د پېښور په قتلونو کې په خاصه توګه د حکمتیار اسلامي ګوند، جمعیت اسلامي، د خالص اسلامي ګوند، د مولوی محمد نبي حرکت انقلاب اسلامي او اتحاد اسلامي ډلو لاس درلود.
د بېلګې په توګه؛ له خاص کونړ څخه عطاءالله چې د وکیل ګل محمد خان زوی و، د بي بي سي د خبریال حامد علمي د یوه خپلوان سره چې مصطفی نومیده، یو ځای د حکمتیار اسلامي ګوند له خوا په پېښور کې نیول شوي و، چې وروسته د حامد علمي دغه خپل د حکمتیار د اسلامي ګوند د شمشتو له بندخونې څخه تښتیدلی و، ژوندی پاتې شو.
عطاءالله تر نن ورځې پورې لا درکه او ووژل شو.
د لېسې په دوره کې عطاءالله له ما دوه کاله مخکې فارغ شوی و او ډیر با استعداده انسان و. زمونږ د لېسې د دورې استاد نور خان د جمعیت اسلامي له خوا په پېښور کې ونیول شو او د جمعیت اسلامي د دین بهار له حویلۍ څخه لا درکه شو.
د هغه په قتل کې استاد یاسر چې هغه وخت د جمعیت اسلامي د دعوت او ارشاد د کمېټې مشر و او صبار عربي د مالي کمېټې مرستیال و، لاس درلود.
صبار عربي د لغمان و او د ثور د کودتا په وخت کې په خاص کونړ کې قاضي و او له نور خان سره یې اختلاف په حزبي مسایلو کې درلود.
له دغه نوملړ څخه د ۴۸۷۵ کسانو نومونه د هالنډ له جنایي جرمونو له ادارې سره شته، په دې هکله د خلق د پخواني رژیم دوه غړي محاکمه شوي هم و.
همدا شان د جنرال عبدالرشید دوستم او یو شمېر نورو کسانو په هکله شواهد له افغانستان او نړۍوالو بشري حقونو سره ثبت دي. ظلم تل پټ نه پاتې کیږي او رسوا کیږي.
د طالبانو له خوا اوس هم ظلم روان دی او هره ورځ بې ګناه افغانان شکنجه او وژل کیږي، تر اوسه د زرګونو کسانو نومونه ثبت شوي دي.
یوه ورځ به د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو زامن هم د عبدالله بهیر غوندې څرګندونې وکړي.
د عبدالله بهیر په مرکه کې یوه خبره چې زما خوښه شوه، هغه دا وه چې هغه وویل؛ پلار یې د ده له نظریاتو سره په ظاهره مخالف ښکاري؛ خو په حقیقت کې موافق دی خو بیا یې هم ده ته یې ویلي وو، چې ته باید مخالفې څرګندونې ونه کړې؛ نو خپل پلار غیرت بهیر ته ویلې وو، چې کله تاسو حزبي کېدلی، ایا د خپل پلار او کورنۍ نه مو اجازه اخېستې وه؟
ځواب "نه" دی.
حل لار:
د دغه مرکې او پورته شواهدو پر بنسټ لاندې څو ټکي د افغانانو لپاره خورا زیات مهم دي چې باید ترې عبرت واخیستل شي.
افغانان باید په ملي فکر سره راټول او د افغانستان د ګټو په پام کې نیولو سره له حزبي، سمتي، ژبني او شخصي ګټو څخه باید تېر شي.
دین د هر چا خپل دی او هېڅوک د دین محافظین نه دي، چې په خلکو په زوره دین ومني، الله تعالی ان خپل پیغمبر ته ویلي، چې ته د دین ساتونکی نه یې او د دین ساتونکی الله تعالی دی. د افغانستان اکثریب مطلق ولس مسلمانان دي او هر نظام چې راځي، باید د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مخ ته لاړ شي، نو په دې خاطر هیڅ ډله د دین ټیکه داران نه دي چې د دین په نوم تجارت او سیاست وکړي.
جرم انفرادي عمل دی او سیاسي فکر هم د کورنیو په منځ کې سره توپیر لري. د یوه کس په ایډیالوژي، مونږ باید د هغه کس کورنۍ او قوم سپک نه کړو، ځکه هر قوم کې ښه او بد شته او سیاسي مسایلو ته باید قومي، مذهبي، سمتي او ژبني رنګ ورنکړو. هر څوک چې سیاسي مسایلو ته قومي، سمتي، دیني او مذهبي او ژبني رنګ ورکوي، په حقیقت کې دا افراطي نظریات دي او د افغانستان د وحدت لپاره د افیونو په شان ضرر لري.
د افغانستان اکثریت ولس ان د سیاسي ډلو کورنۍ هم د افغانستان د جګړو قرباني دي. عبدالله بهیر اوس ۳۷ کلن دی خو د ثور د کودتا په وخت کې زیږیدلی هم نه و او د افغانستان د جګړو مسوولیت هم په غاړه نه لري.
د هغوی ځواب ډېر ساده و او اکثرو وویل، چې کله د دوی مېړونه تلل نو دا د افغانانو کلتور دی، چې ښځې هم د خپلو مېړونو سره یو ځای ځي.
دا چې هغوی هلته تلل نو د دوی لپاره بله لار څه وه؟ په حقیقت کې د داعش د دغه غړو ښځې او ماشومان هم د جګړو قربانيان و.
د افغانستان او وروسته پاتې ټولنو یوه بله مهمه ستونزه دا ده، چې حزبي سیاست میراثي شکل نیسي او د میراثي سیاست او همدا شان حاکمیت پایله تل ذلیله وي.
له بده مرغه ډېری افغانان اوس هم خپل قضاوتونه د تېرو دورو د ناکامو پالیسیو او ایډیالوژیو پر بنسټ کوي، چې د خپلو دورو نیمګړتیاوې او کړنې نه ګوري او په نورو دورو ملامتیا اچوي.
ځینې فکر کوي چې د شوروي اتحاد سوسیالستي نظام به بیا راژوندی کیږي او ځینې بیا د پان اسلامیزم خوبونه ګوري.
نننی سیاست په انډیوالۍ او ایډیالوژیو ولاړ نه دی بلکې د ملکونو تر منځ په متقابله ګټو ولاړې دي. هر هېواد د خپل هېواد د ګټو لپاره له یو بل سره اړیکې لري او دا اړیکې تل تغییر پذیره دي.
همدا علت دی چې څه موده وړاندې ما په افغانستان کې د جګړو په صعودي اړخ باندې یوه لیکنه وکړه او د علل او معلول د فلسفې په اساس یوې دورې بلې دورې ته د ظلمونو زمینه برابره کړې ده.
له دې امله به ستونزمنه وي، چې مونږ ټول افغانان محاکمه او مجازات کړو، البته انفرادي جرم جلا مساله ده؛ خو باید له تېرو ناخوالو څخه عبرت واخلو او د راتلونکي لپاره کار وکړو.
تاریخ وښوده، چې د قدرت انحصار د نفي سیاست او په زور حاکمیت پایلې ختمیدونکې دي، نو ښه به دا وي چې ټول افغانان د طالبانو په ګډون له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او د راتلونکي لپاره د افغانستان د ګټو او تمامیت ارضي په چوکاټ کې په یوه منځګړي تګلاره د بین الافغاني ډیالوګ له لارې هوکړه وکړي، تر څو مشروع، قانونمنده او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنځته شي.
ټول افغانان له فکري اختلافونو سره د اساسي قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند، کار او سیاست وکړي. دا ارماني فکر نه دی بلکې که داسې تګلاره رامنځته نه شي، افغانستان به د سیمه ییزو او نړۍوالو د سیالیو او نیابتي جګړو ډګر وي. په دغه سیالیو او جګړو کې به له ټولو زیات تاوان افغانان پرې کوي. په دې کې شک نه شته چې د افغانستان بې ثباتي به په سیمه او نړۍ هم اغېز ولري، خو بیا به اوبه د ورخه تیروي او هیڅوک به څه نه شي کولی.
اوس لا هم وخت دی چې ټول افغانان له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او خپلو فکرونو کې مثبت بدلون راولي چې یو بل ومني. که یوه ډله حکومت نیسي او نورو ته وایي چې تاسو په افغانستان کې د ژوند، کار او سیاست حق نه لرئ، دا ډول حاکمیت نه پخوا دوام کړی دی او نه به اوسنې حاکمیت دوام پېدا کړي او نه به راتلونکي حاکمان د نفي او انحصار د قدرت د سیاست له امله بریالي وي.
د افغانستان راتلونکې په احساساتي خبرو، کنځلو او د زړه په بړاس ویستلو حل کېدلی نه شي؛ ځینې رسنې چې نه شي کولی د ژورنالیزم په اساس خپلې رسنې وچلوي؛ نو زیاتره وخت د رسنیو څپې په تاویلو ماویلو ډکوي.
په دې لیکنه کې دوه موضوع مطرح شوي دي:لومړی د رسنیو استثمار او نیمګړتیاوې او دویمه مساله د سیاسیونو، پخوانیو چارواکو او تحلیل کوونکو لنډ پاري بحثونو باندې تبصره ده.
د رسنیو زیاتره چلوونکي سیاسي اکټویستان دي او د خبري، تحلیلي او تحقیقي ژورنالیزم فرق نه شي کولی. کله چې یو ژورنالست په موضوع حاکم نه وي نو موضوعات د ګپ شپ بحثونو په شکل مطرح او تسلسل د بحثونو نه شي مراعات کولی.
هره موضوع چې یو ژورنالست مطرح کوي نو د هغې مسالې د بکرونډ یا شالید په هکله باید بشپړه معلومات او څېړنه ترسره کړې وي، د دنیا او وطن په پالیسیو باید خبر وي او همدارنګه د ورځینو مسایلو په هکله کافي معلومات ولري. له بده مرغه زیاتره افغاني رسنې د غربي رسنیو تقلید کوي؛ خو د نړۍ مهمې رسنې د یو ساعت پروګرام چلولو لپاره یو لوی ټیم تر شا لري، چې هغه ورته ریسرچ او تحقیق کوي. د برنامې چلونکی هم په مسایلو پوه کس وي، چې ټول مسایل مخکې له پروګرامه مطالعه کوي او بیا د خپل میلمه څخه د موضوع په اړه مناسبې پوښتنې کوي. دا چاره ژورنالېستیکه پخته ګي، د مسایلو هضم او پر موضوع بر لاسيرامنځته کوي. یو کس چې یو ساعت پروګرام چلوي نو د خپل ټیم سره ورته اته یا لس ساعته ریسرچ او تحقیق کوي، چې کومه موضوع وټاکي او څنګه پروګرام مخې ته بوځي.
له بده مرغه په اوس وخت کې د افغاني رسنیو د پروګرامونو اکثره چلوونکي لکه د هغه استاذانو په شان دي، چې بې له چمتوالي صنف ته ننوځي، نو اول د زده کوونکو څخه پوښتنه کوي چې د کتاب کوم ځای ته رسیدلي یو؟ بیا یو زده کوونکې ته وایي، چې ښه نو دا بل فصل ته قرائت کړه او هغه بیا وروسته یو څو خبرې د موضوع په اړه وکړي.
زموږ د افغاني رسنیو په پروګرامونو کې ژورنالېستیکه ناپخته ګي، پر موضوع نه پوهېدل او د کم معلوماتۍ نښې پکې له ورایه ښکاري.
کله - کله د پروګرام چلونکي پخپله مبصر شي؛ ځکه پوښتنه یې د میلمه له ځواب څخه اوږده وي او په اخره کې میلمه ته ووایي، چې وخت هم کم دی؛نو په څو ثانیو کې ځواب راکړه خو د کوربه پوښتنه بیا هم له یوې دقیقې څخه زیاته وي. د رسنیو اوسني وضعیت ته چې ګورم؛ نو هغه وخت راپه یاد شي، چې کله به اخترونو کې کلي ته تللو، نو زمونږ ملا صیب به هماغه یوه خطبه او څو شعرونه همېشه په هر لمانځه کې تکرارول او ټولو مقتدیانو یې هم هغه ښه حفظ یا ضبط کړي وو.
په اخره کې به یې ویل، چې غواړه فضل د رحمان، سرسایه مخکې د لمانځه څخه ورکړئ او سم مسلمانان شئ. کله - کله دا پوښتنې دومره تکراروي وي،چې اخره کې د خپرونو چلونکو ته همدومره باید سړی ووایي،چې بس اوس غواړه فضل د رحمان او ستاسي وخت پوره شو.
په دې توګه د رسنیو بحثونه په دې شپو او ورځو کې د کلي د ملایانو د وعظونو په شان وي. په عینې خطبه کې اول د استنجا موضوع مطرح کوي بیا د استنجا څخه زکات ته او د زکات څخه سرسایې ته منډه کړي. هر ایات او حدیث چې یې حفظ کړي وي، هغه تکراروي او تسلسل د خطبې یا تبلیغ یې معلوم نه وي.
دلته یوازې د ژورنالستانو او پروګرام چلوونکو ملامتیا هم نه ده؛ بلکې د تلویزیونو د مالکینو او هییت مدیره ګناه ده، چې د یو ساعت پروګرام لپاره به یې فنډ د کوم ځای څخه اخستی وي او په هغه فنډ کوښښ کوي، چې ۲۴ ساعته پروګرام وچلوي. یو کس د لسو کسو کار کوي. دې ته د یویشتمې پېړۍ استثمار وایي، ځکه د رسنیو مالکین فقط لنډمهاله ګټه په نظر کې نیسي چې څه پیسې پېدا کړي.
د رسنیو پروګرامونه چې تعقیبوم، اکثره موضوع ګانې یوه رسنې له بلې څخه او یا هم د ټولنیزو رسنیو څخه کټ او پيست کوي او کله د میلمنو څخه پروګرام چلونکي دا توقع هم لري، چې هر مېلمه باید جامع الکمالات وي. یو وخت مو د امریکا غږ راډیو سره کار کوه. هغه وخت یو ساعت پروګرام د سهار له خوا او یو نیم ساعت پروګرام د ماښام له خوا و.په واشنګټن کې او هم د محلي خبریالانو له خوا ورته پوره تیاري نیول کېده. وروسته چې د امریکا غږ خبرونه څلورویشت ساعته شول نو بیا کیفیت هم خراب شو.
په سټاک مارکیت باندې ډېری افغانان او په خاصه توګه عام ولس خو له سره نه پوهیږي. همداسې یو څو نور پروګرامونه چې د ورځې موضوعات نه وو؛ دوی غوره کړي و. ما ورته ولیکل چې دا پروګرامونه داسې دي، چې څوک د سلماني دوکان ته د وېښتو جوړولو لپاره لاړ شي؛ نو تر څو چې یې نوبت رارسیږي، هلته زړې مجلې پرتې وي او د وخت تېرولو لپاره د یو مجلې ورقې وهي او یو څه لولي خو هغه مواد ټول زاړه او یا دلچسپه نه وي. د امریکا غږ پروګرامونه همداسې دي.
راځم دویمې مسلې ته؛د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د رسنیو لومړۍ کال په همدې تېر شو، چې جمهوریت ولې سقوط وکړ؟
ځواب یې هم اسانه او هم سخت دی. اسانه په دې دی چې د سقوط عوامل په درېیو برخو وېشل شوي، چې داخلي، سیمه ییز او نړۍوال اړخونه دي. درېیواړو اړخونو کې ستونزې وې؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ، که ستونزې نه وی نو جمهوریت سقوط نه کاوه.
یو اړخ د بل اړخ سره تړلې دی او په کل کې داخلي اړخ یې د نړۍوالو او سیمه ییزو اړخونو څخه خورا مهم و او دی. دا چې چا بد او یا ښه کړي دي، هغه د رسنیو په بحثونو نه شي حل کېدلی، د ښه او بدو تفکیک به د قانون په چوکاټ کې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند نطام له خوا څېړل کیږي.
پرېکړې به هم سلیقوي نه وي بلکې په ټولو باندې یو قسم تطبیق کیږي. قانون په چوکاټ کې به پاک او ناپاک سره جلا کیږي. که اوس دا ووایو چې فلاني داسې وویل او ما ورته داسې وویل نو دا سمه نه ده؛ ځکه د هر چا سره کافي کیسې شته او هغه به لیکي او تاریخ به یوه ورځ پخپله قضاوت کوي.
دا چې اوس په افغانستان کې حقوقي، قانونمنده او مشروع مرجع نه شته چې هر څه وڅېړي، پاک او ناپاک سره جلا کړي، د واقعیتونو او اتهاماتو توپیر نه شي کېدلې.
په دې توګه د بیځایه څرګندونو په اساس، بې باوري نوره هم د افغانانو تر منځ زیاتیږي. د بې باورۍ په فضا کې به ټول په ماضي کې اوسي. د راتلونکې او حال لپاره به هیڅوک، هیڅ لاره پېدا نه کړی شي.
نو پس رسنۍ باید هڅه ونه کړي، چې ټوله ورځ د اشخاصو او ډلو د بدنامۍ ټېکه واخلي او هره ورځ په خپلو خپرونو کې د نورو د سرکوب او نادرستو معلوماتو په خپراوي عامه اذهان خراب کړي.
د افغانستان مساله له شلو کلو څخه نه ده پیل شوې. زمونږ په یاد دا پنځمه لسیزه ده، چې افغانان د بحران سره مخامخ دي او دا سلسله لا روانه ده.
واړه وو، ځوانان شو او اوس د ځوانې څخه پیرۍ خواته روان یو. د علل او معلول د فرمولې په اساس، هېڅ افغان مجرم نه دی او نه هېڅ افغان ځانته برائت ورکولې شي ځکه حکومتونه د ولس فوتوکاپي دي.
څنګه چې ولس وي، هماغسې یې حکومتونه وي؛ خو د دولت په چوکاټ کې دامنل شوې فرموله په دنیا کې ده، چې د افرادو رول په نظام کې د هغه د مسوولیت او صلاحیت په چوکاټ کې مهم دی اما د پالیسیو جوړول، د ولس ذهنیت برابرول او د پالیسیو د تطبیق لپاره زمینه مساعدول همېشه د دولت د مشرتابه کار وي. لکه چې څنګه د هرې دورې کرېډیټ د دولت مشرتابه ته ورکول کیږي؛ نو همداسې مسوولیت یې هم د مشرتابه پر غاړه دی.
که ووایو چې فلانې وزیر، والي او زوراکی ښه نه و، دا سمه ده خو همدا زوراکی، والي او وزیر چا مقرر کړي و؟ که ووایو چې د دولت مشر ښه نه و؛ نو همدا مشر د ټاکنوپه اساس همدې ولس ټاکلې و، نو د علل او معلول په اساس هم ولس ملامته دی او هم د دولت مشر.
زما په اند، په زړو خبرو بحثونه کول یوازې د دې سبب کیږي، چې د اصلي موضوع څخه چې د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې اولویت لري، لرې شو. په اوس وخت کې دا مهمه ده،چې څنګه کولې شو چې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت رامنځته کیدو لپاره زمنیه مساعده شي؛ تر څو افغانستان له انزوا څخه را ووځي او د راتلونکو نیابتي جګړو مخه ونیول شي.
زما په اند؛ د ټولو افغانانو او رسنیو اخلاقي دنده ده، چې د ورځنیو پېښو د خپرېدلو تر څنګ، ولس ته د راتلونکې لپاره جهت ورکړي نه دا چې په تېرو تکراري بحثونو خپل وخت ضایع او لا نور هم د افغانانو په منځ کې د بې اعتمادې او نفاق تخم وشیندي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
۱ـ ګڼ افغانان ،هر چېرې چې دي، افغانستان یې نه دی هېرکړی او غواړي یو څه وکړي ،خو دقیقاً نه پوهېږي، څه وکړي او څنګه یې وکړي؟
۲ـ له نېکه مرغه، چې افغانان هر چیرته په خپل افغاني همت ژوند کوي؛ ځېنې پخواني راکډوال شوي یې ښه اقتصاد لري ځېنې یې منځنی او ځینې یې هم کمزوری، خوټول غواړي افغانستان او افغان انسان ته یې ګټه ورسېږي.
یوه ستونزه به هم په یادساتو، چې له بده مرغه یو شمېر افغانانو بې اتفافي هم له ځانه سره بهرته وړې، سلیقه یې اختلافونه، په ایډیولوژیو سره ویشل کیدل، حزبي دښمنۍ او ... یې لاهم په ماغزو او زړونو کې د پټو وسوسو په څېر ښوري را ښوري خو له دې سره سره د وطنپالنې لپاره ټول یو بختور حسادت لري، چې ښايي قدر یې وشي.
هو! بهر میشتي افغانان ډېر څه کولای شي او باید ویې کړي، دوی د افغانستان او افغان انسان ژغورنې لپاره تر هر چا ډېر کار کولای شي او دلایل یې هم دادي :
۱ـ دوی نسبتاً په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې ژوند کوي او غږ یې تر ډېرو ځایونو پورې رسیدلای شي.
۲ـ اقتصادي حالت یې تر هېواد میشته هېوادوالو ښه دی او هر مثبت بدلون، سیاسي فعالیت او د ملي رهبرۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅه یوه اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
۳ـ له رواني او فکري پلوه دوی پیاوړي دي، ځکه نسبتاً په آرامو شرایطو کې ژوند کوي، دکورنۍ د نفقې غم یې هره شیبه نه سکونډي، او د بهرنیو هېوادونو د سیاستوالو له تجربو څخه یې زده کړه کړې، په دې پوهېږي چې په سړو مغزونو او ګرمو زړونو کار کول غوره دی او ښايي دا یې هم زده کړي وي چې د هغوی کوربانه ( د هغو هېوادونو خلک چې دوی په کې اوسېږي) څنګه له خپلو هېوادونو سره ریښتنې مینه لري.
۴ـ دوی مجرب او بانفوذه خلک دي ،ځکه پخوا یې په افغانستان کې په نسبتاً ښو شرایطو کې زده کړه او کار کړی او اوس اوس د نورو هېوادونو د سیاست کار او مبارزې تجربه هم لري، ځکه یې نو اعتبار هم په افغاني ذهنیتونو کې بد نه دی.
اوس به نو د څه کولو او څنګه کولو پر میکانیزمونو رڼا واچوو.
ټول بهر میشتي افغانان چې دافغانستان او افغان انسان لپاره د څه کولو اراده لري ښايي د همکارۍ او همغږۍ یو نړیوال جال جوړ کړي. دوی که په خلیج کې دي که په اروپا یا امریکا او استرالیا کې، که د پخوانۍ شوروي په هېوادونو یا د افغانستان په ګاونډیو، هند او یا بل ځای، د ویښتیا د غورځنګ بهر میشتی زړی ( هسته) جوړولای شي، چې بیا په کور دننه ( افغانستان کې) د ویښتیا د غورځنګ هڅې پیاوړې کړي. په افغانستان کې دننه د ملي رهبرۍ لپاره هڅې او بیا له دې لارې د ژغورنې د علمي او عملي کړنلارې د رامنځ ته کولو او عملي کولو لپاره د بهر میشتو مرسته خورا ضروري ده، د بهر میشتو افغانانو مرسته په لاندینیو مشخصو برخو کې مهمه ده :
۱ـ د ګډونونډې ( حق العضویت)، بسپنې، مالي مرستو او تجهیزاتو په برابرولو کې ونډه.
یادونه : د ویښتیا غورځنګ ښايي په خپله د بهر میشتو افغانانو په مرسته داسې یو شفاف او حساب ورکوونکی سیستم رامنځ ته کړي چې هر مرسته ورکوونکی افغان بشپړ ډاډ ولري چې یوپول یې هم بې ځایه نه ځي. مانا دا چې دا به د هغو NGO ګانو یا فرهنګي ټولنو په څېر کار نه وي چې له بده مرغه د بهر میشتو افغانانو اعتماد ته یې زیان وررسولی او دوی یې له نورو مرستو څخه زړه توري کړي دي.
۲ـ له نړیوالو مثبتو لوریو سره د تماس اود افغانستان د ملي ګټو لپاره د داسې بین المللي اړیکو جوړول چې د یوې ملي رهبرۍ په رامنځ ته کېدوکې لږ تر لږه خنډونه له منځه وړلای شي او نړیوالو ته داسې ذهنیت ورکړای شي، چې د ویښتیا دغورځنګ بریالیتوب یوازې د افغانستان نه ،بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.
۳ـ د پوهې، تجربې او عملي هڅو پر بنسټ د جوړوشویو طرحو او فکرونو رالېږدول، بهر میشتي افغانان ښايي له دې اړخه هم دویښتیا غورځنګ پیاوړی کړي.
۴ـ د سختیو پرمهال له بهره د ملاتړ لاس راغځول :
دویښتیا د غورځنګ هېواد میشتي فعالین خامخا له ګواښ، محدودیتونو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
دا مهال نو بهر میشتي د پراخو اعتراضونو، خبرونو او دنړۍ د دیموکراتو، پر بشري حقونو ولاړو او د آزادۍ سرلارو غورځنګونو، بنسټونو او شخصیتونو مرسته راوننګوي، او په اصطلاح د مظلومو روښانتیاپالو افغانانو چیغه پورته کړای شي. نن سبا د مدني ټولنې نړیوال جال شته او په هر هېواد کې د مدني بنسټونو او شخصیتونو غږنړیوالې څپې رامنځته کولای شي. د افغانستان د مدني غورځنګونو غږ بهر میشتي افغانان ښه ترا او چتولای شي.
د ویښتیا او روښانتیا په دواړو پړاوونو کې بهر میشي افغانان ژوند بښونکې ونډه درلولای شي، موږ فکر کوو: دا د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ لاره ده چې پر یوه ملي اوعلمي محور راټول شو ( پر علمي محور ځکه ټېنګار کوم چې ښايي د افغانستان دخپلو شرایطو پر بنسټ له فکر او غور وروسته جوړ شي).
که بهرمیشتي افغانان له سیاست څخه ستړي وي او وايي: له سیاسته یې تېر، بیا نو راځئ یوه فرهنګي حللاره وڅېړو او وګورو څوک به ورته رامخکې شي؟
ټول کورمیشتي او بهر میشتي افغانان، چې له زدکړو د خپلو بچیو پر پاتېدا ژاړي او هغوی، چې خواخوږي کوي، که لاس سره یو کړو، نو ځایناستې (بدیلې) لارې یې موندلای شو.
راځئ لاس په کارشو او نړۍ راوننګوو، یونیسکو، یونیسیف، ټول ملګري ملتونه، د زدکړو نور نړیوال بنسټونه او مرستندویان له ګریوانه راونیسو او دا دوه طرحې عملي کړو. بشري، مدیریتي او اکاډمیک ظرفیتونه خپل لرو، په مالي او تخنیکي برخه کې به نړیوال مرسته وکړي.
اول:
د افغان نجونو او هلکانو لپاره باید یوه نړیواله برېښنايي پراخه شبکه (انلاین ښوونځي او پوهنځي) جوړه کړو، چې له لومړي ټولګي تر دولسم او بیا په ټولو پوهنتوني څانګو کې افغان پېغلو او زلمیو ته وړیا درس ورکړي. نجونو او هلکانو ته مې ځکه وویل، چې په افغانستان کې نور نو د هیچا لپاره زدکړې نه شته، ځکه هغه بدلونونه چې په نصاب کې راروان دي، یوازې نجونې نه، بلکې هلکان هم له زدکړو شړي.
وړیا د زدکوونکیو او محصلینو لپاره، نه د استادانو او کارکوونکیو لپاره. په دې ورځو کې مې د ځینو کسانو ژمنې ولوستې، چې حاضر دي وړیا انلاین درس ورکړي، د دوی دې کور ودان وي، باید مننه ترې وکړو، خو پوهېږو، چې هریو کورنۍ لري، موږ باید داسې یوه لویه ملي پروژه طرحه کړو، چې په هغه کې په زرګونو استادان درس ورکړي او معاش ولري او میلیونونو زدکوونکیو او محصلینو ته داسې منظم درس ورکړي، چې د فراغت اسناد او دیپلومونه یې معتبر او پر نړیوال کچ د پېژندو وړ وي.
د دې طرحې جزئیات بل ځای غواړي او دلته یې شرحه ناشونې ده. د مدیریت لپاره یې د تېرو لسیزو فساد ته په کتو، که پر خپلو افغانانو باور کړلای نه شو، نو ښايي د یونیسکو، یونیسیف او نورو نړیوالو سازمانونو یوه کومېټه یې روڼتیا وڅاري یا یې حتی مدیریت کړي.
دویم:
موږ له رسنیز سقوط څخه هم کړیږو. افغانان اوس هېڅ ملي - افغاني رسنۍ نه لري، چې د (افغان او افغانستان) غږ پورته کړلای شي. پخوانۍ رسنۍ یا د ترهګرو تر اغېز لاندې راغلې، یا د پردیو په اشارو قومي شخړو ته لمن وهي او یا دومره کمزورې دي، چې شتون یې نه حس کیږي. ( څو سالمې رسنۍ به هم وي، خو اغېزمنتیا یې په هېڅ شمار ده) بهر میشتي افغانان که وکړلای شي یوه ملي - افغاني رسنیزه ټولګه (تلویزیون، راډیو، چاپي او انلاین) جوړه کړي، چې په نړیوال کچ د افغانستان د خلکو غږ پخپله دوی او نړیوالو ته ورسوي، زه باور لرم، چې له اغېزه به یې ملت په شعوري ویښتیا ځان له اوسمهالي ناورین څخه هم وباسي.
د دې لپاره هم عملي جزئیات شته، که افغانانو یې عملي کېدو ته لاسونه بډوهل ورسره شریک به شي.
راځئ!
که ترهګر راپرځولای نه شئ، پر خپل هېڅ افغان خواخوږي باور کولای نه شئ، نو لږ تر لږه د خپلو بچو لپاره د زدکړو او د خپلو غږونو د رسولو لپاره خو پر دغو طرحو عمل وکړئ!
د افغانستان د ملي موسیقۍ، انځورګرۍ، ادبیاتو، سینما، تیاتر او نورو هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره په ګډه داسې میکانیزمونه رامنځته کول، چې هم د افغان فرهنګ ارزښتونه کوربنو (بهرنیو هېوادونو) ته ورمعرفي شي او هم د دغو ملي فرهنګي ارزښتونو پالنه او ساتنه وشي، هرکله که افغانستان د یوه ولسواک او ملي حاکمیت خاوند شو او راکډوال شوي افغانان بېرته ورستنېدل، نو کړلای شي، دغه پالل شوي، روزل شوي او پیاوړي شوي هنري او فرهنګي صنفونه او اثار بېرته هېواد ته ستانه کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو د نظر درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو په بیا راتګ باندې په تېرو دوه نیم کلونو کې ډېرې تبصرې شوي دي. د حکومت ملاتړو او مخالفینو او همدا شان نړۍوال تحلیګران او د پوځي چارو کار پوهان اوس هم لګیا دي خپل تحقیقات او څېړنې کوي.
تېره اونۍ هم د امریکا د RAND په څېړنیز مرکز کې یو شمیر افغاني او امریکایي پوځي او سیاسي پخوانيو چارواکو په دې اړه بحثونه درلودل؛ تر څو د امریکا کانګرس ته د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو د روزنې او ملاتړ په اړه بشپړ معلومات ورکړي. په دغه څېړنو کې ډېری تمرکز د جمهوریت په شلو کلونو کې د امنیتي او دفاعي قواو په روزنه او ملاتړ کې د تېروتنو په اړه و. د امریکا کانګرس همدا شان د جګړو یو کمېسیون هم ټاکلی، چې د افغانستان د پرځېدو په اړه پوره څېړنې وکړي. د اکثرو کارپوهانو نظر دا دی، چې د افغانستان د جمهوري نظام پرځېدل پوځي پرځېدل نه وو او دا یو سیاسي سقوط و، چې کورني، سیمه ییز او نړۍوال ابعاد یې درلودل. د افغانستان د نظام سقوط د ټولو لپاره شریکه ناکامې وه؛ خو دا به سمه نه وي چې د افغانستان د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو باندې واچول شي، چې هغوی د جګړو انګیزه نه درلوده؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ. پښتو کې متل دی: جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي. کله چې د امنیتي او دفاعي قواو څخه وسله او غله واخېستل شي؛ نو هغوی به جګړه په څه وکړي؟ هغه کسان چې وایي؛ د امنیتي او دفاعي قواو مورال کمزوری و، نو باید وپوښتل شي چې د دوی مورال ولې کمزوری شو او د جګړو د مورال ورکول د چا کار دی؟ قواو ته د جګړو مورال ورکول تل د رهبرۍ کار وي. جنګي قطعات یوازې په تاکتیکي لحاظ جګړې مخ ته وړي؛ خو ستراتېژیکې پرېکړې چې په جګړو کې د مورال په لوړلو تاثیر لري، هغه د رهبرۍ له خوا تر سره کیږي. په دې اړه بشپړه لیکنه د کتاب په شکل تر کار لاندې ده. دا خپل تاریخي مسوولیت ګڼم چې دقیق معلومات او خپله څېړنه له خپلو هېوادوالو سره شریک کړم. په دې توګه به مې د خپلو امنیتي او دفاعي قواو د قربانیو حق لږ تر لږه یو څه اداء کړی وي.
له همدې یوې پېښې څخه یې اټکل کېدلی شي. د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نېټه د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه د وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د علیپور د ملیشو له خوا ووېشتل شوه. په دغه پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون د چورلکې څلور خدمه او پنځه د دفاعي قواو منسوبین شهیدان شول. د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د علیپور د ملېشو ملاتړ کېده او کله چې مخکې علیپور د امنیتي او دفاعي قواو له خوا بندي شوی و، د مشرانو او د ولسمشر د دویم مرستیال له لیکلي تایید څخه وروسته، په ضمانت خوشې او ژمنه یې وکړه، چې بیا به د حکومت په ضد فعالیت نه کوي. د ولسمشر د مرستیال د ملاتړ بله بېلګه د کورنیو چارو وزارت د پخواني لوړ پوړي معین جنرال مراد علي مراد و، چې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي او نوموړی د علیپور له ملېشو سره یو ځای جنګېده. د عبدالغني مشهور په علیپور د ضمانت پاڼه کې لیکل شوي وو: "هر ګاه مقامات دولتی و امنیتی لازم ببیند حاضر هستم در کابل بمانم و جهت تحقیقات مزید و روشن شدن اتهامات خویش روزمره به مراجع دولتی حاضر گردم." کله چې مجرم تښتي او د حکومت په ضد بیا فعالیت کوي" نو د مجرم ضمانت کوونکي باید د هغه په بدل کې ونیول شي او مجبور شي، چې مجرم راولي. د علیپور ضمانت کوونکي او د ضمانت کوونکو تایید کوونکی، د ولسمشر دویم مرستیال و، چې باید د هغه په ځای محاکمه شوی وی.
د ملېشه يي قوماندان علیپور ضمانت لیک چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سرور دانش لاسلیک هم پرې شوی
د یادونې وړ ده، چې د علیپور له ملېشو څخه ایران هم ملاتړ کاوه. د پنجشنبې ورځ وه، له دې مخکې مې هم له ولسمشر څخه د یو په یو لیدنې غوښتنه کړې وه؛ خو په ناڅاپي توګه زما او د ولسمشر لیدنه په همدې ورځ سهار په نهو بجو وشوه. په لیکلي ډول مې د ملي دفاع وزارت د تحلیل په اساس مفصل راپور له ولسمشر سره شریک کړ. له ولسمشر څخه مې پوښتنه وکړه، چې همدا راپور ایا تاسو ته مخکې رسېدلی او که نه؟ هغه ووېل؛ نه. ځکه هماغه راپور ما امنیت شورا ته هم یوه اونۍ مخکې ورکړی و. د ملي او امنیتي قواو په منځ کې خپلسري دومره زیاته شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت ۳۳۳ قطعه چې د لوګر په شکار کلا کې مېشته وه، د کورنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د عمومي رییس، د لوی درستیز او زما له خبرتیا پرته لیږل شوې وه. په دې کې شک نه شته، چې دا قطعه د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو درلود؛ خو د کورنیو چارو وزارت د دې جوګه نه و، چې د دفاعي قواو له ملاتړ څخه پرته د میدان وردګو ولایت بهسودو سیمې ته د ځمکې له لارې قوه ولیږي؛ نو باید د ملي دفاع وزارت یې په جریان کې کړی وی. بله دا چې داسې ستراتیژیکه پرېکړه باید د امنیت شورا په مجلس کې تر سره شوی وی. د یادونې وړ ده، چې دا قوه د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین جنرال عبدالصبور قانع په ګډه پرېکړه لېږل شوې وه. کله چې دا قطعه محاصره شوه؛ نو بیا د قطعې د ملاتړ لپاره د ملي دفاع وزارت څخه د مرستې غوښتنه وشوه او چورلکې ولیږل شوې چې اعاشه او مهمات عسکرو ته ورسوي او د هغوی ملاتړ هم وکړي. هر څوک چې کومه پرېکړه کوي؛ نو باید مسوولیت یې هم پر غاړه واخلي. داسې نه شي کېدی چې پرېکړه به یو څوک کوي او پړه به په بل چا ور اچوي. د جمعې په ورځ چې د مارچ شلمه نېټه، ما د شهید داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه شهیدانو غچ به اخېستل کیږي. که علیپور وي او یا غیر مسوولې نورې وسله والې ډلې، که طالب وي او که نور جنایتکاران ټول یو دي. مونږ د امنیتي قواو د مدافعینو په توګه له جنایتکارانو سره هېڅ نوع معامله نه کوو او هر څوک چې د نظام په دننه کې وي او که له نظام څخه بهر وي او یا په سیمه کې له دې جنایت کارانو څخه ملاتړ کوي، ټول یو دي او مونږ به د هغوی پر وړاندې ودریږو.
دا راپور ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو هم راخیستی و، ولسمشر ته مې ټولې هغه ستونزې په ګوته کړې، چې امنیتي او دفاعي قواوې ورسره مخامخ وې او ورته مې ووېل، چې په داسې حالت کې زه نه شم کولی دندې ته دوام ورکړم. د ستونزو د حل لپاره مشخص وړاندیزونه هم وو. ولسمشر ډېر زیات مایوسه شو او ویې ویل، چې هغه ته له جګړې سوله مهمه ده.
سمدستې جمهور ریيس رانه وغوښتل چې که د سولې خبرې ترسره کیږي، هغه به په قطر کې تر سره کیږي او که ته دا قبوله کړې، چې قطر ته د سفیر په حیث لاړ شي نو ښه به وي؛ ځکه د ملګرو ملتونو او د سولې په انستیتوت کې کافي تجربه لرئ، همداشان د ننګرهار ولایت او د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت کې هم کار کړې نو تاسې به هلته د سولې د خبرو لپاره ګټور ثابت شئ.
ما ورته وویل، چې رئیس صیب! د سولې په خاطر که د سکرتر په حیث مې هم قطر ته لیږې څه فرق نه کوي او د دی خبرې لپاره مصلحت ته حاجت نه شته دی. زه حاضر یم چې قطر ته لاړ د سفیر په حیث لاړ شم.
جمهور رئیس زما د موافقې په اساس ډېر زیات خوشاله شو او علت یې دا و، چې مخکې ما د هند او چین سفارتونه هم نه وو قبول کړي او غیږه یې راکړه.
ما ورته وویل چې جناب رئیس صیب! وخت کم دی او که تاسې سوله راولئ؛ نو دا به مو ډېر څه د افغانستان لپاره کړي وي.
زما له کتنې څخه وروسته، د ملي امنیت ریيس ضیا سراج منتظر و، چې له جمهور ریيس سره وګوري. له بده مرغه د بهسودو پړه د کورنیو چارو په وزیر ښاغلی اندرابي باندې واچول شوه حال دا چې هغه د دغه پرېکړې نه خبر نه و.
د جمهوري ریاست څخه چې راووتم او خپل دفتر ته ورسېدم؛ نو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر راته زنګ ووهه چې کېدې شي رییس صیب تا سره هم مصلحت کړې وي؛ نو د قطر سفارت ډېر مهم سفارت دی که هغه قبول کړې نو ښه ده او خپله سي وي راولیږه، چې پیشنهاد ریاست جمهوري ته ولېږم.
په همدغه ماښام په قطر کې زما د تقرر پیشنهاد جمهور رییس ته ولیږل شو او هغه منظور کړ. د ملي امنیت شورا په عاجله توګه بل پیشنهاد جوړ کړې و، چې جنرال یاسین ضیا د ملي وزارت د سرپرست او ډاکتر نجیب وردګ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه تعین شول.
د شنبې په ورځ چې د مارچ یویشتمه نېټه شي، د ملي دفاع وزارت نه په داسې حال کې خدای په اماني وکړه، چې د ملي دفاع وزارت سل ګونو منسوبینو په عمومي تالار کې برخه درلوده او د خدای په امانۍ مراسم د ځینو رسنیو له خوا په ژوندې بڼه هم خپره شوله.
دا چې ولې د قطر نه زما اګریمان د جمهوریت د سقوط څخه د مخه رانه غې او معطل شو، هغه جلا بحث دی؛ ځکه زما ټاکل کېدل د ډېرو د توقع خلاف عمل و.
د قطر سفارت ته سیاسي او دولتي لوبغاړو هر یو خپل نوماندان درلودل او قطریانو ته یې ویلې وو، چې زه د جمهور ریيس خاص نفر یم او جمهور رییس په دې خاطر ټاکلې یم، چې د سولې خبرې ناکامه کړم حال دا چې دا د جمهور رییس نیت نه و.
ولسمشر حتا دا هم راته وویل، چې هغه قربانۍ ته هم حاضر دی که د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي؛ نو غواړي چې له قدرت څخه لرې شي.
دا لنډه کیسه مې ځکه نن ولیکله چې د جمهوریت سقوط د امنیتي او دفاعي قواو د مورال د ضعف په اساس نه و؛ بلکې د رهبرې د غلطو پرېکړو پایله وه، چې د امنیتي او دفاعي قواو مورال یې ضعیفه کړ. په شش ونیم او هفت نیم به بل وخت خبرې وکړو.
د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې چې تقریبا اته میاشتې مې هلته کار وکړ او همدا شان کله چې د ننګرهار والي وم او د جبهاتو لومړیو کرښو ته سفرونه کړي و، د امنتیي او دفاعي قواو مېړانه راته معلومه وه، چې په ډېر شهامت سره د نظام او د افغانستان د منافعو نه دفاع کوله او د هغوي قرباني باید هېڅوک هېره نه کړي او نه د نظام د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو څوک واچوي.
هر چا چې په صداقت خپله دنده اجرا کړې، د هغوي مخونه به خپل خدای، خلکو او وطن ته سرلوړي وي. چا چې د خپل وطن، خلکو او امنیتي او دفاعي قواو په سر لوبې کړي وي، د هغوي مخونه به همېشه د تاریخ په رڼا کې خپلو خلکو او خدای ته تور وي.
د ټولو ګمنامو سپاهیانو روح دی ښاد وي
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو د سازمانونو په ګډون د نړۍ په ۴۹ هېوادونو کې افغانستان خپلې استازولۍ پرانیستې او له ۲۰ زیاتې قونسلګرۍ یې فعاله کړې؛ خو د طالبانو په راتګ سره د افغانستان څلوېښت میلیونه انسانانو خپلې دا استازولۍ له لاسه ورکړې او په نړۍ کې د رسمیت له حلقې ووت.
دا مهال د ګاونډیو په ګډون په ټوله نړۍ کې افغانستان څوک په رسمیت نه پېژني، دا په دې معنا چې یوه ځمکه د افغانستان په نوم شته" خو په رسمي او سیاسي تعاملاتو کې د ونډې حق نه لري.
طالبانو په خپل واک سره افغانستان په نړۍ کې له بشپړې سیاسي انزوا سره مخ کړی او دېرش میاشتې کیږي، چې دا هېواد د نړۍ په غیر علاقه بدل شوی دی.
دویم: د قانون نه موجودیت
د طالبانو په واکمنۍ کې اساسي قانون لغوه شوی او د اساسي قانون د نه موجودیت په صورت کې فرعي قوانین په خپل ذات کې لغوه شوي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده، چې د افغانستان زعامت له کومې لارې ټاکل کیږي، د عزل صلاحیت یې د چا په لاس کې دی او د ولس حمایت څه ډول باید تعریف شي.
له حقوقي اړخه هم لا دا نه ده څرګنده ده، چې د افغانستان وګړي کوم حقوق لري او هغه کومې سرې کرښې دي، چې د نه مراعت پر مهال یې یو انسان مجرم ګڼل کیږي.
د قانون په نه موجودیت کې د طالبانو له مشره نیولې تر کشره پورې دا صلاحیت په خپله خوښه ځانته ورکولی شي او ورکوي، چې یو څوک مجرم وپېژني او هغه په عام محضر کې په درو ووهي.
د افغانستان وروستی اساسي قانون
درېیم: له بشري حقونه سرغړونه
د بشري حقونو سازمانونو، نړۍوالې ټولنې، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او لسګونو نورو نړۍوالو او سیمه ییزو بنسټونو په وار - وار سره دا مستند کړي او وايي، چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه روانه ده او تر ټولو لوی عامل یې هم طالبان دي.
د انفلاسیون منفي حالت په دې معنا چې اقتصادي وضعیت د تباهۍ پر خوا روان دی او دې ته د اقتصاد دوکتورین ډیفلاسیون وایي.
ډیفلاسیون هغه حالت دی، چې توکي وي؛ خو خلک یې د اخېستو توان نه لري، پولي ګردش له منځه تللی وي او بالاخره توکي خپل پولي ارزښت له لاسه ورکړي.
له منفي حالت څخه هدف دا دی، چې پولي ګردش نه شته، بانکي سیستم پر ځای ولاړ دی، له خلکو سره پېسې نه شته مګر د توکو غوښتنه لوړه ده.
د کابل د یو نانوايي دوکان مخې ته یو شمېر ښځینه او نارینه سوالګر د خېرات په تمه ناست دي
پنځم: د ښځو حقونه او زده کړې
د افغانستان په وروستي سل کلن تاریخ کې دوه ځلې ښځې په بشپړ ډول له زده کړو، ټولنیز ژوند او کار څخه منع شوي، چې لومړی ځل د طالبانو لومړۍ دوره او دویم ځل د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو دویمه دوره ده.
دا د یویشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جبر او بې توله ظلم دی، چې د نړۍ په څه باندې اته میلیارده انسانانو کې یوازې د افغانستان شا او خوا ۲۴ میلیونه مېرمنې او نجونې د زده کړو، ټولنیز ژوند، سیاست او کاروبار حق نه لري.
د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.
د افغانستان د مېرمنو جمعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې سوادۍ، پر نورو د تکیې او ټولنیز ژوند څخه د محوه کېدو پر خوا روانې دي او دا شاتګ کوم غیر شعوري عمل نه دی؛ بلکې د یوه شعوري محدودیت او افراطي تفکر پر اساس پرې بندیزونه لګېدلې دي.
د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې د پخواني جمهوري دولت دولتي احصایې ښيي، چې په افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېرو نجونو او مېرمنو په افغانستان کې زده کړې، کار، سیاست او په ټولنیز ژوند کې ځانګړی کردار لوباوه؛ چې دا شمېره یوازې په روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو تر شمېر پورې محدوده شوې ده.
نجونو او مېرمنو د کار، زده کړو، سوداګرۍ، سپورت،په خپله خوښه د ژوند، سیاست او ګڼ نور هغه حقوق له لاسه ورکړي، چې د یویشتمې پېړۍ په ژوند کې لومړني انساني حقوق ګڼل کیږي.
د طالبانو مشر له پنځوسو زیات شفاهي او لیکلي فرمانونه د ښځو د محدود کولو په موخه صادر کړي او د فرمانونو له شدت او کمیته یې داسې ښکاري، چې د ښځو د محدودیت موضوع ورته ډېره مهمه ده.
هره هغه سزا او د جرم تثبیت چې بنسټ یې تعریف شوی او منل شوی قانون نه وي، صحرايي او خپلسرې ګڼل کیږي، دا مهال طالبان هېڅ ډول منل شوي اساسي او فرعي قوانین نه لري؛ نو پرېکړې او د سزا ورکولو ټول اړخونه یې صحرايي او خپلسرې ګڼل کیږي.
تر ډېره د شخصي علاقې په اساس پرېکړه کیږي او د دوی فردي قانون ته طالب او عام وګړی توپیر لري، د بېلګې په توګه ګڼ طالبان په یو شمېر جرمونو ونیول شول، ویډیوګانې یې خپرې شوې؛ خو تر اوسه هېڅ طالب ته سزا ورنه کړل شوه، مګر عام وګړی په معمولي شک هم په دُرو وهل شوی، لاس ترې پرې شوی او ان اعدام شوی دی.
طالبانو تازه په غزني کې دوه کسان اعدام کړي او انس حقاني د اعدام له پروسې ملاتړ کړی
اووم: د بیان نه ازادي او معلوماتو ته نه لاسرسی
که څه هم د افغانستان پخواني جمهوري نظام ښايي د کیفیت له اړخه ځینې ستونزې درلودلې؛ خو د بیان د ازادۍ وروستی رشد او د پخته ګۍ په لور حرکت په سیمه کې بېساری و.
د تازه معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو مشر ملا هبت الله په افغانستان کې پر انځور اخېستو بندیز لګولی او خبریالانو ته د انځوریزو راپورونو د جوړېدو اجازه نه ورکوي، چې دا چاره په خپل ذات کې پر رسنیو لا شدید محدودیت څرګندوي.
ګڼو رسنیو خپل مالي ملاتړي له لاسه ورکړي او طالبان په ماهیت کې له رسنیو د ډارولو او محدودولو پر تیورۍ باور لري.
د طالبانو د واکمنۍ له پیله دغې ډلې په افغانستان کې په ټولو سیاسي او مدني فعالیتونو بندیز لګولی، د دغې ډلې د عدلیې وزارت د ملا هبت الله د شفاهي فرمان په اساس په افغانستان کې ټول ګوندونه لغوه اعلان کړي او د مدني ټولنو فعالیت ته جواز نه ورکوي.
لسګونه مدني او سیاسي فعالان لا هم بندیان دي او ګڼو یې افغانستان پرېښی دی.
د دغې ډلې مشرانو او ویاندویانو په بېلابېلو ویناو کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ګوند او مدني ټولنه د فعالیت حق نه لري او یوازینۍ ډله طالبان دي، چې د حاکمیت په چوکاټ کې سیاست کولی شي.
د طالبانو له خوا په کابل کې د لاریون پر مهال د ښځینه مدني فعالانو د ګواښلو انځور
نهم: فساد
که څه هم طالبان په افغانستان کې د فساد د له منځه وړلو خبره کوي؛ خو د دغې ډلې په راتګ سره نه یوازې دا چې فساد زیات شوی بلکې دغې ډلې ته محدود شوی دی.
د وروستیو څېړنو له مخې؛ له دې سره چې په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی محدود دی، د فساد اکثره ډولونه نه مستند کیږي؛ خو بیا هم افغانستان ۱۲ درجې د فساد په برخه کې شاتګ کړی، دا په دې معنا چې په افغانستان کې فساد زیات شوی او محدود شوی دی.
د ګمرکاتو د اسکواډ سیستم چې د فساد د مخنیوي لپاره یو مهم او د نړۍ موډرن ترین سیستم دی، د دغې ډلې له خوا په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او په هماغه پخواني ګمرکي سیستم اموال ګمرک کوي، چې د فساد کېدو احتمال یې سل سلنه حتمي دی.
له دولتي بودیجې څخه د اوپراتفي پیسو په نوم د بودیجې اخېستل زیات شوي، په ماليې وزارت کې څلور ځانګړي مالي کوډونه جوړ شوي، چې له یوه کوډ څخه یې د ملاهبت الله دفتر ته بودیجه ځي، دویم کوډ یې د سراج الدین حقاني په خدمت کې دی، درېیم کوډ د ملا محمد حسن، ملا برادر او ملا یعقوب لپاره جوړ شوی او څلورم کوډ یې د استخباراتو د اضافي مصارفو لپاره جوړ شوی دی.
په لیکلي او احتمالي ډول د افغانستان بودیجه نه ده روښانه شوې، چې دا چاره د فساد لپاره په ډېرې اسانۍ اسانچاري کولی شي.
د پخواني جمهوري دولت د مالیې وزیر هم د طالبانو په واکمنۍ کې د فساد د زیاتېدا خبره کوي
لسم: بې سارې کډوالي
د افغانستان وروستي سل کلن تاریخ ته په کتو د طالبانو په راتګ سره بې سارې کډوالي زیاته شوې، د افغانستان نخبه او لوستی قشر له افغانستان څخه وتلی او یا لا هم د وتلو په حال کې دی.
د نشه یي توکو د قاچاق مساله د طالبانو په راتګ نه یوازې دا چې کمیږي نه، بلکې لا پراختیا مومي او د ایران په ګډون تاجکستان او پاکستان له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق له ستونزې سر ټکي.
د ایران له نشه يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ شورا منشي اکبر منتظري د روان کال په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید او لېږد یې له نشه یي توکو سره مبارزه لا ستونزمنه کړې ده.
د زور او جګړې له لارې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو سره سم، د دغې ډلې پر وړاندې یو شمېر جنګي مخالفې ډلې رامنځته شوې، چې دې چارې په افغانستان کې د جګړې د اور د موجودیت تضمین کړی.
د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د طالبانو له وحشته ډکو عملیاتو دغه پروسه لا چټکه کړه او دا مهال څو مخالفې وسله والې ډلې فعالې شوې دي.
د مقاومت د جبهې په ګډون، د ازادۍ جبهه او یو شمېر نورې وسله والې ډلې چې لا یې د فعالیتونو نښې ډېرې روښانه نه دي، رامنځته شوي او په اوږدمهال کې جګړه بېرته زیاتولی شي.
تراوسه په افغانستان کې جګړه نه ده درېدلې او پر رسنیو د جبري فشار له موجودیت سره سره بیا هم له افغانستان څخه د چاودنو او وژنو خبرونه راځي او د طالبانو د واکمنۍ له پیل څخه تر اوسه په پېښو کې زیاتوالی لیدل کیږي.
د مخالفو وسله والو ډلو موجودیت د سیمې یو شمېر هېوادونو ته دا فرصت هم په لاس ورکړی، چې پر دغو ډلو پانګونه وکړي او د طالبانو پر وړاندې یې د جګړې په قطار کې ودروي.
نولسم: د واک انحصار
که څه هم د دوحې په تړون کې طالبانو دا منلې وه، چې په افغانستان کې به د یوه ټولګډونه حکومت لپاره کار کوي؛ خو دغې ډلې واک ته په رسېدو سره ټول واک انحصار کړی او ان داسې نښې ښکاري، چې دولتي واک تر کندهاره محدود دی.
ملګرو ملتونو، امریکا او د سیمې هېوادونو په ځلونو دا ویلي، چې په افغانستان کې باید یو ټولګډونه حکومت رامنځته شي؛ خو طالبان بیا دا خپله کورنۍ چاره ګڼي او وایي، چې چا ته په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه ورکوي.
له همدې امله طالبان هم له یوې نړۍوالې انزوا سره مخ دي او هم په کورني چاپیریال کې له خنډونو سره مخ دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هغو طالب مشرانو په ډله کې دی، چې خپل او خپلوان یې په لوړو څوکیو ګومارلي دي.
حقاني خپل ورور حافظ عزیز حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د خپل ځانګړي سکرتر په توګه مقرر کړی، بل ورور یې انس حقاني له افغان شخصیتونو سره د تماس په کمېسیون کې غړیتوب لري، تره یې خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر او ماما یې مالي خان د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه کار کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل ورور محمد نبي متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د ځانکړي سکرتر په توګه ګومارلی دی، بل ورور یې احمد الله متقي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مشر په توکه کار کوي، بل ورور یې امان الله افغان د طالبانو په فرهنګي کمېسیون کې غړیتوب لري، عبدالله متقي چې د کابل په شش درک کې د ریاض العلوم مدرسې مسوولیت په غاړه لري؛ په رسمي ناستو کې د مشرانو میلمنو په لومړي قطار کې ناست وي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم د شیخ شهاب الدین دلاور زوی مغفور الله شهاب په ازبکستان کې د طالبانو سفیر ټاکل شوی، بل زوي یې روح الله شهاب د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت کې رییس دی، وراره یې مهدي الله احساس په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ریاست مرستیال او زوم یې شمس الدین احمدي په کابل ښاروالۍ کې د دويمې ناحیې د رییس په توګه کار کوي.
د موندنو پر بنسټ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري چې د خوست اوسېدونکی دی، خپل ورور یې حافظ راشید د خوست د امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی.
د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو د اوبو او برېښنا د وزیر عبدالطیف منصور زوی عارف الله منصور د افغانستان د سرې میاشتې د رییس په توګه کار کوي.
دا له لسګونو او سلګونو بېلګو څخه ډېرې کوچنۍ بېلګې دي، چې روښانوي طالبانو واک په خپل منځ کې وېشلی او په لوړو څوکیو یوازې د دې ډلې ملګري او د کورنۍ غړي د کار کولو حق لري.