
ملګروملتونو د ښځو پر نړۍواله ورځ په افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو پر پای ټینګار کړی. افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې ویلي:«د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده چې له جګړې،بېوزلۍ او انزوا څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنوي.»
الیسون ډیویډیان وایي، « د افغان ښځو او نجونو وضعیت باید د نړۍوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري.»
راپور زیاتوي:« په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړۍواله او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. هغه څه چې موږ یې کوو، یا یې په کولو کې پاتې راغلي یو؛ د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ازموینه ده او د نړۍوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق ترلاسه کولو لپاره ولاړ یو.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د (یوناما) مشره روزا اتنبایوا وایي:« په داسې حال کې چې موږ سږ کال د ښځو نړۍواله ورځ لمانځو، نړۍوال شعار یې 'پر ښځو پانګونه وکړئ' دی او دا باید یوه داسې شېبه وي، چې دلا ډیرې پرمختیا د پیلولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.»
اوتنبایوا زیاته کړې:« دا بیا زړه بوږنوونکې ده، چې موږ یې په افغانستان کې دقیقا برعکس حالت وینو، یوه ناورین زېږوونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.»
راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې طالب چارواکو د ښځو او نجونو پر ډېرو لومړنیو ازادیو یو لړ محدودیتونه وضعه کړي چې دندو ته د دوی لاسرسی یې اغېزمن کړی او له کوره بهر یې د دوی د تګ راتګ پر ازادۍ محدودودیت لګولی.
یوناما د طالبانو لهخوا د بې حجابۍ په تور د وروستيو ځپونکو کړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپلسرو نیونو له وېرې مېرمنې لا نورې انزوا او څنډې کېدو ته اړ وځي.
افغان مېرمنې وايي، چې په هېواد کې د بدلون را منځ ته کولو لپاره د دوی هڅې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.
راپور کې راغلي، چې څه باندې ۱۲ مېلیونه افغان ښځې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، تر ټولو لوی زیان د جمهوریت مهمې لاسته راوړنې د بیان ازادۍ ته ورسېد.
په دغه څېړنیزه او تحلیلي لیکنه کې د طالبانو له حاکمیت وروسته په افغانستان دننه او بهر کې له لسو ښځينه خبریالانو او د خبریالانو د کورنیو ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د ښځينه خبریالانو د وضعیت په اړه غږېدلي یو او د دې ترڅنګ د ښځينه خبریالانو د کره شمېرو د روښانه کولو په موخه د خبریالانو د ملاتړو نړۍوالو سازمانونو راپورونه مو راسپړلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول هېواد کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیتونه درلودل، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي مهالنۍ وې.
د جمهوریت له سقوط وروسته او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په ټولییزه توګه ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وو، چې ۵۲۴۰ تنه یې ښځینه خبریالانې وې؛ خو اوس په ټوله کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه کمې ښځینه خبریالانې کار کوي.
د دغه سازمان په خبره، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې کار نه کوي.
په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ بندېزونه او له هېواد څخه د زرګونو خبریالانو وتل، د هیڅ یوه حکومت له لوري د جبرانولو نه دي.
افغان خبریالان د طالبانو له وېرې د هېواد پرېښودو ته اړ شول او یو شمېر نور خبریالان په ځانګړې توګه بیا ښځینه خبریالانې پر رسنیو د طالبانو د سختو بندېزونو له امله لا هم له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.
له دې سره سره، ډېر شمېر ښځينه خبریالانې اوسمهال د خپلو کورنیو د مسوولیتونو او د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د طالبانو له سختو فشارونو سره سره له بېلابېلو انځوریزو او غږېزو رسنیو سره کار کوي.
هغه خبریالانې چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخې وې او اروپایي او امریکایي هېوادونو ته یې د تګ فرصت ترلاسه نه کړ، ځېنو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډوالې شوې دي او د کډوالۍ بې برخلیکه او د ژوند تر ټولو سختې شپې او ورځې تجربه کوي.
په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې هغه بندېزونه چې پر ښځينه خبریالانو ولګېدل:
۱- کنفرانسونو او خبري غونډو ته د ښځو د ورتګ مخنیوی
۲- له نارینه خبریالانو او مېلمنو سره د ښځو پر ګډو خپرونو بندیز
۳- د پروګرام کوربنو ته د نارینهو د ټلیفوني اړیکې منع کېدل
۴- په ټلویزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د ماسک جبري کېدل
۵- په دفترونو کې د ښځو او نارینهو د کار کولو د ځای جلا کېدل
۶- په ټولنیزو پروګرامونو کې د خندا او ټوکو په بشپړه توګه منع کېدل
۷- د خبري پوښښ لپاره ولایتونو ته د ښځينه خبریالانو پر سفرونو بشپړ بندیز
۸- د ښځو پر پوښښ، خبرو کولو او د ټولنیزو رسنیو د کارولو دقیقه څارنه
د طالبانو دغه بندیزونه د دې لامل شوي، چې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو حضور پېکه شي او ان خبریالانې د خپل مسلک پرېښودو ته اړ اېستل شي.
پر رسنیو او ښځینه کارکوونکو د طالبانو یادو بندېزونو او فشارونو ډېر شمېر خبریالانې له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخ کړې دي.
وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت، په درېیمو هېوادونو کې د اوږدمهاله پاتې کېدو او ان د ځان وژنې هڅې له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي، چې د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د خرابېدو لامل هم شوي دي.
په کندهار ولایت کې د غږ راډیو پخوانۍ خبریاله اریا رحمت له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، کندهار له هغو لومړنیو ولایتونو څخه و چې په رسنیو کې د ښځو پر کارونو بندېز ولګېد.
که څه هم نوموړې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درې میاشتې خپلو رسنیزو کارونو ته دوام ورکړ؛ خو له دغې مودې وروسته د طالبانو لهخوا د دوی د کارونو مخه ونیول شوه او له تېرو دوه نیمو کلونو راهېسې وزګاره ده.
مېرمن رحمت وایي، تر اوسه یې له هېڅ یوې ادارې مرستې نه دي ترلاسه کړي او سره له دې چې له امنیتي ننګونو سره هم مخ ده؛ خو له افغانستانه د وتلو فرصت ورته نه دی برابر شوی.

د هېواد بلې وتلې خبریالې نسرین شېرزاد بشیر چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړ، له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو د تبعیضي چلند په اړه خبرې کوي.
نوموړې چې د افغانستان له بېلابېلو رسنیو سره شپاړلس کلنه کاري تجربه لري، وایي چې په لومړي سر کې طالبانو د دوی د سینګار پر ډول نېوکې وکړې او ویلي یې و، چې د ښځينه خبریالانو یوازې دوه سترګې باید ښکاره شي او ماسک باید وکاروي.
مېرمن بشیر وایي، تر ټولو بله اساسي ستونزه د دوی د پروګرامونو سانسور و چې ورسره مخامخ وو، ان تر دې چې له ځینو طالب چارواکو سره د دوی مرکې له دې امله نه خپرېدې چې د طالبانو د خوښې وړ خبرې به په کې نه وې.
نسرین شېرزاد بشیر وایي، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کار کول طالبانو ته ننګ ښکارېده ځکه یې ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه زیاتول؛ ترڅو ښځينه خبریالانې خپله د دندې پرېښودو ته اړې شي.
اغلې بشیر له هغو خبریالانو څخه ده، چې اوسمهال په فرانسه کې مېشته ده او د خبریالۍ له مسلک څخه یې لرېوالی ځوروي.

د ښځینه خبریالانو د ستونزو په دوام په ننګرهار ولایت کې پخوانۍ خبریاله نفیسه سحر چې اوسمهال په جرمني کې ژوند کوي، د خپلې څوارلس کلنې رسنېزې تجربې په اړه وایي، چې د ټولو ستونزو په زغملو سره یې د جمهوریت تر پرځېدو پورې په رسنیو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د نوموړې په خبره، سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې خپله دنده او ټولې هیلې له لاسه ورکړې؛ خو د خپل راتلونکي د جوړېدو په موخه یې افغانستان پرېښود.
مېرمن سحر وایي، که څه هم دې فکر کاوه چې طالبان بدل شوي او دا ځل به دغه ډله د ښځو د کار او په ټولنه کې یې د فعالیت مخه نه نیسي؛ خو دا هر څه یو خیال و او د دوو میاشتو په تېرېدو چې په وطن کې وه، د طالبانو ټول فرمانونه یوازې د ښځو په اړه و.
نفیسه سحر د رسنیو د ارزښت او اړتیا په اړه وایي، دا چې د پښتنو سیمو کې ډېری وخت ښځې بهر ته د وتلو اجازه نه لري؛ تر څو وشي کولی یوې حقوقي ادارې ته چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره کار کوي او دوی خپلې ستونزې ورته ووایي، نو راډیو یا رسنۍ یوه اسانه وسیله وه او پر مټ یې مېرمنو کولی شو چې په اسانۍ سره خپل غږ ورسوي.
نوموړې زیاتوي، له کومې رسنۍ سره یې چې په افغانستان کې دنده ترسره کوله، دغې راډیو یوازې د ښځو لپاره فعالیتونه کول او د طالبانو په واکمنېدو سره وتړل شوه او څو کلن مزل او لاسته راوړنې یې له صفر سره ضرب شوې.

د یادولو ده چې طالبانو په ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو پر غږ او تصویر د بندېزونو له لګولو سره سره، په ټول هېواد کې د ښځو اړوند روزنیز او ټولنیز پروګرامونه منع کړي دي.
اخوا د طلوعنیوز پخوانۍ خبریاله خاطره احمدي چې اوسمهال په کاناډا کې مېشته ده، له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان د پرېښودو پرېکړه یې تر هغه وروسته وکړه، چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کارونو د بشپړ بندیز اوازې خپرې شوې.
د نوموړې په خبره، د طالبانو له حاکمیت وروسته هره ورځ د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د دغې ډلې محدودیتونه زیاتېدل، له جبري ماسکونو نېولې تر هغه چې د دوی د خپرونو د پر مخ بېولو بڼه د طالبانو تر جدي څار لاندې و.
مېرمن احمدي وایي، د طالبانو محدود ویاندویان له دوی سره مرکې ته حاضرېدل او ځيني نور طالب چارواکي به چې پوهېدل د خپرونې چلوونکې مېرمن ده، له خبرو او مرکو یې ډډه کوله.
هغه وایي، که څه هم له افغانستانه وتلې ده؛ خو په کاناډا کې د افغان خبریالانو د رسنیزو کارونو د پر مخ بېولو فرصتونه ډېر کم دي او مجبوره ده چې د خپل مسلک خلاف کارونه وکړي.

د افغان ښځينه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په زیاتېدو سره د خبریالانو له حقونو د دفاع ځېنو بنسټونو پراخ غبرګونونه هم درلودل؛ خو طالبانو بیا د ښځو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړ.
په دې منځ کې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۵مه نیټه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې.
د دغې نظر پوښتنې له مخې، چې په کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبریالانو برخه اخیستې وه، ډېری ښځینه خبریالانې د وزګارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د دې بنسټ مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل:" په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ لهخوا تر سره شوه، په مرکز او ولایتونو کې ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې، چې وزګارتیا او په کور کېناستل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده."
په هرات ولایت کې یوې ځایي خبریالې د نوم د نه اخېستو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ووېل، د نظام له پرځېدو وروسته دفتر د بودجې د کموالي له امله له دندې وشړله او د دوو میاشتو تنخوا یې هم په ځلونو له مراجعه کولو وروسته ورنکړه.
نوموړې وایي، د خاوند کورنۍ یې چې د هغې د رسنیزو کارونو مخالفه وه، اوس خپل کلي ته تللای نه شي او له دې ستونزو سره سره بیا د دوو ماشومانو پالنه هم ورته سخته شوې ده.
یادې خبریالې د کوم ځانګړي سازمان د نوم له اخېستو پرته د خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو نیوکه وکړه او وايي، چې دغو سازمانونو خبریالان له سختو شرایطو سره په افغانستان کې پرېښودل او د دغو ادارو مسوولانو خپل ځانونه او خپل خپلوان واېستل.
د نوموړې په خبره، د ناوړه روحي او رواني وضعیت له امله څو ځلې ډاکټر ته ورغلې ده؛ خو د ژوند ستونزې یې ارام کولو ته نه پرېږدي.
د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د علتونو او حل لارو په اړه مو له ارواپوه او د پوهنتون له استاد شرف الدین عظیمي سره خبرې وکړې.
ښاغلي عظیمي لومړی د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د لاملونو په اړه وویل: «افغان ښځینه خبریالانې په افغانستان دننه او بهر کې د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي، چې دغه ذهني فشارونه د خبریالانو د ژور خفګان لامل کېږي او د ذهني فشار بل لامل د اړوندو ادارو لهخوا د هغوی نه ملاتړ دی."
نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان خبریالانو د ستونزو لومړنۍ حل لارې د ارواحي خدمتونو وړاندې کول، د استرس مدیریت، د ډلهییزو جلسو جوړېدل، د شبکو لهخوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.
د نوموړي په وینا:« خبریالانو ته باید د ګواښ، ناورین او روحي ستونزو په وخت کې د مسلکي ارواپوهانو لهخوا مشوره ورکړل شي؛ ترڅو درملنه یې وشي. خبریالانو ته باید ورکشاپونه، پروګرامونه، سیمینارونه او تګلارې وښودل شي؛ ترڅو روحي ستونزې یې حل شي او انعطاف پذیري یې لوړه کړي، د خبریالانو ملاتړ هم کولی شي د خبریالانو د سلامتیا په برخه کې مرسته وکړي او د هر ناورین پر وړاندې د درېدو په اړه باید خبریال ته پوهاوی ورکړل شي.»
د ښځينه خبریالانو ستونزې یوازې په افغانستان کې نه خلاصه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راپور له مخې، د سیمې په هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د خبریالانو بیا په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو وضعیت تر هغه هم بدتر دی، چې راپورونه یې د رسنیو لهخوا خپرېږي.
دغه سازمان د بې پولې خبریالانو د موندنو له مخې لیکلي، چې اوسمهال شاوخوا دوه سوه خبریالان په پاکستان، اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ اړوند کارونو پایلو ته په تمه دي.
په پاکستان کې مېشتې خبریالانې بیا د اړوندو ادارو لهخوا د دوی د کډوالۍ قضیو پر نه چټکتیا نېوکه کوي او وایي، چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه اوسېدل سخت دي؛ ځکه پاکستان افغانانو ته په اسانۍ سره وېزې نه ورکوي او غیر قانوني کډوال هم په جبري توګه باسي.
په پاکستان کې د طلوع نیوز یوه پخوانۍ خبریاله د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امریکایانو په واسطه په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته په دې موخه ولېږدول شوه؛ ترڅو په یوه میاشت کې امریکا ته انتقال شي، خو پاکستان ته په راتګ سره اړوندې امریکایۍ ادارې تر خپل ملاتړ لاندې ټول کسان بې برخلیکه پرېښودل او دوی خپله وتښتېدل.
نوموړې چې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره له افغانستانه وتلې، له شاوخوا دوو کلونو راهېسې په غیر قانوني توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.
یاده خبریاله وایي، په افغانستان کې یې خپل کور او هر څه له لاسه ورکړل او بیا ځلې د تګ هیڅ کومه هیله نه لري او په پاکستان کې هم د ویزو د بیو د زیاتوالي له امله و نه توانېده، چې له تور بازار څخه ویزې ترلاسه کړي.
نوموړې وایي، سره له دې چې په ځلونو یې په قانوني توګه د وېزو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله یې غوښتنه رد شوې ده.
دغه خبریاله زیاتوي، که څه هم له شپږو میاشتو راهېسې یې له یوې خصوصي رسنۍ سره له کور څخه کارونه پیل کړي دي؛ خو په دغه هېواد کې د غیر قانوني اوسېدو له امله وېرېږي، چې د دې هېواد د پولیسو لهخوا و نه اېستل شي.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته هرې بنسټیزې ادارې زیان وکړ او ډېرې یې له منځه ولاړې؛ خو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه چلند ځکه ډېر انعکاس لري، چې شاوخوا ۹۰ سلنه بندیزونه په رسنیو او ښځینه خبریالانو وضع شول.
له کابله یوه افغانه خبریاله چې اوسمهال هم په یوې خصوصي رسنۍ کې د خبریالې په توګه کار کوي، د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته د خبریالانو او د رسنیو د وضعیت په اړه د هغه څه په اړه معلومات ورکوي، چې ډېر کم رسنیز شوي دي.
نوموړې وایي، هیڅ یو طالب چارواکی د مرکو او د معلوماتو د شریکولو لپاره د ښځینه خبریالانو زنګ او مسج ته ځواب نه وایي.
یاده خبریاله وایي، د خبري غونډو بلنلیکونو کې واضح لیکل کېږي چې یوازې په دې پروګرام کې نارینه برخه اخیستی شي او د ښځو لپاره کوم مشخص ځای نشته.
نوموړې زیاتوي، د پاسپورټ ریاست ته د راپور جوړولو په موخه تللې وه او کله چې د خلکو غږونه او ویډيوګانې یې اخېستې د طالبانو لهخوا ونیول شوه او ټول وسایل یې ترې د څارلو په موخه واخېستل شول.
شاوخوا درې ساعته طالبانو تر خپل نظر لاندې نیولې او دې ته یې اجازه نه ورکوله، چې له خپل دفتر یا کورنۍ سره اړیکه ونیسي.
دغه خبریاله وایي، طالبانو له درېیو ساعتونو وروسته هغه مهال خوشې کړه چې د کمرې او مبایل ټول مواد یې ورته پاک کړل.
یاده خبریاله زیاتوي، له څه مودې راهېسې د طالبانو استخباراتو د ټولو رسنیو د کارکوونکو نوملړ غوښتی او هر یو نوی کارکوونکی یا کارکوونکې چې د رسنیو لهخوا ګومارل کېږي، معلومات یې باید لومړی د طالبانو استخباراتو ته ورکړل شي.
نوموړې وایي، په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې ډېر شمېر خبریالانو د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو سره په ځلونو غونډې کړې او د ښځینه خبریالانو ستونزې یې له دغو ادارو سره شریکې کړې؛ خو هیڅ یوه بنسټ ونشو کړای دغو شته ناخوالو ته رسېدنه وکړي، ځکه دغه ادارې هم د طالبانو تر اثر لاندې کار کوي او که غږ پورته کړي دفترونه یې بندېږي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو او د خبریالانو د ملاتړو د هغو بنسټونو د مسوولانو نظر هم واخلو، چې اوسمهال په هېواد کې فعاله دي؛ خو بریالي نه شو.
نن د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې دا چې دغه ورځ نه نمانځل کېږي، بلکې ورځ تر بلې پر ښځو تازه بندیزونه هم لګول کېږي او دوی له خپلو حقه حقونو بې برخې کېږي.
د جمهوریت پرمهال د افغان ښځو لپاره د دولتي ادارو لهخوا دغه ورځ د غونډو په جوړولو سره نمانځل کېده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کې څومره بدلون راغلی؟
په دغه راپورونو کې د طالبانو لهخوا پر افغان مېرمنو او نجونو لګېدلیو بندیزونو ته یو ځغلنده کتنه شوې ده.
د طالبانو له واکمنېدو سره سم دغې ډلې له خپلو دولتي ادارو تر امر ثاني پورې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډولې.
له هغه وروسته یې له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې وتړلې او دا یې وویل، چې دغه دروازې به تر امرثاني پورې تړلې پاتې وي؛ تر څو دوی د نجونو د زدهکړو له پاره مناسب چاپېریال او درسي نصاب برابر کړي.
نن له دغې پرېکړې شاوخوا له ۹۰۰ څخه زیاتې ورځې تېرېږي؛ خو طالبان لاهم پر دې نه دي توانېدلي، چې د دوی په وینا یو درسي نصاب یا د زدهکړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
طالبانو ان په نادولتي ادارو کې هم د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې کار د نړۍوالو دفترونو غوصه راوپاروله او دغه بنسټونه دې اړ شول، چې خپل دفترونه وتړي.
که څه هم د طالبانو دغې پرېکړې نړۍوال غبرګونونه راوپارول؛ خو دغه ډله لا هم له خپلې پرېکړې نه ده په شا شوې.
که څه هم طالبانو په لومړیو کې د لوړو زدهکړو په بنسټونو کې ښځو ته د ځینو محدودیتونو سره د زدهکړو اجازه ورکړې وه؛ خو بیا یې د پوهنتونونو دروازې هم ور وتړلې.
له هغه وروسته طالبانو د ښځو لپاره تفریحي ځایونو ته پر تګ هم بندیز ولګاوه ان له محرم پرته ښځې نور یوازې د سفر کولو حق نلري.
دغې پرېکړې د هغو مېرمنو لپاره سختې ستونزې راولاړې کړې، کومې چې د کور سرپرستي پر غاړه لري او یاهم په کورنۍ کې نارینه نلري.
طالبانو ان د مخونو پوښل او حجاب هم جبري کړ او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ټولو ته خبرداری ورکړ، که چا یې امر پر ځای نه کړ؛ نو نه یوازې دغه ښځینه بلکې د دوی د کورنۍ نارینه به هم سزا وویني.
په تېرو وروستیو کې طالبانو بیا په کابل او ځینو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور هم ښځې نیولې او بندیانې کړې وې، چې دغه کار یو ځلې بیا د نړۍوالو اندېښنې راوپارولې.
نن سبا افغان ښځینه خبریالانې ان د ټلویزیون په ښیښه له ماسک پرته د خپرونو د وړاندې کولو اجازه نه لري او ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه لا ډېرېږي.
په افغانستان کې اوسمهال ښځې ان د خپل غږ اوچتولو او د خبرو کولو ازادي نه لري، په عامه ځایونو کې د دوی لاریونونه وځپل شول او بندیانې شوې؛ نو ځکه ښځینه معترضې د کورونو دننه په پوښلي مخ په خواله رسنیو کې د تصویرونو او ویډیوګانو په خپرولو سره خپل اعتراضونه کوي.
په یوې تازه ارزونه کې دا هم راغلي، چې نن سبا افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه هېواد دی.
نن سبا افغان مېرمنې داسې انګېري، چې نه ژوند لري او نه هم راتلونکې.
د جمهوریت پرتله د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې دا چې افغان مېرمنو خپل ازادي او حقونه له لاسه ورکړي؛ بلکې د راپورونو له مخې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی او د ځان وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي.
له نن څخه ۱۱۶ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵۰۰۰ کاریګرو ښځو د ظلم، بې عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.
له ۱۹۰۸ کاله مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې ښځو د رای ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې ولړزوله.
تر دغو اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند لهخوا اعلان شوه، چې په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ م کال کې د المان سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱ م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه د دغې ورځې د لمانځنې تېرېږي؛ خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو لهخوا یې رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵م کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو لهخوا په رسمیت وپېژندل شوه.
د یادو کلونو د مبارزو له پیله تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو پر دوام سره ښځو وار په وار سره خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغې چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس او سویډن په ترتیب سره د ښځو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه دي.
اخوا، دغه څېړنیز بنسټ بیا افغانستان ته ۰.۲۸۶ نمرې ورکړې او د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو له منځه یې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد وباله.
سره له دې چې د مارچ اتمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې بیا داسې ښځې هم شته، چې دا ورځ نه پېژني او ان نوم یې هم نه دی اورېدلی.
د جمهوریت په شلو کلونو بیا په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې له دې ورځې نمانځنه کېده؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه حق هم له افغان ښځو واخیستل شو او طالبان د دې ورځې نمانځل د لوېدیځوالو پروژه ګڼي.
سږکال د مارچ اتمه په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي، چې له تېرو دوو کلونو راهېسې افغان ښځو دغه ورځ نه ده نمانځلې، ان که له افغانستانه وتلې هم دي.
د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د مارچ له اتمې څخه د افغانو ښځینه فعالانو تعریف څه دی؟
له څه باندې دوو کلونو راهېسې د افغانستان نیمایي برخه چې ښځې جوړوي، د طالبانو له جبر، ظلم، تاوتریخوالي او لسګونو نورو ناخوالو سره مخ دي.
له دغو ناخوالو سره، سره بیا هم افغان ښځې د مبارزې ټینګ هوډ لري او د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خپل غږ پورته کوي.
د پوهنتون پخوانۍ استاده نرګس مومند له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په اړه داسې وایي.
((د مارچ اتمه بیا را ورسېده؛ خو د سختې توند لارۍ له امله به نه له دې ورځې یادونه وشي او نه به ونمانځل شي.))
اغلې مومند دغه راز زیاتوي: (( بدبختۍ او سیاسي رذالتونه نور کوي؛ خو زور یې د ښځو له کار کولو، ښوونځيو او پوهنتونونو څخه په تګ کې اېستل کېږي.))
نوموړې سره له دې چې هیڅ څوک نه مخاطب کوي؛ خو پوښتنه کوي چې بالاخره به داسې یوه ورځ راشي چې ښځې نورې قرباني نه شي؟

نرګس مومند یوازینۍ افغانه مېرمن نه ده، چې د افغانستان په زرګونو مېرمنو د طالبانو له ظلمونو او جبر څخه په بهر کې کړیږي، داسې زرګونه نورې افغانانې هم شته چې که له افغانستانه وتلي هم دي؛ خو بیا هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند یې ځوروي.
د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښارواله او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري چې اوسمهال په جرمني کې اوسېږي، د افغان ښځو د حقونو او د مارچ د اتمې په اړه وایي، چې سږکال یو ځلې بیا د مارچ اتمه نېټه په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغان ښځې له نږدې درېیو کلونو راهېسې له خپلو انساني حقونو بې برخې دي.
د نوموړې په خبره، د نړۍ ښځې خپلې ازادۍ په داسې حال کې نمانځي، چې د افغانستان شاوخوا شل مېلیونه ښځې نه یوازې له کار، زدهکړو او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې شوې؛ بلکې یو شمېر معترضې ښځې د طالبانو په زندانونو کې تر ربړونو لاندي دي او ځيني یې ان په مرموز ډول وژل کېږي.
اغلې غفاري زیاتوي، چې د افغانستان نوي سلنه ښځې له ناوړه روحي او رواني وضعیت سره مخ دي او په ځينو برخو کې ښځې په ځان وژنو هم لاس پورې کوي، چې دغه پېښې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.
ظریفه غفاري د نړۍ په هغو فعالو ښځو او د ښځو د حقونو په ملاتړو بنسټونو نیوکه کوي، چې د بیان ازادي لري خو له افغانو مېرمنو ملاتړ نه کوي.
مېرمن غفاري له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د ښځو د نقض په برخه کې سیاست بند کړي او له جدیت څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د نړۍ بېلابېل سازمانونه د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو راپورونه خپروي.
تراوسه هیڅ داسې راپورنه دی خپور شوی، چې په هغه کې د افغانستان د ښځو د سم وضعیت په اړه لیکل شوی وي، له اقتصادي برخو نېولې بیا تر زدهکړو، کار کولو جبري ودونو او داسې نورې ناخوالې.
د ښځو د حقونو فعاله حبیبه توخي د مارچ د اتمې په مناسبت وایي، چې افغان ښځې سږکال د ښځو ۱۱۶مه نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو ټولو لومړنيو حقونو څخه بې برخې شوې دي.
اغلې توخي له اسلام څخه مخکې د ښځو ژوندي ښخولو ته په اشارې سره وایي،: ((د اسلام په راتګ سره حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ښځو د حقونو په دفاع د ښځو ژوندي ښخول منع کړل او د اسلام مبارک دين کې ښځو ته خورا ډېر حقوق ورکړل شوي او د تعليم لپاره د فرض کلمه کارول شوې ده.))
د نوموړې په وینا، د طالبانو له بيا واکمنېدو سره افغان ښځې د جهالت او بې سوادۍ په ګور کې ښخې کړل شوې دي.
حبیبه توخي د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو بندیزونه غندي او وايي، چې نه يوازې په تېر شل کلن جمهوريت؛ بلکې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې ښځو ته په حاکميت او تعليمي برخو کې ونډه ورکړل شوې د بېلګې په توګه ، نازو انا، زرغونه انا، عينو انا، ملکه ثريا او داسې نورې وياړلې مېرمنې چې يوه پېړۍ مخکې اوسېدې يادولای شو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مذلفې کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې له خپلو اساسي او شرعي حقونو څخه بې برخې شوې دي.
نوموړې وایي، که څه هم د ښځو د پرمختګونو پر وړاندې ډېر خنډونه شته؛ خو بیا هم د افغانستان ویاړلې مېرمنې توانېدلي، چې د افغانستان د پرمختګونو په برخه کې ونډه واخلي او د ټولو ناخوالو پر وړاندې ودرېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په روان میلادي کال کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زدهکړو منع شوې دي.
د راپور له مخې، طالبانو د تفریحي پارکونو په ګډون په ګڼو عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي او له نارینهوو پرته د ښځو له کوره وتل د ازادۍ محدودیت لا پسې پراخ کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان همداراز په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي دي، چې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي.
د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وايي، چې افغان ولس او سیاسي قشر ته بویه چې پر مېرمنو د لګېدلو بندیزونو او له ټولنیز ژوند څخه د افغاني ټولنې د یوې لویې حذف شوې برخې د حق غوښتلو په موخه سره رامنسجم شي او افغانستان له راتلونکې بدبختۍ وژغوري.
دغه خوځښت نن جمعه( د کب ۱۸مه) د ښځو د نړۍوالې ورځې په پار په یوې اعلامیې کې ویلي، چې سږکال یو ځل بیا د مارچ اتمه (د ښځو نړۍواله ورځ) په داسې مهال راځي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان څلوېښت میلیوني ملت عظیمه برخه(مېرمنې) تر شدیدو محدویتونو لاندې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې انساني تاریخ ته په پام سره په ټولنیز ژوند او کردار کې د ښځو ونډه، زده کړې، کار او سیاست د مدني او انساني ارزښتونو لومړنۍ غوښتنې دي؛ خو "په خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه په زوره بې برخې شوې دي."
یاد خوځښت زیاتوي، چې د مېرمنو پر وړاندې دا ډول خشن برخورد او عقديي چلند په دې معنا دی، چې د افغانستان له نیمايي زیاته ټولنه په لوی لاس فلج او یوه غښتلې برخه له ټولنې په زوره وایستل شي.
په اعلامیه کې زیاته شوې: "طالبانو نه یوازې دا چې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې بندې کړي دي؛ بلکې د افغاني ټولنې دغه مهم قشر یې له هر ډول ټولنیز فعالیته بې برخې کړی دی."
د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې طالبانو افغانې مېرمنې او نجونې شدیدي او جبري محدودې کړي دي، چې دا د یویشتمې پېړۍ په روان دور کې له ټولو انساني او مدني ارزښتونو خلاف چاره ده.
د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغان مېرمنو د حق د تر لاسه کولو په موخه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو د لګېدلو بندیزونو په اړه دې بې تفاوته نه پاتې کیږي او له طالبانو سره د تعامل پر ځای دې دغه ډله د ځانګړي سیاسي فشار په پایله کې د خبرو مېز ته کېنوي.
د مېرمنو نړۍواله ورځ د درېیم ځل لپاره په داسې مهال تکرار شوه، چې په افغانستان کې طالبان حاکم دي او دغې ډلې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د کار، زده کړو او په ټولنیز ژوند کې په برخې اخیستنې بندیزونه وضع کړي دي.
خو طالبانو بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې مېرمنو ته د اسلام په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي، چې د پنجشنبې په ورځ ۰۲:۳۰ بجې یې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو پر یو موټر برید کړی، چې درې وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د دغې جبهې له خوا پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې برید د مستوفیت څلور لارې کې شوی او د طالبانو رنجر موټر هم په کې ویجاړ شوی دی؛ خو د جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په اعلامیه کې راغلي چې برید موخه د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي وو.
تر اوسه طالبانو د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.