طالبان: په تېرو دوو کلونو کې له ۴زرو ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل عبدالجبار تخاري خبر ورکړی، چې په تېرو دوو کالو کې د سند صوبې له زندانونو ۴زره او ۱۱۰ تنه افغانان خوشې شوي دي. دغه طالب چارواکي ویلي، چې په دغې صوبه کې ۱۵۰ نور افغانان لاهم بندیان دي.