• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مېرمنو ورځ؛ جمهوري غوښتونکو له خلکو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو د حق دفاع وکړي

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۰:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وايي، چې افغان ولس او سیاسي قشر ته بویه چې پر مېرمنو د لګېدلو بندیزونو او له ټولنیز ژوند څخه د افغاني ټولنې د یوې لویې حذف شوې برخې د حق غوښتلو په موخه سره رامنسجم شي او افغانستان له راتلونکې بدبختۍ وژغوري.

دغه خوځښت نن جمعه( د کب ۱۸مه) د ښځو د نړۍوالې ورځې په پار په یوې اعلامیې کې ویلي، چې سږکال یو ځل بیا د مارچ اتمه (د ښځو نړۍواله ورځ) په داسې مهال راځي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان څلوېښت میلیوني ملت عظیمه برخه(مېرمنې) تر شدیدو محدویتونو لاندې ده.

اعلامیه زیاتوي، چې انساني تاریخ ته په پام سره په ټولنیز ژوند او کردار کې د ښځو ونډه، زده کړې، کار او سیاست د مدني او انساني ارزښتونو لومړنۍ غوښتنې دي؛ خو "په خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه په زوره بې برخې شوې دي."

یاد خوځښت زیاتوي، چې د مېرمنو پر وړاندې دا ډول خشن برخورد او عقديي چلند په دې معنا دی، چې د افغانستان له نیمايي زیاته ټولنه په لوی لاس فلج او یوه غښتلې برخه له ټولنې په زوره وایستل شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "طالبانو نه یوازې دا چې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې بندې کړي دي؛ بلکې د افغاني ټولنې دغه مهم قشر یې له هر ډول ټولنیز فعالیته بې برخې کړی دی."

د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې طالبانو افغانې مېرمنې او نجونې شدیدي او جبري محدودې کړي دي، چې دا د یویشتمې پېړۍ په روان دور کې له ټولو انساني او مدني ارزښتونو خلاف چاره ده.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغان مېرمنو د حق د تر لاسه کولو په موخه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو د لګېدلو بندیزونو په اړه دې بې تفاوته نه پاتې کیږي او له طالبانو سره د تعامل پر ځای دې دغه ډله د ځانګړي سیاسي فشار په پایله کې د خبرو مېز ته کېنوي.

د مېرمنو نړۍواله ورځ د درېیم ځل لپاره په داسې مهال تکرار شوه، چې په افغانستان کې طالبان حاکم دي او دغې ډلې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د کار، زده کړو او په ټولنیز ژوند کې په برخې اخیستنې بندیزونه وضع کړي دي.

خو طالبانو بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې مېرمنو ته د اسلام په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت ملي جبهه: د تخار په تالقان ښار کې مو درې طالبان وژلي دي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي،‌ چې د پنجشنبې په ورځ ۰۲:۳۰ بجې یې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو پر یو موټر برید کړی، چې درې وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د دغې جبهې له خوا پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې برید د مستوفیت څلور لارې کې شوی او د طالبانو رنجر موټر هم په کې ویجاړ شوی دی؛ خو د جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په اعلامیه کې راغلي‌ چې برید موخه د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي وو.

تر اوسه طالبانو د دغې برید په اړه څه نه دي‌ ویلي.

مکال: بلېنکن هوکړه کړې چې له افغانستانه د امریکا د وتلو ټول پټ اسناد وړاندې کړي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي؛ انټوني بلېنکن د ده له غوښتنې سره موافقه کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو ټول پټ اسناد برابر کړي.

مکال وویل، چې د اوس لپاره هغه د کانګرس امر ته د بهرنیو چارو د وزیر د نافرمانۍ د تورونو اورېدنه ځنډوي.

مایکل مکال وویل: "دا اسناد به موږ ته د وتلو د تفتیش لپاره مهم معلومات چمتو کړي."

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر د ١٤٠١ کال د جدي په مياشت کې د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې دغې کمېټې ته د پوځيانو د ايستلو په باب يو لړ دولتي اسناد ورکړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو اسنادو د یوې برخې له وړاندې کولو سره موافقه ونه کړه.

په دې اسنادو کې له هغو امریکايي چارواکو او استازو سره د مرکو متن هم شامل دی، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په پلان او مدیریت کې یې لاس درلود او د بهرنیو چارو د وزارت د هغه راپور یوه برخه ده، چې د امریکايي پوځیانو له ګډ وډ وتلو وروسته چمتو شوی و.

مایکل مکال تېره اونۍ بلېنکن ته ګواښ کړی و، چې که دا اسناد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې نه کړي، د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) به د کانګرس د حکم د سرغړونې د تورونو د څېړلو لپاره یوه غونډه وکړي.

مککال ډیلي میل ته وویل، چې هغه تېره شپه د بلېنکن سره "ټلیفوني خبرې" کړې او ډاډ یې ورکړ، چې هغه به نن د بهرنیو اړیکو کمېټې ته اسناد چمتو کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي، چې دوی د دې مسالې د حل لپاره د ولسي جرګې له کمېټې سره په تماس کې دي.

دا کمېټه له میاشتو راهیسې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: هند له موږ سره د سیاسي اړیکو پراخولو ته لېواله دی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له مشر جې پي سېنګ سره وکتل.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هند د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ امیر خان موتقي له جي پي سنګ سره د افغانستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې هند د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له داعش سره د طالبانو د مبارزې، فساد او له نشه یي توکو سره د مبارزې ستاینه کړې ده.

متقي ویلي، چې طالبان غواړي له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې د 'متوازن سیاست' له لارې پیاوړې کړي.

هغه له هند څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو لپاره د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

جي پي سېنګ نن د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم وکتل.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د تېر حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وروسته یې له طالبانو سره غیر رسمي اړیکې پیل کړې.

ډېری چینایي مېرمنو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله د مجردۍ ژوند ته مخه کړې

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۰

ازاده لیکواله چای وانرو فکر کوي، چې واده یو غیر عادلانه اړیکه ده. په چین کې د ډېرو ځوانو مېرمنو په څېر اغلې وانرو هم د یو مخ پر ودې غورځنګ برخه ده چې د مېړه او اولادونو پرته د راتلونکي په اړه فکر کوي.

دغې ۲۸ کلنې مېرمنې رویټرز خبري اژانس سره د ژیان په شمال لویدیځ ښار کې په یوه قهوه خانه کې د مرکې پر مهال ویلي: "پرته له دې چې دا په نظر کې ونیول شي چې یوه مېرمن ډېره بریالۍ ده او که یو عادي مېرمن ده،‌ دوی په هر صورت کې تر ټولو لویه قرباني ورکوي."

هغه وايي: "ډېرو کسانو چې په تېرو نسلونو کې واده کړی، په ځانګړې توګه مېرمنو، خپل ځان او د خپل مسلک پرمختګ قرباني کړی او هغه خوشحاله ژوند یې نه دی ترلاسه کړي، چې دوی سره یې ژمنه شوې وه. ماته دا ستونزمنه ده چې له خپل ژوند اوس خوند واخلم.."

د چين ولسمشر شي جين پينګ تېر کال پر دې ټينګار کړی و، چې د ودونو او ماشوم زېږولو نوی کلتور عام کړي ځکه چې د چين نفوس په پرلپسې توګه د دویم کال لپاره مخ په کمېدو دی او د نویو ماشومانو زيږون تاريخي ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

د چين د حاکم کمونست ګوند مرستیال لي کيانګ سږ کال په حکومتي کاري راپور کې ژمنه کړې، چې "د زېږون پلوې ټولنې د جوړولو لپاره به کار کوي" او د ماشومانو د پاملرنې خدمتونه به پياوړي کړي.

کمونست ګوند کورنیو ته د ټولنیز ثبات د بنسټ په توګه ګوري او د دوی په حاکمیت کې ناواده شوې میندې بدنامې او په لویه کچه د مرستو څخه بې برخې دي.

خو د تعلیم کړو مېرمنو مخ په زیاتیدونکي شمېر په داسې حال کې له بې ساري ناامنۍ سره مخامخ دي چې د ځوانانو د بیکارۍ کچه د ریکارډ تر حده رسیدلې او دغه هېواد له یو اقتصادي بحران سره مخامخ دی؛ نو له همدې امله د هغو خلکو شمېر خورا ډېر شوی چې د واده د نه کولو پلوي دي.‌

د رسمي شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۱ کال کې په چین کې د هغو کسانو شمېر چې عمر یې له ۱۵ کلونو پورته دی او لا یې واده نه دی کړی ۲۳۹ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې د ثبت شویو ودونو شمېرې تر ټولو ټیتې کچې ته رسېدلې وې؛ خو تېر کال د کرونا له امله د لګیدلو بندیزونو په پایله کې دغه شمېرې یو څه لوړې شوې وې.

په ۲۰۲۱ کال کې د کمونېست ځوانانو ټولنې له خوا د ۲۹۰۰ مجردو کسانو ترمنځ د ترسره شوې یوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې ۴۴٪ مېرمنې د واده کولو پلان نه لري.

سره له دې بیا هم په چین کې واده کول د بلوغ یو پړاو بلل کیږي او د هغو ځوانانو شمېر چې هېڅ کله یې واده نه دی کړی، لا هم ټیټ دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په چین کې د لومړي ځل لپاره د واده کولو په عمر کې په تېرو لسو کلونو کې خورا بدلون راغلی.

په ۲۰۱۰ کال کې په اوسط ډول خلکو په ۲۴ کلنۍ کې واده کاوه؛ خو د عمر دغه کچه په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۲۸ کلنۍ ته پورته شوې، چې د واده کولو لپاره د خلکو د وروسته اقدام کولو نښه ده.

د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې؛ د چین په سوداګریز ښار شانګهای کې بیا د لومړي واده عمر د سړو لپاره ۳۰ کلني او د میرمنو لپاره ۲۹ کلني وه.

کرن ډېکر د افغان متشبېثو مېرمنو لپاره د ډېرو فرصتونو د برابرېدو غوښتنه وکړه

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۰

په قطر کې د افغانستان سفارت لپاره د امریکا شازدافېره کردن دېکر د افغان متشبتو مېرمنو لپاره د ډېرو فرصتونو غوښتنه وکړه. نوموړې د افغانستان امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې غړو سره خبرو کې ویلي دا کار به پخپلو پښو د افغانستان درېدو کې مرسته وکړي.

کرن ډېکر نن خپل اېکس کې وايي، پرون یې له دې خونې سره ولیدل او په دې یې خوشالي څرګنده کړې چې ور سره یو ځای شوې ده.

خو مېرمن ډېکر دا نه دي ویلي چې د افغانستان- امریکا سوداګرۍ خونې سره څنګه یو ځای شوې ده.

د افغان مېرمنو لپاره د نوموړې د ډېرو فرصتونو غوښتنه په داسې مهال ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د هرې ورځې تېرېدو سره پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګېږي او پر نارینه وو یې تکیا زیاتېږي.