانو واکمنېدو سره د کندهار په ټولو دولتي ادارو په خاص ډول امنيتي برخه کې یوه ښځه هم دوامداره دنده نه لري، یوازې د اړتیا پر مهال ځینې وخت له دوی یو شمېر غوښتل کېږي.
په دې ولایت کې يوازي په روغتيايي برخه کې نرساني او قابلې دندې لري، چې هغه هم د زياتو محدودیتونو سره مخ دي.
په کور دننه او بهر ډېری افغان فعالاني او د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو پر طالبانو ږغ کړی، چې د ښځو لپاره پر زدکړو او کار بنديزونه دي ژر ليري کړي.
خو دې ډلې تر اوسه د افغانانو او بهرنيانوغوښتونو ته مثبت جواب نه دی ويلی.

افغان ښځو خپلې دندې، زدهکړې، په ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه ونډه او دې ته ورته لسګونه د ژوند نور اساسي حقونه له لاسه ورکړل؛ خو لا یې هم خپلې هېلې ژوندۍ ساتلې دي.
که څه هم اوس نړۍ د افغانستان ښځو ته د بېچاره قشر په سترګه ګوري؛ خو افغان ښځو له لسیزو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ټولو بندېزونو سره سره تاریخ جوړ کړی دی.
د طالبانو پر وړاندې د ښځو درېدل، لاریونونه، په نړۍواله کچه د غږ پورته کول او د بېلابېلو اعتراضي خوځښتونو جوړېدل هغه لاملونه دي، چې تراوسه پورې د نړۍ هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی، ناسم چلند، له زدهکړو بې برخې کول، د دندو او لسګونه نورو لومړنیو حقونو اخیستو بیا هم افغان ښځې کمزوره نه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې خپله مبارزه روانه وساتله.
سره له دې چې ښځو د جمهوریت په شاوخوا شلو کلونو کې سوداګري کوله؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځينه سوداګرو شمېر څو برابره زیات شو.
نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای دی.
اوس پوښتنه دا ده، چې که افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره بد ځای دی بیا ولې د ښځينه سوداګرو شمېر زیات شوی؟
د طالبانو له پراخو بندیزونو سره ښځې څنګه خپلې سوداګریزې چارې پر مخ وړي؟
خپلو تولیداتو ته څنګه بازارونه پیدا کوي؟ او نړۍوال بانک په خپل راپور کې د کومو ستونزو پر بنسټ افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره بد هېواد بللی دی؟
دا هغه پوښتنې دي، چې په دې راپور کې به د ښځینه سوداګرو پر وړاندې شته ننګونې، شته فرصتونه او هغه لسګونه ستونزې را وسپړل شي، چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.
د نړۍوال بانک راپور
نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.
نړۍوال بانک په دغه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ګډون په یاد شمېر هېوادونو کې ښځینه سوداګرې تر ټولو ټيټ عاید او اقتصاد لري.
له دې ټولو سره سره په افغانستان کې بیا د ښځينه سوداګرو د شمېر د زیاتېدو لامل په بې ساري توګه د ښځو وزګارېدل دي، ځينې مېرمنې له دندو و اېستل شوې، ځينو د فشارونو له امله دندې پرېښودې، د پوهنتون د زدهکړیانو پر وړاندې د پوهنتون دروازې وتړل شوې او زرګونه نورو نجونو بیا د منځنیو ښوونځيو له بندېدو وروسته سوداګرۍ ته مخه کړه.
لاسي صنایع، د غالیو اوبدل، مالداري، د وچې مېوې پروسس، زعفران، د افغانستان د قیمتي ډبرو کار و بار او یو شمېر نورې برخې هغه څه دي، چې افغان ښځې پکې فعالیتونه او سوداګري کوي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روغتیايي برخې، خبریالي او د ښځو سوداګري هغه برخې دي، چې طالبانو یې مخه نه ده نیولې.
په دې راپور کې مو هڅه وکړه، څو په هېواد کې د ښځینه سوداګرو کره شمېره پیدا کړو؛ خو د طالبانو د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مهمند له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې سره له دې چې د ښځینه سوداګرو د کره شمېرې په اړه څه و نه وېل، خو وایي چې د تېر پرتله د ښځینه سوداګرو شمېر څو برابره زیات شوی دی.
ښاغلي مهمند د ښځو بیا په ځانګړې توګه د ښځينه سوداګرو پر وړاندې پراخ محدودیتونه افوهات وبلل او زیاته یې کړه، چې د شریعت په چوکاټ کې هره افغانه ښځه پانګونه او سوداګري کولی شي.
نوموړي زمونږ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې موخه یې له شرعي چوکاټ څخه څه دي، وویل چې بشپړ اسلامي حجاب او په سفرونو کې د محرم شتون هغه شرایط دي چې د ښځینه سوداګرو لهخوا باید په پام کې ونیول شي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا پنځوس زره ښځې په رسمي او غیر رسمي توګه په سوداګریزو چارو بوختې دي.
په راپورونو کې دغه راز راغلي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۱۲ سوه ښځو ته جوازونه ورکړي دي.
له دې سره، ښځینه سوداګرې بیا د طالبانو له محدودیتونو، نمایشي پروګرامونو او د بازارونو له نشتون څخه سرټکوي.
په دې راپور کې مو د ښځينه سوداګرو نظر هم اخیستی؛ خو تر هغه وړاندې به د ښځينه سوداګرو پر وړاندې د طالبي شرایطو او محدودیتونو په اړه ولیکو.
د ښځينه سوداګرو پر وړاندې محدودیتونه او د طالبانو شرایط
۱- طالبي حجاب
۲- د کار او سفر پر وخت د محرم شتون
۳- د ښځو کار یوازې ښځو ته
۴- پر تبلیغاتو بندیزونه
۵- د کانونو په برخه کې د ښځو د کار منع کېدل
۶- د نندارتونونو پرمهال د جبري ماسکونو کارول
۷- د پروژو د ورکړې په بدل کې د طالبانو صفت کول
۸- د ښځو او نارینهو د کار ځایونو جلا کېدل
د فرزاد عثمان شرکت مشرې فرزانې عطایي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوریت پر مهال یې د وچې میوې د پروسس په برخه کې فعالیتونه کول؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د بوټ جوړولو (لاسي صنایعو) په برخه کې کارونه پیل کړل.
نوموړې چې په همدې څو ورځو کې د افغان - ترکمن له نندارتون وروسته له ترکمنستانه هېواد ته ستنه شوې وایي، که څه هم له زیار اېستلو سره سره یې کارونه د پخوا په شان نه دي؛ خو بیا یې هم په خپله کوچنۍ کارخونه کې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
مېرمن عطایي وایي، د دوی په ګډون د افغان - ترکمن په نندارتون کې کابو څوارلسو ښځينه سوداګرو برخه اخېستې وه.
د طالبانو د سوداګرۍ خونې مشر یونس مهمند وایي، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان په ګډون د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د ښځينه سوداګرو توکو ته د بازار موندنې په موخه ډېر نندارتونونه جوړ شوي دي.
یو شمېر ښځينه سوداګرې بیا دغه نندارتونونه نمایشي بولي او وایي، چې طالبان خپلې ادارې ته د تبلیغاتو په موخه د نندارتون جوړېدو ته اجازه ورکوي؛ خو په نندارتون کې شرایط دومره سخت دي چې د دوی وخت ضایع کېږي، خو ګټه نه ترلاسه کوي.
په کابل کې په وروستیو څو نندارتونونو کې د ښځو او نارینهوو ګډو نندارتونو ته اجازه ورنکړل شوه او ان له دغه نندارتونونو څخه د لېدنې او د توکو پېرلو ته د نارینهوو د تګ مخه ونیول شوه.
د قناوېز په نوم د جامو جوړولو شرکت مشره اصیلا سادات وایي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو کارونه د تېر په پرتله کمرنګه شوې دي.
نوموړې وایي، د دوی په شرکت کې ښځو او نارینهوو په ګډه سره دنده ترسره کوله؛ خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت لهخوا څو ځلې د دوی شرکت ته کسان راغلل او خبرداری یې ورکړ، چې ښځې او نارینه په یوه ځای کې کار کولی نشي.
اصیلا سادات وایي: د ناسمو اقتصادي شرایطو له امله مې نشو کولی، چې نارینهوو ته جلا او ښځو ته جلا ځای ونیسم؛ نو مجبوره شوم چې هم خپل کارونه کم کړم او هم له کار څخه نارینه ځواب کړم.
سادات چې مخکې یې پنځلس رسمي کارکوونکي درلودل، اوسمهال یې شمېر لسو کسانو ته رسېږي.
اغلې سادات هم د بازارونو له نشتون څخه شکایت کوي او زیاتوي، چې د طالبانو لهخوا نندارتونونه جوړېږي او نورو بهرنیو ملاتړو ادارو ته هم د نندارتونو د جوړېدو اجازه ورکوي؛ خو پر دغو نندارتونونو سخت شرایط وضع کوي، چې خلک بیا پکې د برخې اخېستو لپاره زړه نه ښه کوي.
نوموړې وایي، په وروستي نندارتون کې یې چې د بازار موندنې په موخه برخه اخیستې وه، نارینهوو ته یې نندارتون ته د لیدو لپاره اجازه نه ورکوله او پر ښځو هم له محرم پرته په ګرځېدو بندیز لګېدلی دی، چې له همدې امله بازارونه کمرنګه وو.
له اصیلا سادات څخه مې وپوښتل، چې په بهرنیو نندارتونو کې یې هم برخه اخیستې او که نه؟
هغه وایي، له واسطې پرته په لویو او بهرنیو نندارتونو کې هیڅکله دوی ته فرصت نه برابرېږي.
د خوراکي توکو د پروسس زیبا رشید شرکت مشره زیبا رشید چې له لسو کلونو راهېسې په کابل کې د اچار، مربا او رب جوړولو ترڅنګ د وچو خوراکي توکو لکه پیاز، اوږه، مرچ او د سرو بانجانو په برخو کې فعالیت کوي وایي، چې تراوسه یې په دې برخو کې لسګونه ښځې روزلي دي او د کار زمینه یې ورته برابره کړې ده.
له نوموړې سره چې اوسمهال شل ښځې په کار بوختې دي وایي، چې د دوی تولیدات د کابل، بلخ او غزني په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې ښه بازارونه لري.
مېرمن زیبا رشید همداراز زیاته کړه، چې تراوسه یې د هند، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون په ډېرو نندارتونو کې برخه اخېستې او له طالبانو غواړي، چې ښځينه سوداګرو ته د بهرنیو نندارتونو ډېره زمینه برابره کړي.
د نوموړې په خبره، بهرني نندارتونونونه له افغان ښځینه سوداګرو سره د بېلابېلو هېوادونو له کلتور سره د اشنایي او له بهرنیو سوداګرو مېرمنو سره د پېژندګلوي او اړیکو په برخو کې مرسته کوي.
له دې سره، په کابل کې د جامو جوړولو لورا شرکت مسووله سعدیه سحر وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته درې میاشتې یې کارخونه بنده وه.
د مېرمن سحر په خبره، له درېیو میاشتو وروسته یې چې بیا ځلې خپل کارونه پیل کړل شاوخوا ۱۳۰ ښځو ته یې د یوې بهرنۍ ادارې په مالي ملاتړ د کار زمینه برابره کړه.

نوموړې وایي، یاد شمېر ښځو ته یې د شپږو میاشتو په موده کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، ډیزاین او اداري کارونو په برخو کې روزنې ورکړې، چې اوسمهال له دې شرکت څخه لسګونه فارغې ښځې خپله کار و بار لري.

اغلې سحر زیاتوي، چې د جواز موده یې ختمه شوې ده او د جواز تمدید هم اوسمهال ستونزمن کار دی او په ځلونو هڅه تراوسه هم نه ده توانېدلې چې خپل جواز نوی کړي.
نوموړې د دې ستونزې د حل په موخه د ښځو د سوداګرۍ خونه کې هم د خپل شرکت نوم ثبت کړ؛ خو یادې خونې هم ورسره همکاري و نه کړه.
نوموړې وایي، څو ځلې د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره بدله شوه او دوی هم نه پوهېدل چې بالاخره له چا سره اړیکه ونیسي.
هغه مېرمنې چې د ښځو په سوداګرۍ خونه کې ثبت دي، دوی په کال کې له دوه نیم زره افغانیو شروع تر شپیتو زرو افغانیو ورکوي او د ښځو سوداګرۍ خونه بیا د دغو پېسو په بدل کې ښځینه سوداګرو ته پروژې، قراردادونه او نندارتونونو کې برخه ورکوي او د دې ترڅنګ د ښځو شرکتونه بهرنیو موسساتو ته معرفي او د جوازونو د نوي کېدو په برخو کې هم له ښځو سره مرستې کوي.
مېرمن سحر له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ووېل، سره له دې چې د یوه کال په موده کې یې یادې خونې ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړې وې؛ خو دغې خونې نه د دوی د جواز په نوي کېدو او نه هم د پروژو او قرادادونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړه.
اغلې سحر همداراز زیاته کړه، چې د توکو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو د نه شتون له امله یې خپل ټول نړۍوال بازارونه له لاسه ورکړي دي.
افغانستان چې سنتي ټولنه لري، ډېری وخت د ښځو پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي او د بېلابېلو دلایلو له امله د ښځو د کارونو مخه نیول کېږي یا هم فرصتونه نه ورکول کېږي.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په تېر جمهوریت کې په هره برخه کې مېرمنو پراخ فرصتونه جوړ شول؛ ترڅو افغان ښځې په خپلو پښو ودرېږي.
ښځو ته د فرصتونو او اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه په ۲۰۱۷ کې د سوداګرۍ وزارت تر چتر لاندې د خصوصي سکتور په توګه 'د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه' رامنځته شوه.
هغه وخت بیا شاوخوا ۸۰۰ ښځينه سوداګرې او کارخانه لرونکې له دغې خونې سره ثبت وې، چې د جمهوریت له پرځېدو سره په دې خونه کې اوسمهال سلګونه نورې ښځې هم ثبت شوې دي.
په کابل کې یوې ښځينه سوداګرې د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د کار پر مهال په ځانګړې توګه د نندارتونو پر وخت په ښځینه سوداګرو د ماسکونو جبري کارول د دوی د کارونو پر وړاندې لوی خنډ دی، ځکه دوی له مشتریانو سره راحت خبرې کولی نه شي.
دغه سوداګره وایي، ښځينه سوداګرو ته ټولې پروژې د ښځو سوداګرۍ خونې ته ځي او د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا دا پروژې د روابطو او واسطو له مخې مېرمنو ته ورکوي.
د نوموړې په وینا، ډېر عادي کارونه لکه کوچنیو ټرینینګونه بیا هغو کسانو ته په پام کې نیول کېږي چې نوی یې کار و بار شروع کړی وي او هیڅ کومه واسطه و نه لري.
دغه سوداګره وایي، څو ځلې یې غوښتل په کابل کې مېرمنو ته نندارتون جوړ کړي؛ خو طالبان یا دوی ته اجازه نه ورکوي او که اجازه هم ورکړي څو ارګانونو ته د بررسۍ لپاره باید ولاړې شي، چې دغه کار میاشتې میاشتې وخت نیسي.
یاده سوداګره همداراز زیاتوي، د پروژو او امکاناتو د برابرولو پر وړاندې طالبان له دوی څخه غواړي چې په پروګرامونو کې باید د طالبانو صفتونه وکړي او که دغه کار و نه کړي په بېلابېلو پلمو یې د کارونو مخه نیول کېږي.
اخوا د راه دانش د لاسي صنایع مشره حسنا رووفي چې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زدهکړیاله وه وایي، تر هغه وروسته یې سوداګریزو چارو ته مخه کړه، چې د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.
اغلې رووفي له یو نیم کال راهیسي د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي او تراوسه یې ۲۲ مېرمنو ته په رسمي توګه د کار زمینه برابره کړې ده او لسګونه نورو ښځو ته یې لنډمهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.
نوموړې وایي، که څه هم د تولیداتو لپاره یې بازارونه کم دي؛ خو کولی شي خپلو کارکوونکو ته په وخت سره تنخواوې ورکړي.
مېرمن رووفي له طالبانو غواړي، چې د دوی کارونو ته د اسانتیاوو د جوړولو لپاره زمینې برابرې کړي؛ ترڅو وکولی شي د هېواد د اقتصاد په وده کې او افغانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي.
پر افغانستان د طالبان له واکمنۍ وروسته پر ښځو دغې ډلې څه باندې پنځوس شفاهي او غیر شفاهي فرمانونه صادر کړل، چې په دغو فرمانونو کې په پراخه توګه د ښځو د ژوند لومړني حقونه لکه د زدهکړو او کار کولو مخه ونیول شوه.
که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه بندیزونه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شول؛ خو طالبانو د ښځو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړ.

په پلازمېنه اسلام اباد او د پېښور ښار په یو شمېر سیمو کې ګڼو افغانانو د مارچ اتمه ونمانځله او په ترڅ کې یې د یو شمېر مخکښو مېرمنو د ستایلو تر څنګ پر هغوی ډالۍ هم ووېشلې.
د اسلام اباد په بي۱۷ ښارګوټي کې لسګونه افغانانو د ښځو سره د پیوستون د نړۍوالې ورځې په پار په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دغې ورځې نمانځنه د دوی د فرهنګ او کلتور یوه برخه ده او د دوی په وینا په هیڅ دول د خپلو دغه شان فرهنګي ارزښتونو څخه نه به شا کېدونکي دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مرستیال میوند عالمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: موږ افغانان په هر حالت کې خپل فرهنګي ارزښتونه ساتو او هغو ته د قدر په سترګه ګورو، دلته افغانانو دا وپتییله، چې د خپلو افغانو کډوالو خویندو د ستایلو او نمانځنو لپاره دغه غونډه جوړه کړي او په خپل شخصي لګښت یې دغسې شانداره غونډه جوړه کړه او یو شمېر مېرمنو ته مو ډالۍ هم ورکړې.

میوند عالمي دا رنګه وویل، چې د دوی شورا د ښځو سره د پیوستون د نړۍوالې ورځې تر څنګ تل د افغانستان د ویاړلو ورځو نمانځنه کړې او خپلې مخکښې افغانانې یې ستایلې او د بېوزلو کورنیو لاسنیوی یې هم کړی.
د دغې غونډې یوې برخه والې سلما ایوبي وايي، سره له دې چې دوی په کډوالۍ کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي؛ خو بیا هم خپلې دودېزې ورځې نمانځي.
هغې زیاته کړه: موږ له همدغه ځایه د خپلو هغو خویندو غږ هم اوچتوو، چې دا مهال د طالبانو تر ظلم لاندې ژوند کوي او خپل غږ د طالبانو د وحشت له وېرې نه شي پورته کولای، موږ تل په اسلام اباد کې له نړۍوالو سره د خپلو هغو خویندو ستونزې شریکې کړې چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو له ظلمونو سره مخامخې دي.
د اسلام اباد تر څنګ د پېښور په بېلابېلو سیمو کې هم د دغې ورځې نمانځنه شوې او یو شمېر مېرمنې په کې ستایل شوې دي.
د پېښور پوهنتون د انجنییرۍ په پوهنځي کې جوړې شوې غونډې ته یو شمېر افغانانې هم وربلل شوې وې او ډالۍ هم پرې ووېشل شوې.

ملګروملتونو د ښځو پر نړۍواله ورځ په افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو پر پای ټینګار کړی. افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې ویلي:«د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده چې له جګړې،بېوزلۍ او انزوا څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنوي.»
الیسون ډیویډیان وایي، « د افغان ښځو او نجونو وضعیت باید د نړۍوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري.»
راپور زیاتوي:« په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړۍواله او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. هغه څه چې موږ یې کوو، یا یې په کولو کې پاتې راغلي یو؛ د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ازموینه ده او د نړۍوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق ترلاسه کولو لپاره ولاړ یو.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د (یوناما) مشره روزا اتنبایوا وایي:« په داسې حال کې چې موږ سږ کال د ښځو نړۍواله ورځ لمانځو، نړۍوال شعار یې 'پر ښځو پانګونه وکړئ' دی او دا باید یوه داسې شېبه وي، چې دلا ډیرې پرمختیا د پیلولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.»
اوتنبایوا زیاته کړې:« دا بیا زړه بوږنوونکې ده، چې موږ یې په افغانستان کې دقیقا برعکس حالت وینو، یوه ناورین زېږوونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.»
راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې طالب چارواکو د ښځو او نجونو پر ډېرو لومړنیو ازادیو یو لړ محدودیتونه وضعه کړي چې دندو ته د دوی لاسرسی یې اغېزمن کړی او له کوره بهر یې د دوی د تګ راتګ پر ازادۍ محدودودیت لګولی.
یوناما د طالبانو لهخوا د بې حجابۍ په تور د وروستيو ځپونکو کړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپلسرو نیونو له وېرې مېرمنې لا نورې انزوا او څنډې کېدو ته اړ وځي.
افغان مېرمنې وايي، چې په هېواد کې د بدلون را منځ ته کولو لپاره د دوی هڅې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.
راپور کې راغلي، چې څه باندې ۱۲ مېلیونه افغان ښځې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، تر ټولو لوی زیان د جمهوریت مهمې لاسته راوړنې د بیان ازادۍ ته ورسېد.
په دغه څېړنیزه او تحلیلي لیکنه کې د طالبانو له حاکمیت وروسته په افغانستان دننه او بهر کې له لسو ښځينه خبریالانو او د خبریالانو د کورنیو ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د ښځينه خبریالانو د وضعیت په اړه غږېدلي یو او د دې ترڅنګ د ښځينه خبریالانو د کره شمېرو د روښانه کولو په موخه د خبریالانو د ملاتړو نړۍوالو سازمانونو راپورونه مو راسپړلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول هېواد کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیتونه درلودل، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي مهالنۍ وې.
د جمهوریت له سقوط وروسته او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په ټولییزه توګه ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وو، چې ۵۲۴۰ تنه یې ښځینه خبریالانې وې؛ خو اوس په ټوله کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه کمې ښځینه خبریالانې کار کوي.
د دغه سازمان په خبره، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې کار نه کوي.
په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ بندېزونه او له هېواد څخه د زرګونو خبریالانو وتل، د هیڅ یوه حکومت له لوري د جبرانولو نه دي.
افغان خبریالان د طالبانو له وېرې د هېواد پرېښودو ته اړ شول او یو شمېر نور خبریالان په ځانګړې توګه بیا ښځینه خبریالانې پر رسنیو د طالبانو د سختو بندېزونو له امله لا هم له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.
له دې سره سره، ډېر شمېر ښځينه خبریالانې اوسمهال د خپلو کورنیو د مسوولیتونو او د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د طالبانو له سختو فشارونو سره سره له بېلابېلو انځوریزو او غږېزو رسنیو سره کار کوي.
هغه خبریالانې چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخې وې او اروپایي او امریکایي هېوادونو ته یې د تګ فرصت ترلاسه نه کړ، ځېنو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډوالې شوې دي او د کډوالۍ بې برخلیکه او د ژوند تر ټولو سختې شپې او ورځې تجربه کوي.
په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې هغه بندېزونه چې پر ښځينه خبریالانو ولګېدل:
۱- کنفرانسونو او خبري غونډو ته د ښځو د ورتګ مخنیوی
۲- له نارینه خبریالانو او مېلمنو سره د ښځو پر ګډو خپرونو بندیز
۳- د پروګرام کوربنو ته د نارینهو د ټلیفوني اړیکې منع کېدل
۴- په ټلویزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د ماسک جبري کېدل
۵- په دفترونو کې د ښځو او نارینهو د کار کولو د ځای جلا کېدل
۶- په ټولنیزو پروګرامونو کې د خندا او ټوکو په بشپړه توګه منع کېدل
۷- د خبري پوښښ لپاره ولایتونو ته د ښځينه خبریالانو پر سفرونو بشپړ بندیز
۸- د ښځو پر پوښښ، خبرو کولو او د ټولنیزو رسنیو د کارولو دقیقه څارنه
د طالبانو دغه بندیزونه د دې لامل شوي، چې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو حضور پېکه شي او ان خبریالانې د خپل مسلک پرېښودو ته اړ اېستل شي.
پر رسنیو او ښځینه کارکوونکو د طالبانو یادو بندېزونو او فشارونو ډېر شمېر خبریالانې له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخ کړې دي.
وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت، په درېیمو هېوادونو کې د اوږدمهاله پاتې کېدو او ان د ځان وژنې هڅې له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي، چې د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د خرابېدو لامل هم شوي دي.
په کندهار ولایت کې د غږ راډیو پخوانۍ خبریاله اریا رحمت له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، کندهار له هغو لومړنیو ولایتونو څخه و چې په رسنیو کې د ښځو پر کارونو بندېز ولګېد.
که څه هم نوموړې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درې میاشتې خپلو رسنیزو کارونو ته دوام ورکړ؛ خو له دغې مودې وروسته د طالبانو لهخوا د دوی د کارونو مخه ونیول شوه او له تېرو دوه نیمو کلونو راهېسې وزګاره ده.
مېرمن رحمت وایي، تر اوسه یې له هېڅ یوې ادارې مرستې نه دي ترلاسه کړي او سره له دې چې له امنیتي ننګونو سره هم مخ ده؛ خو له افغانستانه د وتلو فرصت ورته نه دی برابر شوی.

د هېواد بلې وتلې خبریالې نسرین شېرزاد بشیر چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړ، له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو د تبعیضي چلند په اړه خبرې کوي.
نوموړې چې د افغانستان له بېلابېلو رسنیو سره شپاړلس کلنه کاري تجربه لري، وایي چې په لومړي سر کې طالبانو د دوی د سینګار پر ډول نېوکې وکړې او ویلي یې و، چې د ښځينه خبریالانو یوازې دوه سترګې باید ښکاره شي او ماسک باید وکاروي.
مېرمن بشیر وایي، تر ټولو بله اساسي ستونزه د دوی د پروګرامونو سانسور و چې ورسره مخامخ وو، ان تر دې چې له ځینو طالب چارواکو سره د دوی مرکې له دې امله نه خپرېدې چې د طالبانو د خوښې وړ خبرې به په کې نه وې.
نسرین شېرزاد بشیر وایي، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کار کول طالبانو ته ننګ ښکارېده ځکه یې ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه زیاتول؛ ترڅو ښځينه خبریالانې خپله د دندې پرېښودو ته اړې شي.
اغلې بشیر له هغو خبریالانو څخه ده، چې اوسمهال په فرانسه کې مېشته ده او د خبریالۍ له مسلک څخه یې لرېوالی ځوروي.

د ښځینه خبریالانو د ستونزو په دوام په ننګرهار ولایت کې پخوانۍ خبریاله نفیسه سحر چې اوسمهال په جرمني کې ژوند کوي، د خپلې څوارلس کلنې رسنېزې تجربې په اړه وایي، چې د ټولو ستونزو په زغملو سره یې د جمهوریت تر پرځېدو پورې په رسنیو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د نوموړې په خبره، سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې خپله دنده او ټولې هیلې له لاسه ورکړې؛ خو د خپل راتلونکي د جوړېدو په موخه یې افغانستان پرېښود.
مېرمن سحر وایي، که څه هم دې فکر کاوه چې طالبان بدل شوي او دا ځل به دغه ډله د ښځو د کار او په ټولنه کې یې د فعالیت مخه نه نیسي؛ خو دا هر څه یو خیال و او د دوو میاشتو په تېرېدو چې په وطن کې وه، د طالبانو ټول فرمانونه یوازې د ښځو په اړه و.
نفیسه سحر د رسنیو د ارزښت او اړتیا په اړه وایي، دا چې د پښتنو سیمو کې ډېری وخت ښځې بهر ته د وتلو اجازه نه لري؛ تر څو وشي کولی یوې حقوقي ادارې ته چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره کار کوي او دوی خپلې ستونزې ورته ووایي، نو راډیو یا رسنۍ یوه اسانه وسیله وه او پر مټ یې مېرمنو کولی شو چې په اسانۍ سره خپل غږ ورسوي.
نوموړې زیاتوي، له کومې رسنۍ سره یې چې په افغانستان کې دنده ترسره کوله، دغې راډیو یوازې د ښځو لپاره فعالیتونه کول او د طالبانو په واکمنېدو سره وتړل شوه او څو کلن مزل او لاسته راوړنې یې له صفر سره ضرب شوې.

د یادولو ده چې طالبانو په ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو پر غږ او تصویر د بندېزونو له لګولو سره سره، په ټول هېواد کې د ښځو اړوند روزنیز او ټولنیز پروګرامونه منع کړي دي.
اخوا د طلوعنیوز پخوانۍ خبریاله خاطره احمدي چې اوسمهال په کاناډا کې مېشته ده، له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان د پرېښودو پرېکړه یې تر هغه وروسته وکړه، چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کارونو د بشپړ بندیز اوازې خپرې شوې.
د نوموړې په خبره، د طالبانو له حاکمیت وروسته هره ورځ د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د دغې ډلې محدودیتونه زیاتېدل، له جبري ماسکونو نېولې تر هغه چې د دوی د خپرونو د پر مخ بېولو بڼه د طالبانو تر جدي څار لاندې و.
مېرمن احمدي وایي، د طالبانو محدود ویاندویان له دوی سره مرکې ته حاضرېدل او ځيني نور طالب چارواکي به چې پوهېدل د خپرونې چلوونکې مېرمن ده، له خبرو او مرکو یې ډډه کوله.
هغه وایي، که څه هم له افغانستانه وتلې ده؛ خو په کاناډا کې د افغان خبریالانو د رسنیزو کارونو د پر مخ بېولو فرصتونه ډېر کم دي او مجبوره ده چې د خپل مسلک خلاف کارونه وکړي.

د افغان ښځينه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په زیاتېدو سره د خبریالانو له حقونو د دفاع ځېنو بنسټونو پراخ غبرګونونه هم درلودل؛ خو طالبانو بیا د ښځو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړ.
په دې منځ کې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۵مه نیټه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې.
د دغې نظر پوښتنې له مخې، چې په کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبریالانو برخه اخیستې وه، ډېری ښځینه خبریالانې د وزګارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د دې بنسټ مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل:" په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ لهخوا تر سره شوه، په مرکز او ولایتونو کې ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې، چې وزګارتیا او په کور کېناستل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده."
په هرات ولایت کې یوې ځایي خبریالې د نوم د نه اخېستو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ووېل، د نظام له پرځېدو وروسته دفتر د بودجې د کموالي له امله له دندې وشړله او د دوو میاشتو تنخوا یې هم په ځلونو له مراجعه کولو وروسته ورنکړه.
نوموړې وایي، د خاوند کورنۍ یې چې د هغې د رسنیزو کارونو مخالفه وه، اوس خپل کلي ته تللای نه شي او له دې ستونزو سره سره بیا د دوو ماشومانو پالنه هم ورته سخته شوې ده.
یادې خبریالې د کوم ځانګړي سازمان د نوم له اخېستو پرته د خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو نیوکه وکړه او وايي، چې دغو سازمانونو خبریالان له سختو شرایطو سره په افغانستان کې پرېښودل او د دغو ادارو مسوولانو خپل ځانونه او خپل خپلوان واېستل.
د نوموړې په خبره، د ناوړه روحي او رواني وضعیت له امله څو ځلې ډاکټر ته ورغلې ده؛ خو د ژوند ستونزې یې ارام کولو ته نه پرېږدي.
د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د علتونو او حل لارو په اړه مو له ارواپوه او د پوهنتون له استاد شرف الدین عظیمي سره خبرې وکړې.
ښاغلي عظیمي لومړی د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د لاملونو په اړه وویل: «افغان ښځینه خبریالانې په افغانستان دننه او بهر کې د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي، چې دغه ذهني فشارونه د خبریالانو د ژور خفګان لامل کېږي او د ذهني فشار بل لامل د اړوندو ادارو لهخوا د هغوی نه ملاتړ دی."
نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان خبریالانو د ستونزو لومړنۍ حل لارې د ارواحي خدمتونو وړاندې کول، د استرس مدیریت، د ډلهییزو جلسو جوړېدل، د شبکو لهخوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.
د نوموړي په وینا:« خبریالانو ته باید د ګواښ، ناورین او روحي ستونزو په وخت کې د مسلکي ارواپوهانو لهخوا مشوره ورکړل شي؛ ترڅو درملنه یې وشي. خبریالانو ته باید ورکشاپونه، پروګرامونه، سیمینارونه او تګلارې وښودل شي؛ ترڅو روحي ستونزې یې حل شي او انعطاف پذیري یې لوړه کړي، د خبریالانو ملاتړ هم کولی شي د خبریالانو د سلامتیا په برخه کې مرسته وکړي او د هر ناورین پر وړاندې د درېدو په اړه باید خبریال ته پوهاوی ورکړل شي.»
د ښځينه خبریالانو ستونزې یوازې په افغانستان کې نه خلاصه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راپور له مخې، د سیمې په هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د خبریالانو بیا په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو وضعیت تر هغه هم بدتر دی، چې راپورونه یې د رسنیو لهخوا خپرېږي.
دغه سازمان د بې پولې خبریالانو د موندنو له مخې لیکلي، چې اوسمهال شاوخوا دوه سوه خبریالان په پاکستان، اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ اړوند کارونو پایلو ته په تمه دي.
په پاکستان کې مېشتې خبریالانې بیا د اړوندو ادارو لهخوا د دوی د کډوالۍ قضیو پر نه چټکتیا نېوکه کوي او وایي، چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه اوسېدل سخت دي؛ ځکه پاکستان افغانانو ته په اسانۍ سره وېزې نه ورکوي او غیر قانوني کډوال هم په جبري توګه باسي.
په پاکستان کې د طلوع نیوز یوه پخوانۍ خبریاله د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امریکایانو په واسطه په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته په دې موخه ولېږدول شوه؛ ترڅو په یوه میاشت کې امریکا ته انتقال شي، خو پاکستان ته په راتګ سره اړوندې امریکایۍ ادارې تر خپل ملاتړ لاندې ټول کسان بې برخلیکه پرېښودل او دوی خپله وتښتېدل.
نوموړې چې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره له افغانستانه وتلې، له شاوخوا دوو کلونو راهېسې په غیر قانوني توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.
یاده خبریاله وایي، په افغانستان کې یې خپل کور او هر څه له لاسه ورکړل او بیا ځلې د تګ هیڅ کومه هیله نه لري او په پاکستان کې هم د ویزو د بیو د زیاتوالي له امله و نه توانېده، چې له تور بازار څخه ویزې ترلاسه کړي.
نوموړې وایي، سره له دې چې په ځلونو یې په قانوني توګه د وېزو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله یې غوښتنه رد شوې ده.
دغه خبریاله زیاتوي، که څه هم له شپږو میاشتو راهېسې یې له یوې خصوصي رسنۍ سره له کور څخه کارونه پیل کړي دي؛ خو په دغه هېواد کې د غیر قانوني اوسېدو له امله وېرېږي، چې د دې هېواد د پولیسو لهخوا و نه اېستل شي.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته هرې بنسټیزې ادارې زیان وکړ او ډېرې یې له منځه ولاړې؛ خو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه چلند ځکه ډېر انعکاس لري، چې شاوخوا ۹۰ سلنه بندیزونه په رسنیو او ښځینه خبریالانو وضع شول.
له کابله یوه افغانه خبریاله چې اوسمهال هم په یوې خصوصي رسنۍ کې د خبریالې په توګه کار کوي، د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته د خبریالانو او د رسنیو د وضعیت په اړه د هغه څه په اړه معلومات ورکوي، چې ډېر کم رسنیز شوي دي.
نوموړې وایي، هیڅ یو طالب چارواکی د مرکو او د معلوماتو د شریکولو لپاره د ښځینه خبریالانو زنګ او مسج ته ځواب نه وایي.
یاده خبریاله وایي، د خبري غونډو بلنلیکونو کې واضح لیکل کېږي چې یوازې په دې پروګرام کې نارینه برخه اخیستی شي او د ښځو لپاره کوم مشخص ځای نشته.
نوموړې زیاتوي، د پاسپورټ ریاست ته د راپور جوړولو په موخه تللې وه او کله چې د خلکو غږونه او ویډيوګانې یې اخېستې د طالبانو لهخوا ونیول شوه او ټول وسایل یې ترې د څارلو په موخه واخېستل شول.
شاوخوا درې ساعته طالبانو تر خپل نظر لاندې نیولې او دې ته یې اجازه نه ورکوله، چې له خپل دفتر یا کورنۍ سره اړیکه ونیسي.
دغه خبریاله وایي، طالبانو له درېیو ساعتونو وروسته هغه مهال خوشې کړه چې د کمرې او مبایل ټول مواد یې ورته پاک کړل.
یاده خبریاله زیاتوي، له څه مودې راهېسې د طالبانو استخباراتو د ټولو رسنیو د کارکوونکو نوملړ غوښتی او هر یو نوی کارکوونکی یا کارکوونکې چې د رسنیو لهخوا ګومارل کېږي، معلومات یې باید لومړی د طالبانو استخباراتو ته ورکړل شي.
نوموړې وایي، په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې ډېر شمېر خبریالانو د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو سره په ځلونو غونډې کړې او د ښځینه خبریالانو ستونزې یې له دغو ادارو سره شریکې کړې؛ خو هیڅ یوه بنسټ ونشو کړای دغو شته ناخوالو ته رسېدنه وکړي، ځکه دغه ادارې هم د طالبانو تر اثر لاندې کار کوي او که غږ پورته کړي دفترونه یې بندېږي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو او د خبریالانو د ملاتړو د هغو بنسټونو د مسوولانو نظر هم واخلو، چې اوسمهال په هېواد کې فعاله دي؛ خو بریالي نه شو.