د پاکستان ولسمشر د خراب اقتصادي وضعیت له امله د تنخا د نه اخیستو پرېکړه کړې

اصف علي زرداري چې تېره شنبه د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو، پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د ناسم اقتصادي وضعیت له امله به تنخا نه اخلي. د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د زرداري د دې پرېکړې موخه په هېواد کې د مالي مدیریت هڅونه ده.