• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مارچ اتمه؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان مېرمنو په ژوند کې کوم بدلونونه راغلي؟

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۰

نن د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې دا چې دغه ورځ نه نمانځل کېږي، بلکې ورځ تر بلې پر ښځو تازه بندیزونه هم لګول کېږي او دوی له خپلو حقه حقونو بې برخې کېږي.

د جمهوریت پرمهال د افغان ښځو لپاره د دولتي ادارو له‌خوا دغه ورځ د غونډو په جوړولو سره نمانځل کېده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کې څومره بدلون راغلی؟

په دغه راپورونو کې د طالبانو له‌خوا پر افغان مېرمنو او نجونو لګېدلیو بندیزونو ته یو ځغلنده کتنه شوې ده.
د طالبانو له واکمنېدو سره سم دغې ډلې له خپلو دولتي ادارو تر امر ثاني پورې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډولې.
له هغه وروسته یې له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې وتړلې او دا یې وویل، چې دغه دروازې به تر امرثاني پورې تړلې پاتې وي؛ تر څو دوی د نجونو د زده‌کړو له پاره مناسب چاپېریال او درسي نصاب برابر کړي.
نن له دغې پرېکړې شاوخوا له ۹۰۰ څخه زیاتې ورځې تېرېږي؛ خو طالبان لاهم پر دې نه دي توانېدلي، چې د دوی په وینا یو درسي نصاب یا د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

طالبانو ان په نادولتي ادارو کې هم د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې کار د نړۍوالو دفترونو غوصه راوپاروله او دغه بنسټونه دې اړ شول، چې خپل دفترونه وتړي.
که څه هم د طالبانو دغې پرېکړې نړۍوال غبرګونونه راوپارول؛ خو دغه ډله لا هم له خپلې پرېکړې نه ده په شا شوې.
که څه هم طالبانو په لومړیو کې د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ښځو ته د ځینو محدودیتونو سره د زده‌کړو اجازه ورکړې وه؛ خو بیا یې د پوهنتونونو دروازې هم ور وتړلې.
له هغه وروسته طالبانو د ښځو لپاره تفریحي ځایونو ته پر تګ هم بندیز ولګاوه ان له محرم پرته ښځې نور یوازې د سفر کولو حق نلري.

دغې پرېکړې د هغو مېرمنو لپاره سختې ستونزې راولاړې کړې، کومې چې د کور سرپرستي پر غاړه لري او یاهم په کورنۍ کې نارینه نلري.
طالبانو ان د مخونو پوښل او حجاب هم جبري کړ او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ټولو ته خبرداری ورکړ، که چا یې امر پر ځای نه کړ؛ نو نه یوازې دغه ښځینه بلکې د دوی د کورنۍ نارینه به هم سزا وویني.
په تېرو وروستیو کې طالبانو بیا په کابل او ځینو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور هم ښځې نیولې او بندیانې کړې وې، چې دغه کار یو ځلې بیا د نړۍوالو اندېښنې راوپارولې.
نن سبا افغان ښځینه خبریالانې ان د ټلویزیون په ښیښه له ماسک پرته د خپرونو د وړاندې کولو اجازه نه لري او ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه لا ډېرېږي.
په افغانستان کې اوس‌مهال ښځې ان د خپل غږ اوچتولو او د خبرو کولو ازادي نه لري، په عامه ځایونو کې د دوی لاریونونه وځپل شول او بندیانې شوې؛ نو ځکه ښځینه معترضې د کورونو دننه په پوښلي مخ په خواله رسنیو کې د تصویرونو او ویډیوګانو په خپرولو سره خپل اعتراضونه کوي.
په یوې تازه ارزونه کې دا هم راغلي، چې نن سبا افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه هېواد دی.
نن سبا افغان مېرمنې داسې انګېري، چې نه ژوند لري او نه هم راتلونکې.

د جمهوریت پرتله د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې دا چې افغان مېرمنو خپل ازادي او حقونه له لاسه ورکړي؛ بلکې د راپورونو له مخې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی او د ځان وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ او له دې ورځې د افغان ښځینه فعالانو تعریف

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۱۳ GMT+۰

له نن څخه ۱۱۶ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵۰۰۰ کاریګرو ښځو د ظلم، بې عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.

له ۱۹۰۸ کاله مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې ښځو د رای ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې ولړزوله.
تر دغو اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند له‌خوا اعلان شوه، چې په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ م کال کې د المان سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱ م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه د دغې ورځې د لمانځنې تېرېږي؛ خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو له‌خوا یې رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵م کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.
د یادو کلونو د مبارزو له پیله تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو پر دوام سره ښځو وار په وار سره خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغې چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس او سویډن په ترتیب سره د ښځو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه دي.
اخوا، دغه څېړنیز بنسټ بیا افغانستان ته ۰.۲۸۶ نمرې ورکړې او د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو له منځه یې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد وباله.
سره له دې چې د مارچ اتمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې بیا داسې ښځې هم شته، چې دا ورځ نه پېژني او ان نوم یې هم نه دی اورېدلی.
د جمهوریت په شلو کلونو بیا په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې له دې ورځې نمانځنه کېده؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه حق هم له افغان ښځو واخیستل شو او طالبان د دې ورځې نمانځل د لوېدیځوالو پروژه ګڼي.
سږکال د مارچ اتمه په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي، چې له تېرو دوو کلونو راهېسې افغان ښځو دغه ورځ نه ده نمانځلې، ان که له افغانستانه وتلې هم دي.

د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د مارچ له اتمې څخه د افغانو ښځینه فعالانو تعریف څه دی؟

له څه باندې دوو کلونو راهېسې د افغانستان نیمایي برخه چې ښځې جوړوي، د طالبانو له جبر، ظلم، تاوتریخوالي او لسګونو نورو ناخوالو سره مخ دي.
له دغو ناخوالو سره، سره بیا هم افغان ښځې د مبارزې ټینګ هوډ لري او د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خپل غږ پورته کوي.
د پوهنتون پخوانۍ استاده نرګس مومند له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په اړه داسې وایي.
((د مارچ اتمه بیا را ورسېده؛ خو د سختې توند لارۍ له امله به نه له دې ورځې یادونه وشي او نه به ونمانځل شي.))
اغلې مومند دغه راز زیاتوي: (( بدبختۍ او سیاسي رذالتونه نور کوي؛ خو زور یې د ښځو له کار کولو، ښوونځيو او پوهنتونونو څخه په تګ کې اېستل کېږي.))
نوموړې سره له دې چې هیڅ څوک نه مخاطب کوي؛ خو پوښتنه کوي چې بالاخره به داسې یوه ورځ راشي چې ښځې نورې قرباني نه شي؟

100%


نرګس مومند یوازینۍ افغانه مېرمن نه ده، چې د افغانستان په زرګونو مېرمنو د طالبانو له ظلمونو او جبر څخه په بهر کې کړیږي، داسې زرګونه نورې افغانانې هم شته چې که له افغانستانه وتلي هم دي؛ خو بیا هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند یې ځوروي.
د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښارواله او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري چې اوس‌مهال په جرمني کې اوسېږي، د افغان ښځو د حقونو او د مارچ د اتمې په اړه وایي، چې سږکال یو ځلې بیا د مارچ اتمه نېټه په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغان ښځې له نږدې درېیو کلونو راهېسې له خپلو انساني حقونو بې برخې دي.
د نوموړې په خبره، د نړۍ ښځې خپلې ازادۍ په داسې حال کې نمانځي، چې د افغانستان شاوخوا شل مېلیونه ښځې نه یوازې له کار، زده‌کړو او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې شوې؛ بلکې یو شمېر معترضې ښځې د طالبانو په زندانونو کې تر ربړونو لاندي دي او ځيني یې ان په مرموز ډول وژل کېږي.
اغلې غفاري زیاتوي، چې د افغانستان نوي سلنه ښځې له ناوړه روحي او رواني وضعیت سره مخ دي او په ځينو برخو کې ښځې په ځان وژنو هم لاس پورې کوي، چې دغه پېښې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.
ظریفه غفاري د نړۍ په هغو فعالو ښځو او د ښځو د حقونو په ملاتړو بنسټونو نیوکه کوي، چې د بیان ازادي لري خو له افغانو مېرمنو ملاتړ نه کوي.
مېرمن غفاري له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د ښځو د نقض په برخه کې سیاست بند کړي او له جدیت څخه کار واخلي.

100%


دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د نړۍ بېلابېل سازمانونه د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو راپورونه خپروي.
تراوسه هیڅ داسې راپورنه دی خپور شوی، چې په هغه کې د افغانستان د ښځو د سم وضعیت په اړه لیکل شوی وي، له اقتصادي برخو نېولې بیا تر زده‌کړو، کار کولو جبري ودونو او داسې نورې ناخوالې.
د ښځو د حقونو فعاله حبیبه توخي د مارچ د اتمې په مناسبت وایي، چې افغان ښځې سږکال د ښځو ۱۱۶مه نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو ټولو لومړنيو حقونو څخه بې برخې شوې دي.
اغلې توخي له اسلام څخه مخکې د ښځو ژوندي ښخولو ته په اشارې سره وایي،: ((د اسلام په راتګ سره حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ښځو د حقونو په دفاع د ښځو ژوندي ښخول منع کړل او د اسلام مبارک دين کې ښځو ته خورا ډېر حقوق ورکړل شوي او د تعليم لپاره د فرض کلمه کارول شوې ده.))
د نوموړې په وینا، د طالبانو له بيا واکمنېدو سره افغان ښځې د جهالت او بې سوادۍ په ګور کې ښخې کړل شوې دي.
حبیبه توخي د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه غندي او وايي، چې نه يوازې په تېر شل کلن جمهوريت؛ بلکې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې ښځو ته په حاکميت او تعليمي برخو کې ونډه ورکړل شوې د بېلګې په توګه ، نازو انا، زرغونه انا، عينو انا، ملکه ثريا او داسې نورې وياړلې مېرمنې چې يوه پېړۍ مخکې اوسېدې يادولای شو.

100%


پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مذلفې کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې له خپلو اساسي او شرعي حقونو څخه بې برخې شوې دي.
نوموړې وایي، که څه هم د ښځو د پرمختګونو پر وړاندې ډېر خنډونه شته؛ خو بیا هم د افغانستان ویاړلې مېرمنې توانېدلي، چې د افغانستان د پرمختګونو په برخه کې ونډه واخلي او د ټولو ناخوالو پر وړاندې ودرېږي.

100%


د بشري حقونو د څار سازمان په روان میلادي کال کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع شوې دي.
د راپور له مخې، طالبانو د تفریحي پارکونو په ګډون په ګڼو عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي او له نارینه‌وو پرته د ښځو له کوره وتل د ازادۍ محدودیت لا پسې پراخ کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان همداراز په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي دي، چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي.

د مېرمنو ورځ؛ جمهوري غوښتونکو له خلکو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو د حق دفاع وکړي

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وايي، چې افغان ولس او سیاسي قشر ته بویه چې پر مېرمنو د لګېدلو بندیزونو او له ټولنیز ژوند څخه د افغاني ټولنې د یوې لویې حذف شوې برخې د حق غوښتلو په موخه سره رامنسجم شي او افغانستان له راتلونکې بدبختۍ وژغوري.

دغه خوځښت نن جمعه( د کب ۱۸مه) د ښځو د نړۍوالې ورځې په پار په یوې اعلامیې کې ویلي، چې سږکال یو ځل بیا د مارچ اتمه (د ښځو نړۍواله ورځ) په داسې مهال راځي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان څلوېښت میلیوني ملت عظیمه برخه(مېرمنې) تر شدیدو محدویتونو لاندې ده.

اعلامیه زیاتوي، چې انساني تاریخ ته په پام سره په ټولنیز ژوند او کردار کې د ښځو ونډه، زده کړې، کار او سیاست د مدني او انساني ارزښتونو لومړنۍ غوښتنې دي؛ خو "په خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه په زوره بې برخې شوې دي."

یاد خوځښت زیاتوي، چې د مېرمنو پر وړاندې دا ډول خشن برخورد او عقديي چلند په دې معنا دی، چې د افغانستان له نیمايي زیاته ټولنه په لوی لاس فلج او یوه غښتلې برخه له ټولنې په زوره وایستل شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "طالبانو نه یوازې دا چې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې بندې کړي دي؛ بلکې د افغاني ټولنې دغه مهم قشر یې له هر ډول ټولنیز فعالیته بې برخې کړی دی."

د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې طالبانو افغانې مېرمنې او نجونې شدیدي او جبري محدودې کړي دي، چې دا د یویشتمې پېړۍ په روان دور کې له ټولو انساني او مدني ارزښتونو خلاف چاره ده.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغان مېرمنو د حق د تر لاسه کولو په موخه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو د لګېدلو بندیزونو په اړه دې بې تفاوته نه پاتې کیږي او له طالبانو سره د تعامل پر ځای دې دغه ډله د ځانګړي سیاسي فشار په پایله کې د خبرو مېز ته کېنوي.

د مېرمنو نړۍواله ورځ د درېیم ځل لپاره په داسې مهال تکرار شوه، چې په افغانستان کې طالبان حاکم دي او دغې ډلې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د کار، زده کړو او په ټولنیز ژوند کې په برخې اخیستنې بندیزونه وضع کړي دي.

خو طالبانو بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې مېرمنو ته د اسلام په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

د مقاومت ملي جبهه: د تخار په تالقان ښار کې مو درې طالبان وژلي دي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي،‌ چې د پنجشنبې په ورځ ۰۲:۳۰ بجې یې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو پر یو موټر برید کړی، چې درې وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د دغې جبهې له خوا پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې برید د مستوفیت څلور لارې کې شوی او د طالبانو رنجر موټر هم په کې ویجاړ شوی دی؛ خو د جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په اعلامیه کې راغلي‌ چې برید موخه د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي وو.

تر اوسه طالبانو د دغې برید په اړه څه نه دي‌ ویلي.

مکال: بلېنکن هوکړه کړې چې له افغانستانه د امریکا د وتلو ټول پټ اسناد وړاندې کړي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي؛ انټوني بلېنکن د ده له غوښتنې سره موافقه کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو ټول پټ اسناد برابر کړي.

مکال وویل، چې د اوس لپاره هغه د کانګرس امر ته د بهرنیو چارو د وزیر د نافرمانۍ د تورونو اورېدنه ځنډوي.

مایکل مکال وویل: "دا اسناد به موږ ته د وتلو د تفتیش لپاره مهم معلومات چمتو کړي."

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر د ١٤٠١ کال د جدي په مياشت کې د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې دغې کمېټې ته د پوځيانو د ايستلو په باب يو لړ دولتي اسناد ورکړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو اسنادو د یوې برخې له وړاندې کولو سره موافقه ونه کړه.

په دې اسنادو کې له هغو امریکايي چارواکو او استازو سره د مرکو متن هم شامل دی، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په پلان او مدیریت کې یې لاس درلود او د بهرنیو چارو د وزارت د هغه راپور یوه برخه ده، چې د امریکايي پوځیانو له ګډ وډ وتلو وروسته چمتو شوی و.

مایکل مکال تېره اونۍ بلېنکن ته ګواښ کړی و، چې که دا اسناد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وړاندې نه کړي، د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۷مه) به د کانګرس د حکم د سرغړونې د تورونو د څېړلو لپاره یوه غونډه وکړي.

مککال ډیلي میل ته وویل، چې هغه تېره شپه د بلېنکن سره "ټلیفوني خبرې" کړې او ډاډ یې ورکړ، چې هغه به نن د بهرنیو اړیکو کمېټې ته اسناد چمتو کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي، چې دوی د دې مسالې د حل لپاره د ولسي جرګې له کمېټې سره په تماس کې دي.

دا کمېټه له میاشتو راهیسې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: هند له موږ سره د سیاسي اړیکو پراخولو ته لېواله دی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له مشر جې پي سېنګ سره وکتل.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هند د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ امیر خان موتقي له جي پي سنګ سره د افغانستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې هند د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له داعش سره د طالبانو د مبارزې، فساد او له نشه یي توکو سره د مبارزې ستاینه کړې ده.

متقي ویلي، چې طالبان غواړي له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې د 'متوازن سیاست' له لارې پیاوړې کړي.

هغه له هند څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو لپاره د وېزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

جي پي سېنګ نن د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم وکتل.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د تېر حکومت له نسکورېدو څو میاشتې وروسته یې له طالبانو سره غیر رسمي اړیکې پیل کړې.