• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېره جګړه کې له بوختو درې زرو طالبانو په ښوونځیو کې د جذب ازموینه واخیستل شوه

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار د رسنیو دفتر وايې، په دغه ولایت کې په تېره جګړه کې له بوختو درې زرو طالبانو په ښوونځیو کې د جذب لپاره د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه. تېره ورځ طالبانو په ټول هیواد کې له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو ارزولو لپاره هم ازموینه واخیسته.

د طالبانو د ننګرهار د رسنیو دفتر نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغو طالبانو د وړتیا تر ارزولو وروسته به دوی په لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کې کېنول شي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د ازموینې د پیل پرمهال په خبرو کې له خپلې ډلې مننه وکړه، چې «د ځانګړې پیرزوینې له مخې یې هغو مجاهدینو» ته د زدکړو زمنیه برابره کړه، چې د ده پر وینا د مبارزې پرمهال ترې زدکړې نیمګړې پاتې وې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مفتي حبیب حضرت حقاني وویل، چې له ۲۲ کلونو پورته طالب وسلوال به د شپې لېسې او له دې عمر ښکته به د ورځې لېسو ته ور وپېژندل شي.

حقاني وايي دا وروستۍ ازموینه ده.

د یادونې وړ ده، چې تېرکال هم طالبانو له خپلو ۶۵۰ وسلوالو ازموینه اخېستې وه او د ښونځیو بېلابیلو ټولګیو ته وروپېژندل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

رینا امیري: که نړۍ له افغان ښځو ملاتړ ونکړي، د ښځو حقونه به په هر ځای کې له ګواښ سره مخ شي

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي:« موږ د طالبانو د سختو، سیستماتیکو او افراطي فرمانونو په وړاندې د خپلو د حقونو د دفاع په برخه کې د افغان مېرمنو او نجونو د زړورتیا ستاینه کوو.»

هغې د مارچ اتمې د ښځو نړۍوالې ورځ په مناسبت يه اېکس پاڼه لیکلي، که نړۍ له افغان ښځو ملاتړ ونکړي؛ نو د ښځو حقونه به په هرځای کې له ګواښ سره مخ شي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم ویلي:« موږ نن د ښځو د نړۍوالې ورځې په ویاړ، د خپلو حقونو د خوندي کولو په برخه کې ‌د افغان مېرمنو او نجونو نه ستړې کېدونکې هڅې او زړوړتیاوې نمانځو.»

هغه په اېکس پاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید تعلیم وکړي، کار وکړي، د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او په عامه ژوند کې برخه واخلي چې دا د افغانستان او سیمې د ټیکاو لپاره تر ټولو اړینه ده.
تېره ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د یوې خبرپآڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي و، چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوي؛ که نه نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا سره مخامخ شي.
ملګرو ملتونو د ښځو پر نړۍواله ورځ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.
له بل پلوه بیا شنبه‌های ارغواني غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په پار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې طالبانو نړۍوالې ټولنې ته د خپلو ټولو ژمنو خلاف د افغانیت او اسلامیت په نامه ښځې او نجونې له خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو او ازادیو محرومې کړې او له ټولنې د هغوی د سیستماټیکو حذفولو سره یې « بشري ضد جنایت» او « جنسیتي توپیر» ترسره کړی دی.
دغه غورځنګ ویلي و، چې طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران یې محکمې ته راکاږئ او نومونه یې په تور نوملړ کې ورزیات کړئ.

ملاله یوسفزۍ: نړۍوالې ټولنې د طالبانو له خوا د افغان ښځو ځورول جدي نه دي نیولي

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د سولې د جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو سیاست محاسبه شوی او دا ډله پوهیږي چې څه وکړي.

هغې په یوې ناسته کې ویلي، چې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي موضوع ته د پام وړ توجه نه ده کړې.

د نجونود زده کړو د حقونو دغې فعالې د جمعې په ورځ د مارچ اتمې په مناسبت هغې غونډې ته چې په کې د ښځو د حقونو د یو شمېر مخکښو فعالانو هم حضور درلود، وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست موقتي نه دی، بلکه ډېر په دقت سره محاسبه شوی سیاست دی.

اغلې یوسفزۍ پر نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې د افغان ښځو د حقونو موضوع په یوه توګه له پامه غورځوي. هغې وویل: «داسې ښکاري چې دا نړیوالې ټولنې ته ډېره مهمه مساله نه ده. زما په اند دا یوه ډیره مهمه مساله ده، البته که غواړو طالبان او د هغوی ایډیولوژي وننګوو.»

د نوبل د سولې جایزې تر ټولو ځوانې ګټونکې، چې د ښوونځي په دوره کې په ۲۰۱۲ میلادې کال کې د پاکستانې طالبانو له خوا په برید کې ټپې شوې وه، وايي، چې طالبانو نه یوازې د نجونو ماشومتوب، بلکې د دوی راتلونکی یې هم ترې اخیستې ده.

هغې زیاته کړه: «طالبانو له تعلیم څخه د نجونو په محرمولو د هغوی راتلونکی هم ترې اخیستی.»

د اغلې یوسفزۍ په وینا افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې خپلې زده کړې نه شي بشپړولای. د ښځو او نجونو د حقونو دغې فعالې زیاته کړه چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ ده او د هغو ښځینه فعالانو ستاینه یې وکړه چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

په دې غونډه کې د ښځو د حقونو افغان فعالې نایره کوهستانۍ چې په کابل کې د لاریونونو د تنظیمولو په تور نیول شوې وه او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو هم خبرې وکړې.

"په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په اړه بحث" تر سرلیک لاندې، ګډونوالو د ښځو او نجونو د حقونو د خرابېدونکي وضعیت، جنسي تاوتریخوالي او د جنسیتي توپیر په اړه خبرې وکړې.

د ۲۰۲۱ اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا ځلې افغانستان کې واک ته رسیدلي، دې ډلې د ښځو او نجونو د حقونو پر محدودولو په موخه ۸۵ فرمانونه صادر کړي دي.

کرن ډېکر: افغان ښځو ته باید فرصت ورکړو او د هغوی غږ واورو

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیره کرن ډېکر په خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې د افغانستان د راتلونکې سولې او ثبات لپاره د افغان ښځو ونډه مهمه او اړینه بللې ده.

کرن ډېکر د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې غوښتنه کړې چې افغان ښځو ته باید فرصت ورکړل شي او غږ یې واوریدل شي.

اغلې ډېکر په اېکس خواله رسنۍ له یو شمېر ځوانو افغان مېرمنو سره د خپلې لیدنې ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي: “د نړۍ په هره سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ښځې اړینې دي. نو د افغانستان د راتلونکي لپاره هم د افغان ښځو شتون مهم او اړین دی. راځئ چې د ښځو لپاره فرصتونه جوړ کړو او د هغوی غږ واورو."

مېرمن ډیکر ویلي، چې هره ورځ باید د ښځو نړیواله ورځ وي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیره په داسې حال کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو د وڼډې پر اهمیت ټینګار کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ څخه د شاوخوا دوه نیم کلونو په تیریدو سره،‌ افغان ښځې او نجونې د کار او زده کړو په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي دي.

د مقاومت ملي جبهه وايي، په هرات ولایت کې یې درې طالبان وژلي دي

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي،‌ چې د جمعې په ورځ یې په هرات ولایت کې په یو برید کې درې طالبان وژلي دي.

د دغې جبهې په وینا، له غرمې وروسته شاوخوا ۰۳:۰۰ بجې یې په هرات ښار د طالبان پر یو موټر برید کې د درې طالبانو د وژلو ترڅنګ دوه وسله ټپي کړي‌هم دي.‌

پر اېکس خواله رسنۍ د یادې جبهې له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه برید کې د دې ډلې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه طالبانو د دغې برید په اړه څه نه دي‌ ویلي.

اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو واکسین د لس میلیون ډوزو مرسته کوي

۱۸ کب ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د اندونیزیا د حکومت د بهرنیو مرستو صندوق یا اندونیزیا ایډ، له افغانستان سره د پولیو واکسین د لس میلیون ډوزو مرسته کوي.

د دغه هیواد د مالیې وزیرې مولاني اندراوتي ویلي، د اندونیزیا حکومت له دولتي درملو شرکت، بایو فارما سره په ګډه د یونیسف له لارې افغانستان ته د واکسین رسولو لپاره کار کوي.

اغلې میلاني د جمعې په ورځ ویلي: "دا همکاري، د بهرنیو چارو وزارت او په ځانګړې توګه د اندونیزیا د ټولو مرستندویه ادارو له خوا چې د یونیسف سره کار کوي، ممکنه شوې ده، دا ۱۰ میلیونه ډوزه واکسین به په ټول افغانستان کې هغو ۳.۳ میلیونو ماشومانو ته ورسیږي چې عمرونه یې له درې کلونو کم وي."

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دی چې لا هم د پولیو ناروغي پکې شته.

پولیو واکسین ته پر محدود لاسرسي او ناکافي روغتیایي اسانتیاوو سربېره د وسلوالو ګواښ او د خلکو نه پوهاوی په دغو هیوادونو کې د ماشومانو روغتیا ته د پام وړ ګواښ جوړ کړی دی.