• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې دولتي رسنۍ: یوه کښتۍ چې ۱۶ کډوال پکې سپاره وو د ترکیې په سواحلو کې ډوبه شوې ده

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د ترکیې په شمال لویدیځ کې د چناقلعه ښار ته نږدې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ تنه ډوب شوي دي.

ترکي چارواکو ویلي، څلور کډوال یې ژغورلي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

د چاناقلعه والي الهام اقتاش د انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات د ساحل ساتونکو لسو کښتیو، دوه چورلکو او یو طبي ټیم په ګډون دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جې – ۷ هیوادونه: ایران دې د اوکراین جګړې لپاره روسیې ته بالستیک توغندي نه ور کوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د اوو صنعتي هیوادونو ډلې یا جې - ۷ د جمعې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ چې له اوکراین سره په جګړه کې د کارولو لپاره دې روسیې ته بالیسټیک توغندي نه ور کوي. دغو هیوادونو ویلي،‌ که ایران دغه کار وکړي، نو دوی به هم د تهران په ضد اقدامات تر سره کړي.

د جې – ۷ هیوادونو مشرانو په یوه اعلامیه کې ویلي: "که ایران روسیې ته د بالستیک توغندیو یا اړوند ټیکنالوژي چمتو کولو ته دوام ورکړي، موږ به د ایران په وړاندې د نویو او د پام وړ اقداماتو په ګډون په چټکۍ او همغږي ډول ځواب ووایو."

تېره میاشت سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې ایران روسیې ته په ډیر شمیر کې ځواکمن بالستیک توغندي ور کړي.

دغه چاره د ایران او روسیې ترمنځ، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي، د ژورې پوځي همکارۍ ښودنه کوي.

د جې – ۷ هیوادونو په اعلامیه کې دا نه دي راغلي، چې روسیې تر دې وړاندې د ایران له خوا توغندي تر لاسه کړي او که نه.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "موږ د هغو راپورونو په اړه ډېر اندېښمن یو چې ایران روسیې ته د بالستیک توغندیو او اړوند ټیکنالوژۍ پر لېږد غور کوي."

اعلامیه زیاتوي: "موږ پر ایران غږ کوو چې دا کار ونه کړي، ځکه چې دا کار به په سیمه کې بې ثباتي ډیره کړي او روسیې څخه د ایران د ملاتړ ښودنه کوي. ایران لا له وړاندې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړې وې چې په جګړې کې د ملکیانو په وړاندې کارول شوي دي. "

د جې -۷ ډلې چې په لویدیځ کې د لویې دیمکراسۍ لرونکي هیوادونه دي، مشري اوس مهال د ایټالیا له خوا کیږي او متحده ایالات، جاپان، جرمني، بریتانیا، فرانسه او کاناډا یې غړي دي.

ملګري ملتونه: روسیه په سیستماتیک ډول د اوکراین د جګړې بندیان شکنجه کوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو کمیټې د جمعې په ورځ ویلي، چې دوی ډیر داسې سندونه راټول کړي چې د روسیې له خوا په سیستماتیک ډول د اوکراین د جګړې د بندیانو شکنجه‌کول ښيي. دغو شکنجو کې د جنسي تیري ګواښونه او په جنسي برخو کې د بریښنا د کرنډونو یا ټکانونو ور کول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو درې کسیز کمیسیون په یوه راپور کې ویلي، چې د شکنجو د دا ډول قضیو اندازه کیدای شي تر ټولو جدي سرغړونې وي چې د بشریت ضد جرمونو په توګه پیژندل کیږي.

د دغه کمیسیون په وینا، د شکنجې دا ډول قضیې په "پراخه او منظم" ډول ترسره شوې دي.

د دغه کمیسیون مشر ایریک موز په جینیوا کې خبریالانو ته ویلي: "له قربانیانو سره مرکو په ډاګه کړې چې انساني کرامت ته په ښکاره بې پامۍ بندیانو د اوږدې مودې توقیف پر مهال سخت دردونه او کړاوونه زغملي دي."

دغه راپور په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ٤٧ کسيزې شورا ته سپارل شوى، چې په خپله نننۍ غونډه کې به پرېکړه وکړي، چې د اوکراین لپاره د دغه کمېسيون ماموريت د بل کال لپاره تمديد کړي او که نه.

روسیه د اوکراین د جنګي بندیانو شکنجې یا د ناوړه چلند د نورو ډولونو رپوټونه ردوي.

په جینیوا کې د روسیې ډیپلوماتیک ماموریت دا مهال د دغې نوي راپور په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې له روسي بندیانو سره د اوکرایني ځواکونو د ناوړه چلند څو قضیې مستندې کړې وې او کییف ویلي، چې دوی به د هر ډول سرغړونو په اړه څیړنې وکړي.

د جمعې په ورځ په خپور شوي دغه راپور کې راغلي چې ځینې اوکرایني بندیان د روسیې په زندانونو کې دومره وږي پاتې شوي،‌ چې ان چینجي او د سپي متیازې خوړلې دي.
یو اوکراینی سرتیری دومره سخت وهل شوی چې له وجود څخه یې وینه بهیده.‌ دغه بندي مجبور کړل شوی و چې په یوه ټپي پښه ټوپونه واچوي.

په راپور کې ویل شوي، چې هغه د خپل یونیفورم څخه په استفادې د ځان وژنې هڅې له امله هم په زندان کې وهل شوی او شکنجه شوی و، چې په پایله کې یې د پښو هډوکي مات شوي وو.

له زندانه له خوشې کیدو وروسته، هغه ۳۶ ځله په روغتون کې بستر شوی دی.

حزب الله ایران ته ویلي چې د اسراییل پرضد به په یو نه یو ډول یوازې جګړه وکړي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د ایران ملاتړې حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د دغه هېواد د قدس ځواکونو له مشر سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې له اسراییل یا امریکا سره جګړې ته ور ګډ نه شي. حسن نصرالله د اسراییل او حماس د جګړې له پیلېدو راهیسې په لیدنو کې ویلي چې حزب الله به پخپله په یو نه یو ډول دا جګړه وکړي.

رویټرز اژانس د ایرانیو سرچینو له قوله وایي، حسن نصرالله د ایران د قدس ځواکونو مشر اسماعیل قااني ته وویل: دا زموږ جګړه ده.

نوموړي دا خبره تېره پروري بېروت ته د اسماعیل قااني د سفر پر مهال ور سره کړې ده، چې هغه مهال یې د حزب الله پرضد د اسراییل د حملې ډېر ګواښ لیده.

د دې جګړې له پیلېدو راهیسې حزب الله پر اسراییل او اسراییل هم د حزب الله پرضد بریدونه کړي، چې پکې د دې ډلې دوه سوه غړي او تر پنځوسو ولسي وګړي په لبنان کې وژل شوي او د حزب الله بریدونو کې هم د اسراییل لسګونه سرتېري او شپږ ولسي وګړی وژل شوي دي.

د پاکستان پټلۍ د تر ټولو اوږد او ډېر بار د وړلو ریکارډ جوړ کړ

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د پاکستان پټلۍ په خپل تاریخ کې په یو ځل د خورا ډېر بار وړلو لپاره د تر ټولو اوږده اورګاډي د چلښت ریکارډ جوړ کړ. د پټلۍ اداره وايي، د دې ریکارډ لپاره یې له ۵۰ ډېرې ډبې سره تړلې وې چې دوه نیم زره فوټه یا له یو کیلومتر ډېر اوږدوالی یې درلود او تر ۳ زرو ټنو ډېر بار یې ولېږداوه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دې اورګاډي له کراچۍ تر کوټري پورې ۱۲۷ کیلومتره لار ووهله.

دې اورګاډي چټکتیا هم په ګړۍ یا یوه ساعت کې ۶۰ کیلومتره لار وهلې ده.

د دې اورګاډي د چلښت لپاره تر ټولو ځواکمن انجن یا جي اې یو- ۴۰ کارول شوی چې ۴۵۶۳ اس ځواک یا هرس پاور په اندازه قوت لري.

پخپله د دې اورګاډي وزن هم ۴۱۳۲ ټنه ښودل شوی دی.

د پاکستان دولتي رادیو داسې ویډیو هم خپره کړې چې پکې دا اورګاډی ښکاري او داسې اېسي چې کوله یا د ډبرو سکاره لېږدوي.

د پاکستان پټلۍ اداره وايي، دا یې د تر ټولو اوږده اورګاډي ازمایښتي سفر و او له مخې یې غواړي چې پر سړک بیروبار کم او د چاپېریالي ککړتیا په کمولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو یوه چارواکي له هنده غوښتي، چې د تابعیت قانون دې پر ټولو لږکیو یو شان پلې کړي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۲۴ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په هند کې د تابعیت د جنجالي قانون په اړه غبرګون وښود. ښاغلي شاهین د وایر هندي رسنۍ ته ویلي، چې د هند نوی قانون باید په ټولو لږکیو چې د ځور او کړاو سره مخامخ دي یو شان پلې شي.

د هند د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي، د مذهبی لږکیو کډوالو د منلو لپاره چې د ځورونې سره مخامخ دي او تر ډېره د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان اوسېدونکی دي دغه قانون پلې کړي؛ خو مسلمانان په کې نه راځي.

دغه قانون چې د «مسلمانانو ضد» یاد شوی، په ۲۰۱۹ کال کې تصویب شوی و چې ګڼ غبرګونونه یې له ځانه سره لرل. خو اوس هند د سرتاسري ټاکنو په درشل کې ویلي، چې هغه به پلې کوي او له وړو کسانو یې غوښتي چې خپل غوښتنلیکونه په ان لاین بڼه وړاندې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د وایر رسنۍ ته د دغه لانجمن قانون په اړه ویلي، چې دغه قانون باید پر ټولو مسلمانانو، هندوانو او سېکانو یو شان پلې شي، هغه غبرګون چې د دغې ډلې د لومړي غبرګون په توګه مخې ته راغلی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هند له ۳۰۰۰ زیات افغان سېکان او هندوان هغه هېواد ته ولېږدول، چې د وایر هندي رسنۍ د راپور له مخې له دغې ډلې ډېرو یې په لویدیځو هېوادونو کې پناه واخیسته.

دغه راز ښاغلي شاهین ویلي، چې په افغانستان کې هندوان او سېکان د هیڅ ډول ځورونې سره نه دي مخامخ شوي، هغوی خپل دیني او مذهبي رواجونه نمانځلی شي او د نورو اوسېدونکو سره برابر حقونه لري.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په هند کې هم باید د مسلمانانو سره ورته چلند وشي او دغه مذهبي ډله باید د هیڅ ډول ځورولو او کړولو سره مخامخ نه شي.

هند دا مهال له طالبانو سره د تعامل له سیاسته کار اخلي او د ډیپلوماټانو یوه ډله یې کابل ته استولې او په دوامداره توګه د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې دي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ او تعامل کې دی.