د پاکستان په ملتان ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۹ کسان مړه شوي دي

د ملتان ښار په یوې سیمه کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله ۹ تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د ملتان ښار د چارواکو په وینا، په جاوديان سيمه کې د استوګنې يوه زړه ودانۍ نن سهار څلور بجې غورځېدلې ده.