یمني چارواکی: د حوثیانو په مورچلو د امریکا او بریټانیا په برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسه وژل شوي

د یمن دولت یو ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ امریکا او بریټانیا د یمن په لویديځو بندرونو او ښاري سیمو کې د حوثیانو پر مورچلو بریدونه کړي دي. د دغه یمني چارواکي په خبره، په دغو بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپیان شوي دي.